د افغانستان په معاصر سیاسي تاریخ کې د چنګاښ ۲۶مه له هغو مهمو ورځو څخه ده، چې د هېواد د واکمنۍ بڼه یې بدله کړه. له دې تاریخي بدلون څخه ۵۳ کاله تېرېږي. په همدې ورځ (د ۱۳۵۲ هجري لمریز کال د چنګاښ پر ۲۶مه) سردار محمد داوود خان د یوې سپینې کودتا له لارې واک په لاس کې واخیست او د افغانستان د شاهي نظام ځای یې جمهوري نظام ته ورکړ.
سردار محمد داوود خان، چې د پاچاه محمد ظاهر شاه د تره زوی او د هغه د سلطنت پر مهال صدراعظم هم پاتې شوی و، د هېواد د پرمختګ، اقتصادي پیاوړتیا او د یو قوي مرکزي دولت د جوړېدو پلوی و. ده باور درلود، چې د خپلو موخو د عملي کېدو لپاره باید د هېواد سیاسي جوړښت بدل شي، نو ځکه یې د شاهي نظام د پای ته رسولو پرېکړه وکړه.
د چنګاښ د ۲۶مې بدلون له وینې تویېدو پرته ترسره شو، په همدې سره د افغانستان څو لسیزې پخوانۍ شاهي واکمني پای ته ورسېده او د هېواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره جمهوري نظام اعلان شو. دغه بدلون نه یوازې د وخت سیاسي معادلې بدلې کړې؛ بلکې د راتلونکو کلونو پر سیاسي بهیر یې هم ژورې اغېزې پرېښودې.
له جمهوریت وروسته سردار محمد داوود خان د دولت د پیاوړتیا او د هېواد د پرمختګ لپاره بېلابېل اصلاحاتي پروګرامونه پیل کړل. د اقتصاد، صنعت، کرنې، زېربناوو او عامه خدمتونو پراختیا یې د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه وه. د ښوونې او روزنې په برخه کې يې هم د تعلیمي بنسټونو د پیاوړتیا او د لوړو زدهکړو د فرصتونو د پراخولو لپاره عملي هڅې وکړې.
د کورنیو او بهرنیو چارو په ډګر کې یې هم خپلواک او څرګند دریځ درلود او د افغانستان د ملي حاکمیت، خپلواکۍ او ملي ګټو د خوندي ساتلو هڅه یې کوله. د همدې سیاستونو له امله نوموړی د افغانستان د معاصر تاریخ له اغېزناکو سیاسي څېرو څخه ګڼل کېږي.
د نوموړي حکومتي دورې یوازې پنځه کاله دوام وکړ او په ۱۳۵۷ هجري لمریز کال د غويي په اوومه نېټه د خلق او پرچم ګوندونو کرغېړنه کودتا وکړه، چې په ترڅ کې يې سردار محمد داوود خان له خپلې کورنۍ سره په ارګ کې شهید شو او واک د یادو ډلو لاس ته ولوېد.
دغه بدلون د افغانستان لپاره د یوې نوې او اوږدې بېثباتۍ پیل و. له هغې وروسته هېواد د کورنیو جګړو، سیاسي کړکېچونو او بهرنیو لاسوهنو له سختو پړاوونو تېر شو او د څو لسیزو لپاره یې د جګړو او ناامنۍ دروند بار پر اوږو واخیست.
نن، د چنګاښ د ۲۶مې تاریخي پېښې له تېرېدو وروسته، د افغانستان د معاصر تاریخ دغه فصل لا هم د څېړونکو او تاریخ پوهانو د بحث موضوع ده. د دې ورځې ارزونه د تاریخي پېښو، سیاسي شرایطو او د هغه وخت د واقعیتونو په رڼا کې د بېلابېلو لیدلورو له مخې کېږي.