پکه دادې لا بله سپکه !
ماموریت که په ښه وجه او صورت وی
لب سرین پوډر ته به څه ضرورت وی
کار ورانیږی نه وایمه چې څه کیږی
که معیار دلیاقت زېب وزینت وی
«اروا ښاد الفت صاحب»

د پردیو تالار کې «یو بام او دوه هوا » او بچه احمد هنوز بچه هستی وپېر نادان محقق که حق راتوهین کردید تاسې نه ګوری دملا شاهی دوه غړی بی خبر ی حوزه جنوب غرب ملا برادر او ملا متقی امارت رسوایی ذاشو دافغانستان« ملی زعامت »وا یی «ارباب نباشد قشلاق ویران میشود » انهم قشلاق که سالها انتحاری بخاطر قدرت و زور !عملی شوی وی اې احساساتی ولسه خاورې مو په سر شوې نه مو دادنیا مشروعه کړه او نه مو بله دنیا ممنوعه کړه. پڅ دبهرنیو چارو وزیرپه غندنه کې دوه مخی انسانان وژونکی ملت را پیژنی موږ ته په سپک نظر مه ګوری باکستان دروند ولس دی! څنګه ؟
همدا کوم همذا دملا متقی خبرداری او دملا مجهول په سورکی کې چوپتیا اوننوتل ډېر مسخره او ماشومانه بریښی نوځکه احمد بچه هم خپل هوس لمانځی او د خیالی بی کفایته جبهې په ملامتی او سلامتی کې لکه موږک کته او پور د عدالت په غلط «عیدالت»تلفظ لګیا او نغارې وهی دا شوه لوبه .
قمی هم خپله طرحه په بی سیاسبتی ورتپی حال دا چې دقمی نظر په خپله دکمزورې سیاست یو جز ګڼل کیږی . داطلاعاتی په دومره دروغجنو او رښتیا شبکو کې دنغارو په دومره ګړنجا او غرهار کې دنخ یا دتار سر ورک دی هرڅوک پوهیږی چې غوا توره او پۍ یې سپینې دی!
حکًومت کول تجربه ، ابتکار او پوهه غواړی اخلا ص او. درایت غواړی دټو کو پا چا ډوز نه دی لوړې او ژورې لرې لری نن سبا تجربو ښودلې ده چې دیوه چپراسی دګومارلو شرط ددولسم صنف فراغت دی او دجنایت نه لرل دی . خو دلته تنظیمی جنایت کار ه بره غاړه دحکومت په پومهمو مقامونو ګرګ درلباس ګوسفند هم طالب پیژنی کې ځانونه غلی کړی که حکومت غواړی مستند اسناد شته.