شپاړسمه برخه
..... په تیر پسي
زه خو په دولتي بست کي مقرر شوم مګر دا چي زما د بست تنخوا ډیره کمه وه او یواځي هغه وخت 2500 افغانۍ وه چي شاوخوا 50 امریکايي ډالره کیده وه، زما تشویش رفع نشو، ځکه مونږ د طالبانو په امارت کي سخت اقتصادي ستونځي ګاللي وي، د د تنظیمي اندوخړ او بیا ورپسي طالبانو د امارت د زده کړي سیستم له امله په تیارو کي ساتل شوي نسل وو، نړیوالو ژبو او معلوماتي تکنالوژی بیا خاص انجنیری سافت ویر پروګرامونو برخه کي مو معلومات زیر صفر په دي وو چي د زده کولو امکانات يی راته نه وو برابر شوي، یو مسلکي رشته کي داخل کس چي مکتب او پوهنتون کي دیني مضامین ډیر خو سرسری نمیګړی او مسلکي مضامین کم او یا بیخي نه لولي چي حتا پلان شوي نصاب هم پري تطبیق نشي، نه به مذهبي مشر شي نه تخنیکي او مسلکي شخص، هغه وخت اداراتو کي د ښځینه وو سره ګډ کار چي اکثره له بهر هیوادونو راستانه شوي وو راته عجیبه ځکه معلومیده چي مونږ نه ښوونځي او نه پوهنتون کي د اناثي طبقي سره د ګډ کار تجربه لرله ځکه خو هر وخت په دي خاطر تر تاثیر لاندي تللو چي له بهرنیو هیوادونو څخه راستانه شوي میرمني اکثره د نوي عصر د تقاضا سره اعیار راته ښکاره کیده، بهرنیو هیوادونو سفارتونو، واکمن سیاسي احزاب او ټولنو سره مي اړیکي نه درلودي او د هغو منخ کي زما پیژندګلوي نه وه موجوده، تیرو دوه کلنو کي د افغانستان اداري سیستم نوي او عصري کیدلو خواته په حرکت راغلی وو چی باید ورسره ځآن اعیار کړو،په بل طرف کي له بهر نه راغلي یو شمیر خلک د عصري تکنالوژی او نړیوالو ژبو خاص انګلیسي ژبي سره اشنا، بهرنیو سفارتونو او نړیوالو ادارو سره ښي اړیکي او سیاسي ډلو ټپلو تړلي کسانو سره باید رقابت وکړو چي نړیوالو ادارو او حکومتي لوړو بستونو کي همدا ډول کسان ګمارل کیدل.
ما سره د پوهنتون د ديپلوم نه علاوه کوم بل دست آورد نه وو موجود.ځکه ما ټول عمر په هیواد کي دننه تیر کړی دی.
دا زما د ژوند داسي مرحله او وخت وو چي زه باید خپل کور جوړ کړم، واده وکړم او خپل کاکا یعني پلار سره د نورو ورونو په مصارفو کي برخه واخلم خو دا زما کمه تنخوا او دومره مسولیتونه څنګه به مدیریت شي زما څهره کي تشویش نورو همکارانو لیده او درک کوه يي، ځکه خو ملګری مي ماته اطمینان راکوه چي هر څه به ښه شي ته تشویش مه کوه مونږ ټول په یوه کشتي سپاره یو تر تا زمونږ مشکلات زیاد دي. کاکا هم ملي اردو صحي خدماتو برخه کي یو ځل بیا وظیفه ترلاسه کړه خو هلته هم د هغي تنخوا دومره نه وه چي ټولو مواردو ته رسیدګي وکړي شي.
له دي امله چي ماته زما امتیازات کم معلومیده ځکه نو زه کرار نه کیناستم، نورو اداراتو کي ګرځیدم که تر دي ښه وظیفه پیدا کړم. مګر یوه ورځ سلطان محمود محمودي د اداري ریس زه وغوښتلم او د هغه مخامخ چوکي کي د کیناستو یی راته وویلي او ماته يي ډاډ راکړ چي نړیوال بانک سره د وزارت پروژه پیلیږي هلته انجینرانو ته امتیازي معاشات په پام کي نیول شوي او ته له دي ناحیی بیخي آسوده خاطره شه او د ځان د خوا يی د هر ډول همکاری اطمینان يي راکړ. او راته يي وویل وزارت کي د کمپیوتر او انګلیسي ژبي تربیوي صنفونه پیل شوي معرفي کړي مي يي هلته ورځه! او نوي تکنالوژي سره (البته تر دي وخت زه ورسره کاملا نا اشنا وم) ځآن اشنا کړه!
په ریښتیا هم چي هلته زما تشویش ژر رفع شو تر رسمي تقرر یواځي یو میاشت او 17 ورځی وروسته د نړیوال بانک سره د اوبو او انرژی وزارت د UNFAO موسسي په تخنیکي همکاري مشترکه پروژه (د اولو لګولو د سیستمونو د بیا رغوني عاجله پروژه EIRP) پیل شوه، دا پروژه د اوبو او انرژی وزارت کي د یو نوي ایجاد شوي ریاست چي عنوان يي د پروژو د انسجام ریاست PCU وو پلي کیده، دغه پروژي ته زما د معرفي کولو او تقرر په رابطه سلطان محمود محمودي او نور همکاران پوره هلي ځلي وکړي دا چي هر کس یو شمیر پلویان او خواخوږو تر څنګ یو شمیر بد بینه هم لري دلته زه هم همداسي موقیعت کي واقع شوم د اوبو او انرژی وزارت د اوبو د برخي معین پیر محمد عزیزي هغه وخت زما د معرفي کولو سره مخالف وو، مګر وروسته انجنیر سید شریف شبیر د ملګرو ملتونو د زراعت او خوراک د ددي پروژي د برخي مسول د ډیزاین انجنیر په صفت زما تقرر وزارت مقام ته وړانديز کړ او داکتر محمد یوسف نورستاني هم منظوري ورکړه. هغه هم په داسي شکل چي د میاشتي له پیله يي د امتیازاتو مستحق وګڼلم. دلته نو زما د دولتي امتیازاتو سره څنګ کي یو مقدار امتیازی معاشات چي هغه وخت نړیوال بانګ پرداخت کوه ور اضافه شول. دا زما دپاره تر ټولو د خوشحالۍ ورځ وه.
زما له تقرره څو میاشتي لا نه وي تیر شوی چي د ولسمشر حامد کرزي د حکم په اساس محمد یوسف نورستاني د وزارت د مقام نه برطرف او په ځآي يي اسماعیل خان چي مخکي د هرات والي وو د اوبو او انرژی وزارت مقام کي تعین شو.
وزارت ته د اسماعیل خان د حکم د اصدار سره سم نوموړي یو تلویزیوني مرکه کي وویلي:
زه به په څلویښت ورځو کي ټول کابل ښار ته بریښنا ورکړم.
خو تر دغه بیان نږدي دري میاشتي وروسته د اوبو او بریښنا وزارت د غوڼدو په تالار کي د یو علمي سیمینار د پرانیستي په مراسمو کي چي زه هم هلته غړی وم اسماعیل خان وویل:
ما فکر کوه چي د اطاق (کوټی) دیوال کي لین وځغلوه او یو سویچ او ګروپ نصب کړه د خلکو بریښنا تامنیږي خو اوس چي ګورم څلویښت ورځو کي څه، بلکه څلورو کلنو کي هم کابل ته بریښنا نشو تامینولي باید ډير کار او هلي ځلي وکړو. او مجلس کي شامل انجینران يي سخت او دومداره کار کولو ته تشویق کړ.
نوی پيل شوي پروژه کي شاملیدو سره زه د عملي کار صحني ته ننوتم لمړي سر کي څه ستونځي وي هغه هم د نویو سیستمونو سره زما د نابلدتیا موضوع وه، خو هلته د انجنیرانو د ظرفیت لوړوني دپاره پوره آمادګي نیول شوی وه او دا د پروژی یو له مهمو کمپونینتونو (برخو) څخه وو، په لږه موده کي ډیر نوي موضوعات مي زده کړ. د کمپیوتر اداري او انجنیري برخي ځیني اړوند سافت ویر پروګرامونه مي زده کړ، انګلیسي ژبه کي د خپل مسلک اړوند ډیر اصطلاحات او د هایدروتخنکي ساختمانو ډيزاین برخه کي ډير څه مي زده شو او ښه تجربه مي ترلاسه کړه، څومره زده کړه چي ما هلته د یو کال په جریان کي وکړه د پوهنتون په پنځه کلنو کي مي دومره څه نه وو زده کړئ.
دي سره ترڅنګ ما خپل کور ترمیم کړ او د واده د مراسمو د ترسره کولو دپآره یو مقدار پیسي سپما کړي خو یو کمه اندازه پیسي مي له دوستانو په قرض حسنه کي واخیستلي او د 1385 کال د جوزا په میاشت کي مي د واده او نکاح مراسم ترسره شو.
زما تر واده لا دري میاشتي تیري نه وي چي وزارت د مقام او مسولینو پریکړه وکړه چي باید ساحوي دفترونه ایجاد او تیر یو کال کي روزل شوي با تجربه انجینران ولایتي دفترونو ته استخدام کړي، بنا د وزارت د پالیسي سره سم په ټول افغانستان کي اوه 7 زونه ایجاد او له مرکز نه ورته انجنیري ټیمونه ولیږل شو. دي ګروپونو کي زه هم وم، لمړي سر کي زه د کندهار زون ته په پآم کي نیول شوی وم، مګر زما د ټینګار په وجه چي زه باید مرکز کي پاتی شم داکتر دین محمد شاه ځدران چی هغه وخت پروژو د انسجام د ریاست ریئس وو زه یی خپل شعبي ته وغوښتلم او راته يی وویل:
ساحوي ټيمونو کي تګ درته مهمه ده هلته به عملا ډير څه زده کړي، اشنايي او شناخت به مو زیاد شي او ښه عملي تجربه به ترلاسه کړي، بل خوا دلته په مرکز کي ډیر کم کسان پریږدو نور اکثریت باید ولیږو، همدا د وزارت او نړیوال بانک مشترکه پریکړه ده، له بلي خوا ولایتي ټیمونو ته نظر مرکز ته یو اندازه زیاد امتیازات په پام کي نیول شوی چي نړیوال بانک به يی پرداخت کړي، زه تاسره دومره همکاري کولي شم چي ستا خپلي خوښي زون ته دې معرفي کړم. تر دې ها خوا زه هم څه نشم کولی.
د پروژي د ریئس د خبرو په اساس او د ولایتي ټيمونو د نسبتا جګو امتیازاتو د خاطره ما د مشرقي زون چي ساحوي دفتر يي په جلال آباد ښار کي او نور دري ولایتونه لکه کنړ، نورستان او لغمان يي تر پوښښ لاندي وو انتخاب او داکتر ځدران ته مي وویلي غواړم شرقي زون ته مي معرفي کړئ. داکتر صیب ځدران راسره ومنله او یوه ورځ پس زما د تګ مکتوب چي پکي د ټیم د غړي په توګه معرفی وم ، ورسره یو څه مهم وسایط او د سفر وسایل يي راته وسپآره او ر خصت يي کړلو.
تر 2019 زیږدیزه کاله پوري یعني مشرقي زون کي نږدي 17 کاله مي وظیفه اجرا کړه، هلته په تګ ما لنډ مهاله کي یو څه مالي امتیازات ترلاسه کړه خو په اوږد مهال کي مي ډیر معنوي زیان په دی کړی چي هلته زما په تګ زما اړیکي محدود د افغانستان د مشرقی زون څلورو ولایتونو کي او د کلي د ملک او ولسوال تر کچي پآتي شو، مشرقي کي زما ژوند سیار او د اړونده آمرینو په هدایت څلورو ولایتونو په ټولو ولسوالیو کي باید د اوبو لګولو پروژي عملي کړم چي ومي کړ، په دي ترتیب داسي به ډیر کم وخت وو چي زه یو مشخص ځآي کي څو شپي پرله پسي او دوامداره پاتي شم، کوم همکار ملګري چي په کابل کي پاتي شول دوي نوري لوړي زده کړي وکړي، د انجینري نويو برنامو او پروګرامونو سره اشنا شول، د هیواد ټولو ولایتونو ته يي سفرونه وکړل، وزیران او وکیلانو په کچه يي پيژندګلوي پیدا شوه او راتلونکي کلونو کي ښي دندي ترلاسه کړي، خو زما شناخت راکړه ورکړه یواځي مشرقي څلورو ولایتونو د کليو تر محلي سطحي پاتي شوه هغه وخت کي ومي نشوه کړلي چي د لیسانس نه پورته زده کړه وکړم، ماستري سند ترلاسه کړم یا نويو انجنیری برنامو سره آشنا شم.
2019 کال د ډیسمبر یعني آخري میاشت کي زه بیا ځلي پلازمینه کابل مرکزي دفتر ته تبدیل شوم او دلته بیا د وظیفي په جریان کي د هیواد یو شمیر غربي، جنوبي او مرکزي ولایتونو ته مي هم سفرونه درلوده.
دا چي د انسان ژوند په اوبو پوري تړلي دی او د اوبو لګولو شبکي لکه سیند، کانالونه او کاریزونه مستقیم د ولسي خلکو د ګټه اخیستنی دپاره وي او ولس په دوامداره توګه پکي دخیل او فعال وي، په همدي خاطر زه په دوامداره توګه د محلي خلکو سره اړیکه کي وم بنا د کلي د ولسونو سره له نږدي ګډ او مستقیم کار څخه ما د تخنیکي، مسلکي تجاربو علاوه په اقتصادي، ټولنیز، کلتوري او سیاسي برخه کي مهم تجارب ترلاسه کړ، د کلیوالو د ناخوالو، د ژوند د سختیو، سیاسي تحولاتو څخه ددوي په ژوند دهغه د اثراتو څخه مي تر ډیره اګاهي اومعلومات ترلاسه کړی. د اوبو او انرژي وزارت په چوکات کي د پروژو د انسجام ریاست پروګرامونه علمي او په نړیوالو ستندردونو برابري برنامي او د یوی پروژي ټول اړخونه لکه تخنیکی، اجمتاعي، زراعتي، محیط زیستی او اقتصادي برخي په علمي شکل تر مطالعي لاندي نیول کیده. دا چي زه هلته ډیزاین او پروپوزل انجینر وم بنا تخنیکي ټیم سره په ټولو ساحوي مراحلو کي لکه د سروي، هایدرولوژي، اجتماعي او محیط زیستي کارمندانو سره مستقیم دخیل وم. او د وظیفي د مخی باید دغه ټولو برخو سره همکاري ولرم او مدیریت يي کړم. ځکه نو دیوي پروژي ټول کوایف او کمیت به ماته پدي معلومیده چي د ساحوي کار په پیل کي به مي مشخصي وظیفی وویشلي، د کار په پاي کي به مي سره رآټولي او مربوطه مسولینو ته تسلیم کړلي.
زما ددي لیکني عمده او اساسي موخه هم له دي ځایه پیلیږي ځکه غواړم چي د افغانستان د عامو خلکو د ژوند په ټولو مهمو اړخونو چي ما لیدلي، اوریدلي، درک کړي مي دي، هلته د خلکو ترمنځ په شته اقتصادي او امنیتي ناخوالو، ټولنیز او کلتوري نمیګړتیاو، د عامو خلکو په ژوندانه د سیاسي تحولاتو په اثراتو رڼا واچوم که ژوند یاري وکړه دي برخه کي به مفصل د خپل سترګو لیدلی حال او تجارب ولیکم تر څو خپل راتلونکي نسلونو ته یو مستند شاهد په توګه له یوی بلي زاويي د قلم په ژبه د خپل زماني د حالاتو انځور وړاندي کړم. .... نور بیا