تازه شعر
تنهايي راسره خاندي
اوبيخي راسره خاندي

ديوالونه راته ګوري
شپه او ورځ زماپر لوري

راته غوږ وي ديوالونه
ددوي هم شته دي غوږونه

تنهايي زماملګری
اوبيخي زماملګری

په ماوايي کتابونه
هم خواږه خواږه شعرونه

مهربانه تنهايي ده
هره برخه کې سخي ده

پرتندي راکړي موچکه
راته ووهی چکچکه

اوس دشپې يوه بجه ده
تنهايي راسره مله ده

راته وايي ځه ويده سه
زماپه غېږه کې دمه سه

ځنګوم دې ځنګوم دې
ښکلوم دې ښکلوم دې

راته وايي زماياره
خداي دې ساته له ازاره

اوس ويده للو‌للو سه
عمري زما کوکو سه

#عمري
#شاعر
#مسلم باغ
2026
26 August