سید عبیدالله نادر

ادبی ټوټه!
سر ګردانه خیال !

تازه می د سوچ لمنه غزولې وه ،او سمندر ته مخامخ پر څوکیو می ډه ډه لګولې وه ناست وم .او په خپلو تصوراتو کښی ډوب وم . کله کله به لارویانو په خپلو تېریدو او د خپو اوازو سره زما د سوچونو تسلسل وشلاوه زه په تصور کښي ډیر لیري زمانو ته ولاړم او ډیر واټنونه می پی کړه .
ښي او بدی ورځي می ژر ژر لکه د سینما پردې له سترګو تېرې شوي یو ځل می خیال د ماشومتوب دوري ته سر وواهه خو تر څو شیبو تېر یادونو به غمګین کړم . ډیر لیري له نظره یو شین ځنګل پروټ وو چې د سمندر له دي خوا ښکاریده سترګي می د دي ځنګل په تماشه کښي ښخي کړې په سوچ کښي دومره ژور لاړم چې ځنګل می تر ستر ګو تت ښکاره شو او دي ساعت کښی می د تصوراتو او افکارو په تل کښی غوپي وهلي او دا مهال زه په سوچونو کښی ډوب ناست یم .او خپل روحأ بل ځای وم .
ای زما سر ګردانه خیاله ،ته په څومره عالمونو باندی وګرځیدي او سکون دي بیا نه موند،لږ دي د الوتلودا فولادین وزرونه وتړه .

سید عبید الله نادر