د افغانستان پخوانی اوږد مهاله ديپلومات او تکړه څېړونکی عبدالغفور روان فرهادي وفات
شو.
«انا لله وانا الیه راجعون»
د افغانستان د فرهنګ او نړیوالې چارو او ډيپلوماسۍ یو له مخکښو څېرو څخه عبدالغفور روان فرهادي د يکشنبې په ماښام کې (۲۶ مه جولای) د امریکا د سنفرانسيسکوSan Francisco په ښار کې د ۹۶ کلنۍ په عمر وفات شو.
نوموړی د تاریخ، شعر او ادبي نقد په برخه کې يو پېژندل شوی ليکوال او د افغانستان له تکړه ډيپلوماتانو څخه و ه چې له يوې لسيزې زيات یې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازيتوب
هم کړی وو.
د هغه زوی طارق
فرهادي اوکورنۍ یې دغه خبره تائید کړه چې پلار یې د "زيات عمر" له کبله وفات شوی دی.
نوموړی
د کلاسیک ادب، عرفان او معاصرې ډيپلوماسۍ تر منځ يو ستر پل ګڼل کیده
عبدالغفور روان فرهادي د ۱۳۰۸ لمريز کال د وږي (سنبلې) په لومړۍ نېټه چې د ۱۹۲۹ کال د اګست له ۲۳ سره سمون خوري په کابل کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې وې خپلې لومړنۍ او منځنۍ زدکړې یې په کابل ښار کې ترسره کړې او په ۱۹۴۹ کال کې د بهرنيو چارو وزارت له خوا د سياسي علومو او نړيوالو اړيکو د زدکړو لپاره پاريس ته ولېږل شو.
په ۱۹۵۲ کال کې یې د پاريس د سياسي نړیوالو مطالعاتو د انستټېټوټ د نړيوالو اړيکو له څانګې فارغ شو.
فرهادي د سياسي علومو تر څنګ د سوربون پوهنتون د ادبياتو په پوهنځي کې د سانسکريت، اوستا او عمومي ژبپوهنې په برخه کې زدکړې هم وکړې.
په ۱۹۵۵ کال کې یې د هرات د خواجه عبدالله انصاري [پیر هرات ]د اثارو، افکارو او عرفان په اړه خپله دوکتورا سند ترلاسه کړه.
دغه څېړنه وروسته د "خواجه عبدالله انصاري" تر سرليک لاندې په تهران کې چاپ شوه.
ښاغلی فرهادي د فرهنګي کړيو په منځ کې د يوه ژور څېړونکي، ژبپوه او پياوړي ژباړن په توګه پېژندل کېده.
ښاغلی فرهادي پر پنځو ژبو، دري، پښتو، فرانسوي، انګليسي او عربي پوهېده او انګليسي ته یې د مولانا جلال الدين بلخې د شعرونو په ژباړه کې هم اغېز درلود.
روان فرهادي د سراج الاخبار د مقالو د ترتيب او تدوين مسئولیت هم پر غاړه درلود.
دا څو سوه مخيزه ټولګه په ۱۳۵۵ لمريز کال کې د سيد جمال الدين افغاني د مړينې د اتيايمې کليزې په مناسبت خپره شوه.
نوموړي لسګونه څېړنيز اثار، ژباړې او ادبي نقدونه خپاره کړي چې ځينې مهم یې په لاندې ډول دي:
خواجه عبدالله انصاري، منازل السائرين (ژباړه)، د عارفانو په شعر کې د عاشقانو حال، د ماورا النهر تاجکي ژبه، د پښتو ژبې د تلفظ او صرف تاريخ، د محمود طرزي مقالې او داسې نور.
ښاغلي فرهادي په فرانسوي ژبه تر پنځلسو زيات کتابونه او لسګونه مقالې په کورنيو او بهرنيو علمي او فرهنګي خپرونو کې خپرې کړې او نشر ته سپارلی دی.
د عرفان، او د افغانستان د فرهنګي تاريخ په برخو کې د هغه اثار د څېړونکو لپاره له معتبرو او ارزښتناکو علمي سرچينې ګڼل کېږي.
[شپېته کاله د افغانستان د ډيپلوماسیو ، هلو ځلو په چوپړکې]
روان فرهادي کابل ته له بېرته ستنېدو وروسته د بهرنيو چارو وزارت د ملګرو ملتونو په څانګه کې خپله دنده پيل کړه.
هغه په همدې وخت کې د کابل پوهنتون د حقوقو په پوهنځي کې هم درس ورکاوه.
په ۱۹۵۶ او ۱۹۵۸ کلونو کې د افغانستان سفارت له خوا په کراچۍ/ پاکستان ښار کې د لومړي منشي په توګه وګومارل شو.
په ۱۹۶۱ کال کې بېرته کابل ته راستون شو او د بهرنيو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د رياست او د فرهنګي اړيکو د رياست مسئول وټاکل شو.
يو کال وروسته په ۱۹۶۲ کال کې په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت مستشار په توګه وټاکل شو.
په ۱۹۶۴ کې د ډاکتر محمد يوسف د صدارت پر مهال د بهرنيو چارو وزارت د سياسي چارو د عمومي رئیس په توګه وټاکل شو، وروسته د ارواښاد محمد هاشم ميوندوال او نور احمد اعتمادي د صدراتونو پر مهال یې د وزيرانو د عالي شورا د منشي دنده هم ترسره کړه.
په ۱۹۷۲ کال کې په پاريس کې د افغانستان سفير وټاکل شو خو د ۱۳۵۲ لمريز کال له کودتا څو مياشتې وروسته له خپلې دندې دچپیانو په منافقت ګوښه کړل شو.
هغه په ۱۹۹۳ کال کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازي په توګه وټاکل شو او تر ۲۰۰۶ کال پورې په همدې دنده پاتې شو.
ښاغلی فرهادي د يوې مودې لپاره د پاريس په پوهنتون کې او شپږ کاله د Berkeley , San Francisco برکلي په پوهنتون کې د دری ژبې ادبياتو تاريخ تدريس کړ.
روان فرهادي د خپل ژوند وروستي کلونه د امریکا د کليفورنيا په ایالت کې تېر کړل.
نوموړی سره ما درې ځلی لیدلی .
Fremont , California,
Orinda, California JFK University
دروان سیاسی کتنې:
له وزیرې ایندراګاندی [ دهند صدراعظمه]
له جان اف کینېدې [دامریکې ولس مشر]سره
دافغانستان له پاچا او ملکې حمیرا سره
او په ملګرو ملتو کې دوینا کوونکی په توګه
روح یې ښاد بهشت برین دې په برخه شی!
په درناوی
مانترې ، کلیفورنیا ، امریکا