حضرت علی کرم الله وجهه
ما دقدرمن او محترم عبدالسمیع واحدی مسلسل ښایسته او مانا لرونکې خاطرات ، پېښې او ګذارشونه «ټول افغان» کې ولوستل. ټول افغان شر نه غواړی بلکې دخیر اوفلاح لپاره هلې ځلې کوی زه فکر کوم دلته شخصی ګټې او معاملې نه شته او نه دغه په ډاګه ستونزې له شر څخه کمی لری . افغانستان موږ په خپله له پېچلو غمیزو سره مخ کړ دورور واحدی لیکنه او واقعیتونو زه دې خبرې ته راوستلم چې افغانستان موږ په خپله په ،بې ثباتۍ،ناوړه احساساتی سازشو، دروغو ، لاف زنیو ، برګو اتڼو ، شخصی لوبو او په مجموع کې دشر په رنګارنګ تنظیمی بړاسونو بدل کړ چې نن دغه شر او ابتر سره مخامخ یو . پنځه لسیزه دغو نغارو کې مو ډیر نور غټ او واړه شرونه وازمایل خو ستړی نه شولو . که موږ سمه محاسبه وکړو خدای ج ته مخ اوبندګانو ته شا کړو نو دلوبو ، انډوخرو، دما اوتا په معاملو ، لانجو موږ وګورو موږ بهرنی راګډ کړل موږ دغه نمرودی شر ته وده ورکړه بل چا دغه کار نه دی کړی !
راځی ددې شر سرچینې را وپلټو کله چې کرزی داستعمار په خره سپور کابل ته راغی کابل دشر له امله په کنډواله بدل شوی وه دولس مسئولیت او محاسبه څه وه ؟شر یې نور تور وی که سپین ؟ کله چې یوډیر عادی ملا دبن لادن په سر ټول هیواد ته اور اچوی زموږ سوچ په کوم شاخ کې ترړی کله چې غنی راځی او په ارګ کې زنکه بازیانی چالانیږی داشر نه دی نو څه دی ؟ دواحدیصاحب هره خبره یو پراخ او مانا لرونکی مفهوم لری! دتعلیم بندیز ، په ښځو انحصار يو مستبد امارت چې دپنجابی په نقشه او فورمول جوړ شوی هوسی یولوری جاده مصیبت نه دی خیر عدل خو دغه ډول شر په هیڅ صورت نشی زغملی . ای دعلم اوپوهې ، دقلم او سوچ کارپوهانو محافظه کاری مه کوی ، ځان مه غلی کوی ددروغجن شر په څنګ کې مه دریږی الله په ناروا هییڅکله نه خوښږی او دکږی لارې پلویتوب نه کوی . موږ تاریخی مسئولیت لرو او دالله ج په واړندې دحق ملاتړ دچا کار دی ؟ خو حقیقت ویل زموږ ټولنه له کړکېچ ایستلی شی .افریقایی متل چې وایی: نًړۍ هره ورځ پر موږ قضاوة کوی!