افغان وطن او انګریزان
پنځلسمه برخه:
بېل یې کړه او اېل یې کړه (Divide and rule):
د نفوذ ساحې او نړیوال سرحدونه:
د برتانوي استعمار په لاس د لوی افغانستان د ختیځو ولایتونو لکه پېښور او د هغه اړونده سیمو د نفوذ په بېلا بېلو ساحو ویشل چې د دې لړۍ په لومړۍ برخه کې نسبتآ په تفصیل بیان شوي، دلته یې په لنډ ډول بیا رااخلو:
۱ــ NWFP Settled Districts (د صوبه سرحد ایالت)، پېښور، کوهاټ، بنو، دیره اسماعیل خان او هزاره.
۲ ــ Tribal Agencies (FATA قبایلي سیمې)، باجوړ، مومند، خیبر، کرمه، ورکزي، شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان.
۳ ــ Princely States: سوات، چترال، کوز دیر او بر دیر.
۴ ــ Protected/Provincially Administered Areas Malakand))
ملکند هم په څو ټوټو لکه بونیر او نورو وویشل شو.
۵ ــ په پنجاب کې پاتې شوې پښتنې سیمې: اټک، عیسی خېل، میانوالي، دیره غازي خان او بهکړاو د لیه پراخه سیمه.
۶ــ په بلوچستان کې پاتې شوې پښتنې سیمې: کویټه، ژوب، پشین، چمن، لورالي او سیبي (Sibi).
د کوز افغانستان د پورته ویش پشان انګریزانو غوښتل، بر افغانستان هم په شمال او جنوب د نفوذ په داسې ساحو وویشي چې کابل او شمال عبدالرحمان خان او جنوب او کندهار د مهردل خان زوی سردار شیرعلي خان ته چې د انګریزانو نږدې سړی وو، وسپاري. خو د انګریزانو په وړاندې د برو افغانانو سرښندونکي جګړې او په کابل کې د کیوناري (Louis Cavagnari) وژل یوخوا او د غازي محمد ایوب خان په مشرۍ، د میوند جنګ کې د انګریرانو ماتې او برتانوي هند ته د سردار شیرعلي خان تېښتې، د انګریزانو دا توطیه شنډه کړه.
البته امیرعبدالرحمان خان هم چې کابل کې یې نوی واک تر لاسه کړی وو، نه غوښتل چې د پاتې افغانستان یووالي ته تاوان ورسیږي او لکه د پېښور او د هغه د اړوندو سیمو پشان، بر افغانستان هم د نفوذ په څو ټوټو وویشل شي. په دې توګه د برتانوي هند د وایسرای لارډ لایټین او د انګریز د وزیرهند لارډ سالزبري پرېکړه او دسیسه ناکامه شوه.
البته دلته په عمومي ډول د انګریزانو موخه دا وه چې پاتې افغانستان د واک او نفوذ په دوه برخو ځکه وویشي چې کنترول یې دوی ته اسان وي. موخه دا نه وه چې له افغانستان څخه دې دوه هېوادونه جوړ کړي او تر منځ یې نړیوال سرحد رامنځته کړي، لکه څنګه چې یې په ۱۸۷۲ کال د افغانستان او ایران ترمنځ سیستان وویشه او یایې په ۱۸۷۲ او ۱۸۷۳ کلونو کې په شمال کې د افغانستان او تزاري روسیې ترمنځ نړیوال سرحد وټاکه.
د نفوذ په دوه ساحو د بر افغانستان د شمال او جنوب د ویشلو ورته تګلار، پخوا د افغانستان د شرقي ولایتونو لکه پېښور او د هغه د اړوند سیمو لپاره په ۱۸۵۵ کال د امیر دوست محمد خان، په ۱۸۷۵ کال د امیر شیرعلي خان او وروسته په ۱۸۷۸ کال د محمد یعقوب خان او په ۱۸۹۳ کال د امیر عبدالرحمان خان سره (د افغانستان د کمزورو واکمنو شخصیتونو او د انګریز د دولت ترمنځ ) په توافق لیکونو کې تعقیب شوې او عملي شوې وه.
بلخوا دې ته په پام چې د تزارې روسیې او د ایران سره د سرحدي لیکو د ټاکلو په تړونونو کې که د انګریز موخه نړیوال سرحدونه ول، د افغان واکمنانو د انګریز سره توافق لیکونه د نړیوالو سرحدي لیکو د رامنځته کېدو لپاره نه وو، بلکې د نفوذ ساحو د ټاکنې په اړه ترسره شوې دي.
د امیر عبدالرحمان خان سره د ډیورند کرښې د توافق لیک په مقدمه کې لولو« په داسې حال کې چې د هندوستان په خوا کې د افغانستان د سرحدي سيمې په هکله ځينې مسئلې رامنځ ته شوې او په داسې حال کې دواړه اعلیحضرت امير او د هندوستان حکومت هيله من دي چې دغه مسئلې د دوستۍ په فهم او د دواړو د نفوذ ساحو د حد په ټاکلو سره حل کړي، تر څو په آينده کې د دغو متحدو حکومتونو تر منځ د دې موضوع په سر د نظر اختلاف نه وي، په دې وسيله په لاندې ډول موافقه وشوه». د دې مقدمي انګریزی متن« Whereas certain questions have arisen regarding the frontier of Afghanistan on the side of India, and whereas both His Highness the Amir and the Government of India are desirous of settling these questions by a friendly understanding, and of fixing the limit of their respective spheres of influence, so that for the future there may be no difference of opinion on the subject between the allied Governments, it is hereby agreed as follows)
البته د دې توافق لیک نورې (۷ مادې) هم په ټوله کې د همدغه مقدمي پر محتوي راڅرخي. که څه هم د توافق لیک پښتو متن چې پوهاند حسن کاکړ د انګریزي متن څخه راژباړلی(د پښتو یا درې لاسلیک شوی اصلي متن تر اوسه هیڅ نه دی لېدل شوی)، په نوموړي انګریزي متن کې د امیر عبدالرحمان خان لاسلیک نشته چې دا پخپله یوه بله جدي پوښتنه ده. خو که د انګریزي دې یو اړخیز او ناتایید شوی متن ته هم کتنه وشي د نفوذ د ساحو ټاکل د توافق لیک منځړی تشکېلوي چې په هیڅ صورت له هغه د نړیوال سرحد مفهوم نه شي افاده کېدای.
همدرنګه د ۱۹۰۵ کال په توافق لیک کې چې د امیر حبیب الله خان او د انګریز د حکومت ترمنځ لاسلیک شوی، هلته یو لنډه سریزه او دوه مادې په لاندې ډول لولو« د هغه خدای په نوم چې پاکي او ستاینه دې د هغه وي. یوخوا د ملت او دین د څراغ اعلیحضرت امیر حبیب الله خان، د افغانستان او اړوندو سیمو خپلواک پاچا او بلخوا محترم ښاغلی لویس ویلیم ډین، د هند د حکومت د بهرنیو چارومنشي او د برتانوی حکومت استازی ترمنځ توافق:
لومړۍ برخه، د امیر حبیب الله خان ژمنه: اعلیحضرت امیر په دې توګه موافقه کوي چې د کورنیو او بهرنیو چارو په اړه د هغه تړون او ژمنو اصول او فرعي موضوعات چې زما مرحوم پلار، یعنې د ملت او دین څراغ اعلیحضرت ضیاءالملت والدین امیر عبدالرحمن خان، له برتانوي حکومت سره کړي او عملي کړي وو، ما هم عملي کړي، اوس یې عملي کوم او په راتلونکي کې به یې هم عملي کوم او په هېڅ ډول معامله یا ژمنه کې به د هغو مخالفت ونه کړم.
دوهمه برخه، د لویس ویلیم ډېن ژمنه: ښاغلی لویس ویلیم ډېن په دې توګه موافقه کوي چې هغه موافقې او ژمنې چې د برتانیا ستر حکومت د اعلیحضرت امیر حبیب‌الله خان له مرحوم پلار، یعنې اعلیحضرت ضیاءالملت والدین امیر عبدالرحمن خان، سره د کورنیو او بهرنیو چارو او د اصولي او فرعي موضوعاتو په اړه کړې وې، زه یې تأییدوم او په لیکلې بڼه ژمنه کوم چې د برتانیا حکومت به په هېڅ ډول او هېڅ وخت د دغو موافقو او ژمنو خلاف عمل نه کوي. د ۱۹۰۵ کال د مارچ ۲۱ مه»
د ۱۹۰۵ کال په توافق لیک کې، امیر حبیب‌الله خان د خپل پلار له برتانوي حکومت سره، شوو پخوانیو ژمنو ته دوام ورکوي. خو په دې متن کې د دغو موافقو ټولې مادې یو په یو نه دي لیکل شوې. بلخوا په دې توافق لیک کې د «ډیورند کرښې» نوم، د سرحد مشخصه نقشه او جغرافیوي حدود په څرګنده نه دي ذکر شوي. همدارنګه دا توافق لیک پخپله دا نه ثابتوي چې د ۱۸۹۳ کال د توافق لیک هره ماده په هر حقوقي او سیاسي حالت کې په اتومات ډول دایمي او نه بدلېدونکې ده.
نو د ۱۹۰۵ کال سند په یوازې ځان د کرښې د ټولو حقوقي جزئیاتو د بیا تأیید صریح متن نه ګڼل کېږي.
د «ډیورند کرښه» په دغه مفهوم چې وروسته برتانویانو او د هغوی په تقلید د پنجاب واکمنو ترې مشوړه جوړه کړه او غواړي چې د نړیوال سرحد نوم ورکړي، په لومړیو کې هیڅکله په توافق لیکونو او د هغه وخت په رسمیاتو کې د نړیوال سرحد پتوګه نه ده یاده شوې.
پاتې لري.
د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر ۲۲ مه
سرلوڅ مرادزی