دولسمه برخه
.....په تیر پسي
1378 کال د اوړي موسم اود پولي تخنیک پوهنتون بهاری سمستر وو چي یوه ورځ مازدیګر لمانځه وخت جومات کي اعلان وشو چي ماښآم لمانځه کي باید محصلین غیر حاضري ونکړي، د پولیتخنک مشرتابه راځي او محصلینو سره خبري کوي، همدي وخت کي د لیليي مدیریت هم په اطاقونو وګرځيده او محصلین يي د ماښام لمانځه کي د حتمي اشتراک وویلي. کله چي ماښام جومات ته لاړو تر جماعت وروسته غونډه پیل شوه او د پولي تخنیک عمومي رئیس تر لنډو خبرو وروسته د یو میلمه یی وویلي چي غواړي محصلینو ته وینا وکړي دا میلمه ملا رباني د طالبانو د امارت ریئس الوزار وو. ملا رباني د امارت په اړه عمومي خبري وکړي او کله چي د پولي تخنیک په موضوع يي خبري کولي وویلي:
د کمونیزم لمړنی نیالګۍ په همدي پولیتخنیک کي ایښودل شوی وو، کمونیزم له همدي ځاي نه نور افغانستان ته خپور شو، دلته باید تر هر بل ځآی د محصلینو په فکري روزنه ډیر تمرکز وشي، توظیف شوي علما مکلفیت لري چي راتلونکي فارغین په اسلامي فکر وروزي. خو د مسلکي روزني او د افغانستان په ملي اقتصاد په وده کي د پولي تخنیک د پوهنتون په رول او نقش بیخي ونه غږیده او داسي معلومیده چي تري بشپړ نا خبره دی.
1378 او 1377 کلنو کي طالبانو په سمت شمال کي ستري لشکر کشۍ وکړي خو درانه زیان په لیدو او د ډیر تلفاتو په ورکولو سره ونه توانیدل چي شمال متحده جبه وځپي او بشپړ ډول له منځه يي ویسي. د 1378 کال د اوړی موسم کي پولیتخیک په لیلیه او د پولیسو اکادمي کي زیاد شمیر طالب وسله وال راټول شوي وو، په همدي کال کي وو چي شمالي ډنډ سیمه کي طالبان کلکي ماتي سره مخ شول او درنه مرګ ژوبله ورته واوښته، ځکه نو زمونږ څنګ ته بلاکونو کي یو شمیر ټپی طالبان هم تر سترګو کیدل، یو ځلي خو دا اعلان هم وشو چي د ټپیانو د تعدد په وجه باید محصلین د ویني بانک ته داوطلبانه وینه ورکړي. همدي کال کي وو چي کابل ښار او پوهنتون کي د شمالي سیمي اړوند یو شمیر محصلین د حکومتي استخباراتو له خوا ونیول شول او بیا تر پوښتنو ګرویزنو لږ وروسته بیرته خوشي شول.
شمالي ډنډ جنګ کي طالب وسله والو ته د سر درانه تلفات رسیدلي وو، ددغه تلفاتو په غچ کي د طالبانو امارت د دغي سیمي ځیني ماشومان او ښځینه جلال آباد ته انتقال هلته يي د سرشاهي کمپ کي میشت کړل، او د شمالي په ځینو سیمو کي د انګورو باغونه يي په بولدوزر خراب او تاکونه يي له بیخه وایستل، ددوي دا کار چي د شمالي د خلکو کرکه يي لا زیاته کړه او دا نفرت ځيني کسان تر دي حده ورسول چي د ټول پښتون قوم سره يي کرکه پیدا شوه، ځکه چي دوي ته داسي تبلیغات کیده چي دا جنګ قومي دی او د ثبوت په ډول يي دا ورته ویل چي هغه دي د طالبانو اکثریت مشران پښتانه دي او دا حرکت د جنوبي سیمو نه چي اکثریت پښتانه قبایل پکي اوسي راپور ته شوي دي، ځکه نو د دغه سیمي ځيني عام او متضرره شوی خلکو فکر کوه چي طالب یعني پښتون.
د انګورو د باغونو ړنګول داسي وخت ترسره شول چي فصلونه نږدي پاخه شوي وو په همدي خاطر کابل ښآر او خاص سراي شمالي کي انګور ډیر ارزانه ځیني برخي خوسا او د حیواناتو د خوراک شوه.
1379 کال چي زه د پولی تخنیک په دریم صنف کي وم د پوهنځي نصاب کي زیادتره اسلامي ثقافت مضامین تدریس کیده، دغه برخي اړوند دیپارتمنت کي د استادانو چي اکثره يي بي اسناده، کم سواده ملایان وو، تعداد نظر د پولي تخنیک د نورو رشتو استادانو ته څلور پنځه چنده زیاد وو. قرآن پوهنه، تفسیرروح المعاني، حدیث مشکوة، ریاض الصالحین، کنزالنکاح، شروط الصلوة، فقه اکبر، جهان بیني اسلامي، فکري جګړه، د اسلام سیاسي او اقتصادي نظام هغه مضامین وو چي دي دوره کي محصلینو ته تدریس کیده، ددغو مضامینو ټاکل شوي محتوا هم عجبیه وه، هماغه موضوعات او محتویات چي مکتب متوسطه کي مونږ ته تدریس شوي وو یو ځل بیا تدریسیده، په فقه کي یوه موضوع وه د طهارت (پاکي) تر عنوان، دا موضوع چي هفته کي دوه ساعته تدریس کیده ،نږدي یو سمستر وخت ونیوه چي دا موضوع روښانه کړي چي په کومو اوبو اودس کیږي او د غسل دپاره کومي اوبه مناسبي دي.
بحث له دي پیلیده چي غسل او اودس دپاره پاکي اوبه کومي دي؟ د جسامت په لحاظ که کوم کوچني یا منځني حیوان لکه موږک څاه ته ولویږي د څاه اوبه باید څنګه پاکي او موږک څنګه له څاه وباسل شي. بل خبره يي دا وه چی که د اوبو ډنډ یا حوض کي کوم حیوان اوبه وڅښي د هغه ډنډ په اوبو غسل او اودس کیږي یا نه؟ دا بحث بیا د مخلتفو فقهاو، مختلفو مذاهبو د روایتونو په اساس تشریح کیده چي 500 کاله پخوا هم چا دې رابطه کي کومه خبره کړي وه دوي به مونږ ته په نوټ کي هماغه جمله ویلي.
د پوهنتون د دریم صنف محصلنیو دپاره دا ډول موضوعات په نصاب کي شاملول معنی څه وه؟ د وخت ضایع کول؟ که د انسان د ژوند مشکلاتو ته حل لاره پیدا کول؟ یا دا چي د هیواد د ملي اقتصاد وده کي د ځوانانو د رول پیاوړی کول؟ د شاتګ پالني دا ډول نصاب ماته شخصا د افغاني ټولني د بي سواده کولو د ډیزاین شوي برنامي نه بل څه نه معلومیږي.
په عوض ددي چي د اوبو رسولو د انجنیري سیستمونو په عصري کولو او لارو چارو ډیر مشرح، تفصیلي بحثونه شوي واي لکه څاه ګاني څه ډول محافظت شي، برمي څه شي دي، سنبر سیبل څه شي دی، واټر پمپونو او پیپونو کییفیت او تکنالوژی په هکله مو درسونه ویلي واي هغه عمدا له پامه غورځول کیده، د درسي ساعتونو په لنډولو، درسي موادو ته د نه لاسرسي په وجه یا د مسلکي استادانو د کمبود په اساس چي دي ټولو ته د هغه وخت حاکمانو زمینه سازي کړي وه محصلین په کم او بي ارزښته مسایلو کي ښکیل کړل شوي وو.
1379 دریم صنف درسونو په جریان کي وو چي د پولي تخنیک عمومي ریئس محب الله صمیم تبدیل او په ځآي یو نفر په نامه د ملافاضل اخند چي د غزني ولایت وو د پولي تخنیک پوهنتون عمومي ریئس مقرر شو، ملا فاضل یو متشدد، سخت دریځه او کم سواده انسان وو، همدي وخت کي د ساختماني پوهنځي مخکني ریئس مولوي نصرالله چي د کابل د شکردره او ناصر د قوم نه وو تبدیل او یو بل ملا د ( احمد ) نامه چي د خوست ولایت اصلي اوسیدونکي وو مقرر شوو.
د پولي تخنیک د عمومي ریئس ملا فاضل نه بیا د ساختماني پوهنځي ریس ملا احمد ډیر تندلاری او خشن انسان وو، ملا احمد د اولي لیلي په مخکي یو سماوار (چاي پلورنځي) جوړ کړی وو او خپل سپین ږیري او په عمر پوخ پلار ته يي دنده سپآرلي وه چي د لیلي په محصلینو باندي چاي وپلوري. ملا احمد به مازدیګر او سهار د لیلي سماوار خوني ته د خپل پلار څنګ ته راتله او هلته ددي تر څنګ چي د پلار سره يي همکاري کوله د لمړي بلاک مخکي ولاړ او هر تیریدونکي محصل ته د خولي، ږیره، جماعت ته څنګه نه ځي؟ دا ډول خبرو په بهانه د محصلینو په رټل او هغوي ته په ښکنځل کولو بوخت کیده. یو ځل خو د شپي په تیاره کي نامعلومو محصلینو د هغه د پلار اړوند سماورا لوزام او لوښي تري وړي وي، پیالي يي ماتي کړي وي، سموار يي ونه کي ځوړند کړی وو، او چاینکي يي ورته کړوپ او لاچي، چاي، بوره يي ورته سرک کی شنیدلی وه.
د عمومي ریئس ملا فاضل اخند رواني وضیعت تر دې هم بدتره وو نوموړي به د لیليی په اطاقونو ګرځیده، د محصلینو څخه راډیوګاني ، ټیپونه، د مسلکي نوټ او اسلامي ثقافت دمضامینو نه علاوه د نورو موضوعاتو اړوند کتابونه، حتا اخبار او مجلي يي راټولولي او محصلین به يي مجازات کوه چي ولي د عبادت نه علاوه په نورو مسایلو بوخت دي. ما یوه کوچنی راډیو چي ټيپ هم وو لرله او تري مو خبرونه اوریده زما ټیپ يي هم کشف او د لیليي د څلورم پوړ کړکی نه يي لاندي ګوزار کړه ماته يي وویلي:
ته خبر يي رادیو کي څه ډول برنامي وي؟
زه: نه، زه صرف خبر پکي اورم
ملا فاضل: د ا دغرب رسنی ټوله ورځ د مسلمانانو او اسلام پآله ډلو پسي تبلیغات کوي حتا د سندرو برنامه يي هم د جمعي ورځي د لمانځه وخت ته برابر کړی تر څو مسلمان ځوانان جمعي لمانځه ته ولاړ نشي او په عبثیاتو مصروف شي.
زه: ما یواځي خبرونه اوریده د دنیا د حال نه مو ځآن خبروه.
ملافاضل په تنده لهجه:
چي په حال پوه شي څه به وکړئ؟ خپل سبق وایه! نور له اطاقه ووته.
1379 کال د اسد د میاشتي په لمړیو ورځو ملا فاضل د تدریسي او لیلي محصلینو ته ابلاغیه ورکړه چي د اسد د میاشتي د 28 تاریخ د استقلال جشن لمانځلو ته باید محصلین آمادګي ونیسي، دي امادګۍ کي د ورزشي ټیمونو جوړول، ټول محصلین باید یو رنګ او یو ډیزاین جامي جوړي کړي او هر سهار د لمانځه نه بعد باید د پولي تخنیک د فوټبال او لوبو میدان کي د رسم ګذشت تمرین وکړي.
یوه ورځ ملا فاضل لیلیه کي د توزیع د معلم په ځاي ناست وو او د محصلینو نه د ډوډی د ویش کارتونه يي ټول کړل او هر محصل ته يي بیله وینا کوله، چي مکلف دی باید سپیني جامي جوړي کړي او د جشن په ورخ غیر حاضري ونکړي، د کارت د بیرته ورکړي شرط همدا کیښودل شوه چي سپینو جامو کي تر لیدو وروسته به محصل ته سپارل کیږي، کله چي 28 د اسد ته یوه اوني پاتي شوه نور نو ملا فاضل اخند د پولي تخنیک د لوبو میدان ته حاضریده محصلین به يي اجباري مجبوره کړه چي د رسم ګذشت دپاره تمرین وکړي، د تمرین په جریان کي د محصلینو سره د نوموړي د بدي رويی او ځینو محصلینو سره د فزيکي شخړي او تاوتریخوالي د صحني شاهد پاتي شوی یم.
-2001 2000 زیږدیز کلونو کي نور نو د لیلي هر محصل اړ وؤ چي د سهار د آذان نه مخکي جومات ته حاضر شي، تر آذان مخکي د یاسین شریف د سوري تلاوت واوري چي هلته کوم ملا تلاوت کوه، آذان پسي یوه دعا راباندي ویله، جماعت لمونځ به کیده او لمانځه نه بعد به یو حدیث شریف ژباړه اوشرح بیانیده او بیا وروسته د لمر خاته وخت کي جومات نه اطاق ته راتلو، د سهار د چاي نه بعد تدریسي کي هم څو ساعته پرله پسي د ثقافت مضامین ساعتونه مو درلوده، ماسپیښین لمونځ نه بعد بیا هم د تفسیر دوره وه او تر دوه بجو پوري به تفسیر ته ناست وو. داسي حالاتو کي مسلکي درسونو ته رسیدګي ډیره مشکله شوي وه. د مسلکي برخي استادان د محصلینو څخه هم زیاد د بیلابیلو فشارونو سره مخ وو، د پولي تخنیک د رهایشي بلاکونو موضوع استادانو ته د تشویش په یوه اصلي موضوع بدله شوي وه.
1379 کال د مني موسم او خزاني سمستر وو چي یو خدماتي کارمند صنف ته راغئ او محصلین يي د لکچر لوي صنف ته دعوت کړ چي د ریاست د خوا بلل شوي یاست، مونږ ددري ګونو پوهنځیو د یوي دوري ټول محصلین 206 نمبر لکچر صنف ته ورغلو، د یو څو دقیقي په تیریدو د پولي تخنیک عمومي رېئس ملا فاضل اخند او ورسره یو شمیر د ثقافت استادان او د دري ګونو پوهنځيو رئیسان صنف ته ننوتل او په نوبت وار شکل محصلینو ته يي په بیاني ورکولو يي پیل وکړ، د خبرو په جریان کي پوه شولو چي دوي مونږ ته د بامیانو د بتانو د ماتولو د پریکړي په رابطه خبري کوي، ملایان ډیر احساساتي شکل د اسلام د تیر تاریخ لکه د مکي د فتحي نه بعد د کعبي شریفي د بتانو د ماتوونکو صحابه وو اړوند، بیا د سلطان محمود غزنوي اوسومنات په رابطه اود قرآن د ایاتونو په اساس استدلال او د بتانو د ماتولو د پریکړي څخه ننګه وکړه او دايي د ټول امت په خیر و فلاح يي تعبیر کړه، ملا فاضل اخند خو دومره احساساتي غږیده چي داسي جملات (که کانتینینتال هوتل کي شراب خانه او زنا خانه جوړه کړو د ورځي په میلیون ډالر ګټه راوړي خو دا کار ځکه نه کوو چي شرعیت حرام کړي، دوي مونږ ته وايي که بامیان سیاحتي سیمه شي او بتان يي مات نشي د سیاحت نه مونږ یعني امارت ته به نقده ګټه راشي، دین مهم دی، ددین احکام او د خداي امر ارزښت لري، مال او متاع هیڅ ارزښت نلري) يي هم تري د خولي راووته.
تر دي وخته د بامیانو بتان عملا نه وو مات شوي مګر یواځي پریکړه دا شوي وه چي دا بتان باید مات شي، دوي د تبلیغاتو دپاره او ددي دپاره چي محصلین په دي اړه خبري ونکړي دا غونډه يي پلان کړي وه او د اخطاريی په شکل زموږ تر غوږو يی دا خبره ورسوله.
مګر تر دغه غونډي تقریبا 5 میاشتي وروسته بعني د همدي کال د حوت د میاشتي په 5 نیټه مونږ د رادیو د لاري د طالبانو د امارت له خوا د بتانو د ماتولو خبر واورید.
د طالبانو د دا ډول اعمالو او پریکړو په رابطه محصلین هم سره ویشل شوي وو، یو زیاد شمیر طالب پلوه پښتانه محصلین ظاهرا د طالبانو د هري پریکړي ننګه کوله او د محصلینو منځ کي طالباني افکار يی توجیه کوه. هغوي چي بي طرفي يی غوره کړي وه یا هم د طالبانو د پریکړو او نظریاتو مخالفین وو د بندي یا نیول کیدو د ویري ښکاره نظریات يي نه ورکوه او په هر څه کي به غلي او خاموشه وو یا زمني تاېيد يي کوه. طالب پلوه محصلینو به په دې ټکي ډیر غږیدل چی د طالب د امارت نه مخکي د افغانستان حالات ډیر خراب او ترینګلي وو او دا د امارت له امله دی چي د پوهنتون او د لیليی دروازي پرانیستل شوي او کابل امن کي شوی. دوي دا خبره له مختلفو اړخونو نه توجیه کوه او بیلابیل نکلونه او کیسي يی کولي. خو دا چي په پوهنتون کي کوم مضامین، څه ډول نصاب، څنګه په څه ډول او کومو محتویاتو تدریس کیږي، دې خبري باندي سر نه خلاصوه یا اصلا ورته بي اهمیته وو، او نه يی غوښتل په دې هکله خبري وکړي، یا به يي لنډ دلیل راوړ تر عصري زده کړي دیني مهم دي باید دواړه زده کړو خو لمړیتوب دین دی. طالب او ددوي پلویان دا خبره هم نادیده او بایزه ګڼله چي ټول هیواد کي طالب سوله او امنیت نه دی تامین کړی بلکه یواځي دجګړي جغرافیه يي بدله کړي د پلازمیني کابل نه اوس جګړه مرکزی او شمال ولایتونو ته انتقال شوي وه. او د شمال په جنګونو کي بي شمیره افغان ځوانان چي اکثریت يي پښتانه وو د طالبانو د رهبري د بي غورۍ، بی کفایتي او خودخواهۍ له وجهي مړه، ټپی، معیوب او ژوندي تر خاورو لاندي شول.
دغو ناخوالو ته په کتو هر ځلي چي زه ننګرهار ته تلم کاکا ته مي ویلی چي فکر کوم زما انتخاب سم نه وو د پوهنتون په عوض که مي کوم تجارت کړی واي یا بهر تللي وای ښه به وو،مګر د کاکا ټینګار په دي وو چي زه باید تر دې هم سخت حالات تحمل کړم خو زده کړي ترک نکړم، کاکا به ماته ویلي:
دښمن همدا غواړي چي ته او ستا همزولي بي سواده پاتي شي، یا هم تاسي جنګیالي تربیه کړي تر څو دوي درنه خپلو اهدافو دپاره په اسانه کار واخلي، اوس د جهل او د علم د ارتجاع یعني شاتګ پالني او مدنیت (پرمختګ پالني ) ترمنځ مبارزه ده تا د روشنګري خوا نیولي د پرمختګ او انساني ژوند ته د رسیدو په طرفداري جنګ کی سهیم يي ستا د جنګ طریقه خطرناکه ده نظر مخامخ نظامي تقابل ته، که ته درس پریږدي نو دا معنا چي سنګر پریږدي او تښتي او ستا تیښته د دښمن بریا ده. او تا خو اوس درس نږدي تکمیله کړي ده اوس پریښودل يي حماقت دی.
هر ځل دا ډول خبري زه اړ کولم چي زده کړي ته دوام ورکړم ځکه خو زه 1380 کال حمل میاشت کي یو ځلی بیا لیلیی ته راوګرځيدم. دا ځل نو زه څلورم صنف اووم سمستر ته رسیدلی ووم، بیا هم لکه د تیر په شان د نورو ټولنیزو، سیاسي او امنیتي مشکلاتو تر څنګ د پوهنتون د نصاب ستونځه لا پیچلي شوي وه او د حل دپاره څه ډول اراده نه سترګو کیده.دی کال کي نو د محصلینو په منځ کی غربت او فقر او له دغي ناحيي کورني مشکلات د یو بل نه پټ نه وول، یو شمیر محصلین د بي کاری او ناداري نه د طالبانو په پوستو او مرکزونو کي پهره داري او دوي سره نظامي چي زیادتره د داخلي وزارت اړوند کارونو ته زړه ښه کاوه، طالبان خپل د صف ټیټ پوړو جنګیالیو ته هم کومه منظمه او د یو سیستم له آدرسه تنخوا نه وه ټاکلي، بلکه یو ملیشه يی ځواک يي رامنځته کړی وو، ددوي جنګیالي یواځي د جیب خرڅ په نامه یو ډول امتیازاتو نه برخمن وو چي واک او صلاحیت يي د اړوند قمندان سره وو او هر جنګیالي د مربوطه قمندان او تر ځآن مشر ملا رحم و کرم ته سترګي وي. زما د اطاق ملګری مرحوم انجینر محمد نعیم مومند(3) هم د همدي شمیر محلصنیو له جملی وو چي د جیب خرڅ دپاره يي د پولیسو اکادمي قراول کي د شپي د طالبانو پهره داري يي کوله.
طالب جنګیالی به چی کله پیسو ته ضرورت پیدا شوه یوه عریضه به يي ترتیب کړه او د مقام نه به يی د جیب خرڅ غوښټنه کوله، د اړوند ډلګي مشر د تایېد نه بعد به مقام ورته حکم ورکوه چي د پلاني یا مثلا د ملا اخند انديوالانو ته دومره مقدار پیسي لکه یولک افغاني ورکړئ. نوره کومه اداري یا مالیاتي پروسیجر ورته نه وو رامنځته شوی.
د معارف، لوړو زده کړو سره اوس نو د افغانستان اداري او مالیاتي سیستم هم منهدم او له منځه تللی وو، اکثر سکتوري او پراختیايی اداري چي مستقیم عایدات يي نه درلوده تشکیلات ملغی او له منځه وړل شوي وو...
نور بیا