پاڅېږه له خوبه پنجابستان په تاوار کوی
دکڼړ او نورستان شنوځنګلو کې بمباردمان کوی
شپه او ورځ ستا ګونګ حالت ته ګواښ کوی
په ګرم سیر او پکتیکا د ویر ها ها کوی
ستا حاکمیت او دخاورې تمامیت باندې ګذار کوی
ته څه ډول ګوجر یې چې امنیت دې
ناحصار کوی
ملی احساس دې ورک ډیر شرمنده اظهار کوی
خوب درباندې غالب شوی مسئولیت دې بی اعتناء کوی
په درنښت
04.10.2026
- ع.شریف زاد
تا دکوم پنجابی دبمبارۍ ظلم غندلی چې بیا ګپ دامنیت لګوی پټ وفنا تا چاته سیاست دفش شو او ګم شو ویلی دی راشه پرېږده دا ناحله معماء! اور لړونې غوندې تک تور لکه سکور یې امید مه لره له ولږی تګی ولس دزرغونتیاء ښه او بد حق او ناحق چې معلو م نشی توره شپه ده توره تیارې ته مه وایه سبا چې څادر او رنګه ګیرې ته دې ګورم دانسان په نوم یادیږې خو یې توره بلاء شیرین او تریخ دې هیڅ نه معلومیږی! عقل څه دی منطق څه دی او حکمت څه ؟ دادنیادې ګډه وډ کړې په ریاء او تماشاء...
04.10.2026
- محمد رفيع حسن زی
چې زما تاسره جنګ شي ټول نړۍ راته بد رنګ شي ته په سترګو ناز نخری کړی چې د ليچو بنګړو شړنګ شي چې ته زلفې تار په تار کړی د رباب تارونو ترنګ شي بيا ساقي لاس کې جامونه په مئينو شونډو رنګ شي ژوند هغه دی حسن زيه! چې سحر د يار ترڅنګ شي...