څېرلی ګرېوان
دا چې ښکته پورته ګرځي توپان هسې
خپله خلکو دی راوستی پر ځان هسې
خپل بارونه چې د نورو پر اوږو ږدي
ناخبره دي له ځان او جهان هسې
خپل بنیاد ته چې په لاس بمونه کېږدي
په کوم قوم کې چا لېدلی نادان هسې؟
د خپل ذهني په زندان کې چې محبوس وي
نشته هیڅ زندان کې بل بندېوان هسې
د ملا په واکمنۍ کې چې څوک ژوند کړي
په ځنګل کې دی ژوندون د حیوان هسې
خلک خپله د شیطان رول کې لوبېږي
چا لېدلی چې شیطان دی، شیطان هسې
افسانې دي د اسمان په باب کې ډېرې
څوک ختلی چې اسمان دی اسمان هسې
په شړۍ کې مو وړۍ ریشلی نه ده
څه شته پته؟ دا جهان دی جهان هسې
چا ګومان او حقیقت سره معلوم کړل
ډېر د دار څلي ته وړې په ګومان هسې
مورذاتي ړندو په حدس کې څه توپیردی؟
خرمهره او لال چې بولي یوشان هسې
لکه ښکارمرغه چې والوزي له لاسه
زموږ لاس څخه وتلی دوران هسې
چې ګرېوان د مرادزي تل څېرې ښکاري
خپلو خلکو یې څېرلی ګرېوان هسې
د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر دوهمه
سرلوڅ مرادزی
01.10.2026
- محمدسليم سليمان
پرحکومت د خلکو د باور د کمزوري کېدلو لاملونه!
محمد سليم سليمان یو حکومت کېدای شي سترې سترې ودانۍ جوړې کړي، سړکونه پاخه کړي ، پراخ یې کړي، ويې رغوي، پیاوړې ادارې جوړې کړي، قوانین تصویب کړي ، پراخ امنیتي امکانات او بهرنی ملاتړ ولري؛ خو که د خپلو خلکو باور ورسره نه وي، د هغه د ځواک یوه مهمه او بنسټيزه برخه تشه پاتې کېږي. ځکه د حکومت تر ټولو ستره پانګه نه پیسې دي، نه وسلې او نه هم اداري تشکیلات ؛ بلکې تر ټولو ارزښتمنه پانګه یې د خپلو خلکو باور دی او کله چې د خلکو باور له منځه ولاړ، نو...
02.10.2026
- سرلوڅ مرادزی
افغان وطن او انګریزان نهمه برخه: بېل یې کړه او اېل یې کړه (Divide and rule): کله چې پېښور په ۱۸۴۹ کال د پنجاب له لاسه ووت او د برتانوي هند برخه اعلان شو، نو برتانیا د افغانستان ختیځې پولې پورې مستقیمه واکمنه شوه. په نویو حالاتو کې امیر دوست محمد خان له سیکانو سره مخامخ نه، بلکې د برتانوي هند سره مخامخ شو. بلخوا دوست محمد خان د افغانستان د یوځای کولو او ټینګولو لپاره، په کور دننه او هم د هېواد د شمال لخوا د ستونزو سره مخ وو. نو د ده لپاره ستراتیژیک غوراوی په تفریبي توګه داسې وو:...