سکرمنټو امریکا: په امریکا کې د دوو افغان شرکتونو حقوقي شخړه؛ نېټ لینکټس ته د ۸۶۰ زره ډالرو تاوان ورکړل شو
د امریکا د کالیفورنیا ایالت یوې محکمې حکم کړی سیس نیټ چې احمد عصمتي او محمد یوسف عصمتي یی ډایکرټران دي باید نېټ لینکټس شرکت ته ۸۶۰ زره امریکايي ډالر تاوان ورکړي.
د ساکرامنټو کاونټي عالي محکمې دا پرېکړه د یوه سوداګریز تړون د نقض په قضیه کې کړې ده چې د نېټ لینکټس او د Cisnet Global IT Solutions په نوم شرکت ترمنځ په ۲۰۱۷ کال کې شوی و.
د محکمې د اسنادو له مخې، د جوري پرېکړه دا وه چې احمد عصمتي او محمد یوسف عصمتي د Cisnet Global په استازیتوب د تړون په لاسلیک یا منظورولو کې ونډه اخیستې، خو د تړون د ترسره کولو لپاره یې لازم قانوني صلاحیت نه درلود.
د ۸۶۰ زره ډالرو قضیه
د محکمې د اسنادو له مخې، نېټ لینکټس په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان د مالیې وزارت د بنسټیزو تخنیکي پروژو لپاره ۸۰۰ زره امریکايي ډالر ورکړي وو.
د تړون له شرایطو سره سم، ټاکل شوې وه چې دغه پیسې د ۲۰ سلنې ژمنه شوې ګټې په ګډون، د ۱۲ میاشتو په موده کې بېرته ورکړل شي. خو د قضیې د اسنادو له مخې، تر ډسمبر ۲۰۱۸ پورې یوازې ۱۰۰ زره ډالر بېرته ورکړل شوي وو او پاتې پیسې نه وې ورکړل شوې.
جوري وروسته د نېټ لینکټس په ګټه د ۸۶۰ زره ډالرو د مالي جبران پرېکړه وکړه.
د تقلب ادعا څه شوه؟
نېټ لینکټس په خپله دعوه کې د تقلب او په غفلت سره د ناسم معلوماتو د وړاندې کولو ادعاوې هم مطرح کړې وې.
خو قاضي جارج ای. اسیرو دا ادعاوې د قانوني مهلت له تېرېدو وروسته د جوري له غور څخه مخکې رد کړې.
د محکمې د استدلال له مخې، نېټ لینکټس باید تر ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ تر پای پورې د احتمالي قانوني دعوې له شتون څخه خبر شوی وای.
له همدې امله، محکمه دې پایلې ته رسېدلې چې په ۲۰۲۳ کال کې د دغو ادعاوو ثبتول د کالیفورنیا د قانون له مخې د تقلب د دعوو له درې کلن قانوني مهلت څخه وروسته شوي دي.
محکمې د کوویډ-۱۹ وبا پر مهال د قانوني مهلتونو د ځنډولو اړوند ۱۷۸ ورځې هم په محاسبه کې شاملې کړې وې.
محکمه د تقلب د ادعا پر حقیقت حکم نه دی کړی
د محکمې له حکم څخه مهم ټکی دا دی چې د تقلب ادعاوې د دې لپاره نه دي رد شوې چې محکمه یې ناسمې بللې وي.
بلکې دغه ادعاوې د قانوني مهلت د تېرېدو له امله له قضیې څخه ایستل شوې دي. په دې معنا چې محکمه تر دې مرحلې ونه رسېده چې وڅېړي ایا د تقلب ادعاوې په حقیقت کې ثابتې وې که نه.
په ورته وخت کې، د قضیې په وروستیو پړاوونو کې وړاندې شوي شواهد د دې موضوع په اړه هم مطرح شوي وو چې ایا د تړون د لاسلیک پر مهال احمد عصمتي او محمد یوسف عصمتي د Cisnet Global په استازیتوب د معاملې قانوني صلاحیت درلود که نه.
د قضیې شالید
د محکمې په اسنادو کې راغلي چې د ۲۰۱۷ کال په اګست میاشت کې، د تړون له لاسلیک څو اوونۍ وړاندې، د دوبۍ مېشت Cisnet Global شرکت له لوري اړوندو کسانو ته خبر ورکړل شوی و چې احمد عصمتي له شرکت څخه ګوښه شوی او د شرکت په استازیتوب د معاملو قانوني واک نه لري.
سره له دې، د ۲۰۱۷ کال د سپټمبر پر ۱۶مه د نېټ لینکټس او Cisnet Global ترمنځ تړون لاسلیک یا منظور شو.
نېټ لینکټس وروسته ادعا وکړه چې د تړون له مخې ورکړل شوې ۸۰۰ زره ډالره پانګه او ورسره ژمنه شوې ګټه بېرته نه ده ترلاسه شوې.
د ساکرامنټو کاونټي عالي محکمې کې دا قضیه د 34-2023-00335824-CU-FR-GDS په شمېره ثبت شوې ده.
د محکمې د وروستي حکم له مخې، په قضیه کې نېټ لینکټس ته د ۸۶۰ زره امریکايي ډالرو مالي جبران پرېکړه شوې ده. په عین حال کې، د تقلب او ناسم معلوماتو اړوند ادعاوې د قانوني مهلت د تېرېدو له امله د قضیې له اصلي محاکمې مخکې رد شوې دي.