سید عبیدالله نادر
تورتم او تیارې
اعتبار په چـا کې نشته،په هـر چا می شـــک پیداشــو
د دنیا په هـــر وګـړي او آشـــــنا می شـک پــیدا شـــو
د دانا په نـوم چې تل کړي،برخــلیک باندی مــو لوبي
په دا هســي منور،او په دانا می شــــــک پیــدا شـــو
چـې باطن یې وي د دیـــو، او ظاهـــر د پرښــــتو وي
د دي وخــت په انسانانــو د دنــیا می شـــک پیدا شو
چې دنیا راته بد رنــګه کړي، او ســـا راڅــخه اخــلي
نو په خضر د زمان ،او مسیحا می شـــک پـیـدا شــو
دمیړانی او وفـــا تخم،دي قـــــوم کښي وژل شــــوی
ګلرخـانـــو په ادأ او په وفــا می شــــــــک پــیداشــو
که تـقوی او دخــــرقې لاندی،دا حـــال د مسلمان وي
نو په زهد د مـومن ،او په تـــقوی می،شـــک پيدا شو
چې دعــــصر یــزیدان، او نــمرودان نــشي غــــــندلی
په دا هسي عالـمانــو ،او ملا می شـــــک پـــیداشـــو
چې وینا یې په یو رنګ وي او اعمال یې شیـطانی وي
ریا کار زاهد په وعظ ،او په وینا می شـــک پیدا شــو
چې احساس ورســـــره نه وي، د ټـــولنې د دردونـــو
په دا هسي طبیبانو ، او دوا می شــــک پـــيدا شـــــو
بی معنی خلکو په مینځ کښي تېره وو د عمر شـپې مو
داسي خلکو په ضمیر، اوپه معنی می شــک پیدا شو
هر فــرمان له مغارو نه د دښـــمن په ګــــــټه وځي
دطالب په ابـــتدا ، او انــتها می شــک پـــیداشــــــو
چې په هیڅ بدلون یې زړه،او هم ضمیر نه روښـانیږي
دي ظلمت او دي تورتم کښي په رڼا می شــک پيدا شو
بی رحمۍ کښي مـو تــويږي، په هر خـوا قـیمتي وینه
په قیــمت هم د انسان، او په بها می شــک پـــیدا شو

ډير کلونه د مخه په پيښاور کښي د قدرمن او وتلي شاعر عبدالباری جهانی یو شعر می اوریدلی وو چې دوه د سر بیتونه یې دا دي:
یو ته نه یې په هر چا می شک پیدا شو
په دنیا او مافیها می شک پيدا شو
د جهانی صاحب شعر په لنډو بحرونو کښي وو او زما په اوږدو بحرونو کښي دی، چې نه پوهيږم چې په پیروي ګښي به حسابیږي او که نهٔ؟خو د پخوا زمانو او د نني زمانی تصویر کشي می په کښي کړې ده .