آینه تلویزیون معین مرستیال : ( زنده باد رهبر قومی شما جنرال دوستم .)

دریځ : و ، وروره ته دپلټنو لپاره تللی وې اوکه ددې لپاره چې په مظاهره کې برخه واخلې ؟ له دې نه ښکاري چې ته هم له جمعه خان همدرد سره جوړنه یې .

‌BBC  راډیو : په پارلمان کې ښځو ته حق نه ورکول کیږی چې خبرې وکړي .

دریځ : پروانه کوی کیدای شي هغوی خپلې خبرې په کاغذ کې ولیکی او دولسي جرګې رییس ته یي وسپاري .

وړانګه : دهندوانې په څیر لیموګان مو لیدلي ؟

دریځ : وروره تا به چیرته کدوان لیدلي وي .

ملي هدف : تاریخ ۲۳ / ۴ / ۱۳۸۶ نمایندګی سره میاشت در ولایت میدان یک ګدام را اعمار مینماید شرک های که داوطلبی می نماید درخواست های شانرا الی تاریخ ۶ / ۴ / ۱۳۸۶ بسپارند.

دریځ :وه – وروره ته یوځلی د اخبار هغه بله څنډه ولوله داپروژه خوله اعلان څخه وړاندې شیرازی شرکت لخوا نیول شوې !!

ارمان راډیو : نن ملی شورا وروسته له یوې نیمې میاشتی رخصتی په کار پیل کوي .

دریځ : وروره هغه وختونه لاړل چې خلکو به ویل دکار شروع مهمه ده اوس نرهغه څوک دی چې کار پای ته ورسوي .

شمشاد تلویزیون : ۲۳ تنه د جنوبی کوریا اتباع نن د (کندهار کابل په لاره لادرکه شوي )

دریځ : سړی مجبور دی چې ریښتیا ووایی ، دانور شین سترګی پرنګیان لږوه چې اوس کوریایان هم راغلل.

BBC : ټاکل شوې ښاغلی کرزی په راتلونکی میاشت کې آمریکا ته لاړشي .......

دریځ – ستاسویی په دی کاروکې څه مونږ خپله پوهیږو که تاسې ووایی او یا ونه وایی مونږ پوهیزو چې هغه کله کله هلته غوښتل کیږی.