***
زاهد یې ریاضت
دقفس خوارۍ کې لټوی
عارف یې دزړه پوهې بېدارۍ کې لټوی
ملاء دکتابونو په حاشیو کې پسې ورک شو
کم عقل یې په ډیره هوښیارۍ کې لټوی
(ارواښاد الفت صاحب)
د
(Moscow
Format) مسکو فرمټ
په خالی ګزاف ا
و باټ کې د افغانستان په اړه د روسیې او د سیمې لاس پوسو هېوادونو کاغذی نمایشی بهرنی سیاست او کرغېړنه ډیپلوماسي څه پیغام لری؟ همدې ګوجرانو امریکې ته لاره اوپوستې نه وې ورکړې؟
راځۍ دغه دېپلو ماسی وپېژنو دلته زما نیوکه شخصی نه ده او نه زه له چا سره کومه شخصی لانجه لرم .

Diplomacy :
هغوًويناوو ته ويل کيږي چې موخه يې د نړيوال نظام ستراتیژیک اړخ په پېښو کې خپله اغېزه وښودلی شی
ایا امیر خان دغه وړتیا او اهل ها دهېواد په کچه واقعا لری؟ کېدای شی هغه ښه شخصیت ولری ولې دغه بحث دلته ځای نه لری.

په بنسټیز ډول پر امنیتی مسایلو، سیمه‌ییز ثبات
او ترانزیټي-اقتصادي همکاریو او پړاونو راڅرخي.
کومه برخه کې دغه مسئول حتی یوه میاشت هم تجربه لری؟
نوي ديپلوماتيکې لارې چارې، تګلارې او اصول په لويه کچه د يوولسمې پېړۍ له اروپايي دودونو څخه سرچينه اخلي.
د شلمې پېړۍ په لومړيو کې ديپلوماسي يو څرګند مسلک وګرځېد، دلته کله چې مسلک وایم هر مسلک خپل نصاب لری ، دسیپلین لری او ځانګړې مراودات
په معاصر وخت کې د ډیپلوماسۍ ډولونه:

۱-د رعيت ډيپلوماسي citizen diplomacy
۲-کلتوري ډيپلوماسي cultural diplomacy
۳-ډالري ډيپلوماسي dollar
diplomacy
افغانستان کې افراطی شو دتور مارکیت تور بازار یې رامنځ ته کړ! دسیالیو سبب شو دذرې ګاډو کش وفش یې په داسې ټولنه کې رامنځ ته کړ چې په ملیونو خلک دڅښاک اوبه نه لری
۴-اقتصادي ډيپلوماسي economic diplomacy
دخیراتو نو په دالرو دمسجدونو ابادول

۵-تعاملي ډيپلوماسي engagement diplomacy
ولس له تعامل څخه بلکل بې برخې دی ولس له معامله ګریو پزې ته راغلی.
۶-څو زنځيره ډيپلوماسي multi-truck diplomacy
دمتفکر احمدزی او مکار کرزی مزدوره اداره ، لوښی او کپړی
ګلم جم او بدو بلا
۷-پاندا ډیپلوماسي panda diplomacy
۸-عمومي ډیپلوماسي public diplomacy
۹-تګ رانګ ډیپلوماسي shuttle diplomacy
اسلام آبادی چل ول
۱۰-څارونکي ډيپلوماسي truck II diplomacy

اوس تاسې د نجیب احمد زی ګاو ناکامی چې دملګروًملتونو له دفتره دګلم جمو ملوک الطوایفی کې راګیر پاتې په دې ونه توانېد چې وتښتی!
اوبیا دغنی احمدزی تېښته له بې حسابه ګواښونو سره معماء ده
او ورپسې دملا هبت الله خاموشی
دISI په وړاندې جفاده
دپاکستان تکراریو بمباریوًکې کوم ډول دېپلوًماسی کې تعریف کېدلی شی
بناء امیر خان په کوم کورنی [ دېپلو ماسۍ او ستراتیژیک]تعرېف باندې دروسانو غونډه کې برخه اخل؟

ترهګر مالی مرسته کونکی
روسیه پخپله په ۲۰۲۵ کال کې لومړنی هېواد و چې د طالبانو حکومت یې په رسمي توګه وپېژانده چې دادروس کورنی ستراتیژی اوروسی مخلوطه دېپلو ماسی ده /وه او له هغې وروسته یې ورسره په ۲۰۲۶ کال کې د نظامي-تخنیکي hardware همکاریو یوشمېر له ولس پټ او ښکاره تړونونه هم لاسلیک کړل.

د مسکو فارمټ د اتم پړاو د غونډو په رڼا کې به کاغذی بر نامې او ډر نامې د روسیې او د سیمې د نورو غړو هېوادونو (لکه چین، ایران، هند، پاکستان او د مرکزي اسیا یودرزن ستانونه هېوادونه) دی بهرنۍ ډیپلوماسي او هاها ور سره ملګرې ده : «تښتی چې توره بلا راغله ! » پر لاندې محورونو وېشل شوې ده:
۱. د روسیې ډیپلوماسي مفلسی ، او ځانګړی اوسنی اهداف

• د ترهګری تل پاتې نوم ټاپه وهل او دترهګرۍ مهارول (په ځانګړي ډول داعش-خراسان):
• ⁠د روسیې تر ټولو لوی ډیپلوماتیک او امنیتي لومړیتوب دا دی چې په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیت مخه ونیول شي، ترڅو د مرکزي اسیا هېوادونو او پخپله د روسیې امنیت لیوان ګډوډ نه کړي. په سیاسی لحاظ داڅه مانا لری ؟روسیه په کوم منطق له افغانستان څخه دغه ډول ویره د غونډې دګډونوالو په سطحه لری؟ مانا داچې دامیرخان په حضور کې دغه ترانې ، نغارې اوسرنی باند تکرار په غونډه کې ټاپه وهل کیږی!

• د مرکزي اسیا د ستانو پولو خوندیتوب:
• ⁠روسیه هڅه کوي چې د طالبانو له لارې د افغانستان شمالي پولې باثباته وساتي. مانا داچې روسان افغانستان په دو برخو کې خلاصه کوی.
⁠• ⁠د همدې لپاره یې د ۲۰۲۶ کال په مې میاشت کې له کابل سره یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې زاړه روسي وسلو او تجهیزاتو ته د کابل په کور دننه بیا رغونه او ترمیم کېږي.

• له لوېدیځ سره د تقابل ابزار: روسیه غواړي په سیمه کې داسې یو تف طفیلی ډیپلوماتیک جوړښت رامنځته کړي چې د امریکا او لوېدیځوالو له نفوذ څخه پاک
وي.
⁠• ⁠۱. د سیمې د هېوادونو متفرقه ډیپلوماسي

• پاکستان: په وروستیو کې د کابل او اسلام‌اباد اړیکې د ټي‌ټي‌پي (TTP) دوهم بن لادن د شتون د ادعاوو او سرحدي نښتو له امله سختې کړکېچنې شوې
دي.
پاکستان پوهیږی چې طالبان له ملی او نًړیوال مشروعیت بې برخې دی او له نابلده حکومتولی، له انعطاف او له عدم مشارکتی معاملو څخه سخت رنج وړی،

• ⁠پاکستان غواړي په دې فارمټ کې پر طالبانو هر اړخیزه فشار راوړي ترڅو د دوی ضد وسله‌وال کنټرول کړي.

روسیه په دې غونډه کې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د منځګړیتوب کاواکه وسیله هم لوبوي.

• چین او ایران:

وږی چین په ځانګړي ډول په افغانستان کې پر لویو اقتصادي پروژو (لکه د لوګر د [عینک مسو کان) پانګونې ته لېواله دی. له بل پلوه، چین او ایران دواړه که څه هم له کابل سره نږدې تعامل لري، خو په ډیپلوماتیک ډګر کې لا هم د ښځو د حقونو د خوندیتوب او د یوه پراخ‌بنسټه (ټولګډونه) حکومت د جوړېدو
غوښتنه کوي.

• ⁠ مرکزي اسیا (ازبکستان او تاجکستان):

• ⁠دا هېوادونه د پولې د امنیت او له افغانستان څخه د نشه‌یي توکو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې د مسکو همغږۍ ته کلک ناست دي، په داسې حال کې چې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره هم هڅې کوي.

په پایله کې، د مسکو فارمټ ډیپلوماسي په بشپړ ډول په لوېدیځ پورې د ناپییلي او د خپلو ګټو پر اساس د یوه مصلحتي او اقتصادي تعامل چوکاټ دی چې هدف یې د جګړې او بې ثباتۍ د اغېزو د خپرېدو مخنیوی دی.
زموږ انډیوال بې له دې چې ملت ته دمشروعیت تعریف ولری او په امنیت کې دپاکستان لپاره کلک او ښکاره دریځ او په عین زمان کې دترهګری ټاپه وهلوته استدلال او منطقی دلیل نو فارمټ خو خیرات نه دی نه چې دی ور روان دی. کله چې دافغانستام ملی او اسلامی حاکمیت له استخباراتی معاملو سره خدای په امانی ونه کړی او دملت ارادې ته احترام ونشی او یوشمیر مدنی او انسانی حقوق تامین نشی زه فکر نه کوم چې دا وړۍ به شړۍ شی
پای.