په خپل باور او لیدتوګه کې بندیتوب!
سړی کله ناکله په یوه مفکوره، عقیده، ایډیالوژۍ او خپله لید توګه کې دومره ښکېل او بند پاتې شي چې بل بدیل لوری ورته نه ښکاري. که دې سره یو بل حالت هم ملګری شي چې نه غواړي خپل دریځ وازموي او د نورو دلایل هم نه اوري، نو دا په پای کې د فکر د جمود او ذهني بندیتوب نښه ګڼل کېدای شي.
کله چې څوک خپل یقین ته تر حقیقته لوړ مقام قایل شي، نو بیا د حقیقت په لټه کې نه وي، بلکې یوازې د خپل یقین دفاع کوي. په داسې حالت کې استدلال د حقیقت د موندلو وسیله نه، بلکې د خپل دریځ د ساتلو وسیله ګرځي!
دا د انسان یو عام ذهني تمایل دی چې یوازې هغه دلایل او شواهد مني چې د ده له مخکیني باور سره برابر وي او مخالف شواهد کم ارزښته ګڼي.
بلخوا ځنې خلک خپل فکر د خپل شخصیت سره داسې تړي چې که پر فکر یې نیوکه وشي، داسې احساس کوي لکه پر دوی چې شخصآ برید شوی وي. نو ځکه د خپل فکر بدلول ورته د ځان ماتې او توهین ښکاري!
کارل مارکس یو وخت ویلي ول«خوښېږم چې ووایم مارکسیست نه یم»
پوهه هغه وخت وده کوي چې سړی د خپلې احتمالي خطا منلو ته چمتو وي، که داسې چمتووالي نه وي، نو پوهه په عقیده بدلېږي او څېړنه په تبلیغ!
په دې اړه برترانډ روسیل(Bertrand Russell) انګریز فیلسوف وایې«د نړۍ لویه ستونزه دا ده چې ناپوهان او متعصبان تل پر ځان بشپړ باور لري، خو هوښیار خلک د خپلو نظرونو په اړه تل د پوښتنې او شک ځای پرېږدي»
متعصب او په خپل لید لوري کې بندي انسان د دلیل له اورېدو مخکې موضوع ردوي، خو فکري بالغ انسان دلیل اوري او که قوي وي، خپل نظر اصلاح کوي.
تعصب د فکر ځواک نه، بلکې د فکر ویره او ډار دی. کله چې انسان د خپلې عقیدې د ازمویني جرئت ونه لري نو په قوي ګومان چې هغه د حقیقت زنداني نه، بلکې د خپل یقین زنداني دي.
د ځان لخوا د خپل منل شوي یقین او باور په وړاندې د بدلون مبارزه تر هرې مبارزې سخته او پېچلې ده!
د ۲۰۲۶ کال د اګست ۴ مه
سرلوڅ مرادزی