کربلاء؛ د شهامت سمبول او د مذهبي ناندریو ډګر
ولي الله ملکزی
له علي، حسن او حسین (رضی الله عنهم) سره مینه او د هغوئ درناوی د هر مسلمان د ایمان او اسلامي ارزښتونو مهمه برخه ده. نن د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د محرم لسمه نېټه ده، چې په عربي کې ورته عاشوراء ویل کېږي. د کربلاء پېښه د اسلامي تاریخ یو ډېر دردناک، تاوجن او غمجن فصل دی. ځکه په دې فاجعې کې د رسول الله ﷺ لمسی، حسین بن علي (رض) د هغه د کورنۍ غړي او ملګري په ډېرې بې رحمۍ سره شهیدان شوي او د هر مسلمان زړه پرې دردېږي.
که موږ د یوه کلي او یوې بانډې د جومات هغه ملا ته چې مازې قدوري، خلاصه او پنج کتاب یې لوستي وي، "امام صاحب" وایو، نو په جار او ویاړ سره حضرت حسین خپل ستر امام ګڼو. البته د اهل سنتو د عقیدې له مخې، عصمت یوازې د انبیاوو ځانګړنه ده او له هغوئ پرته بل هېڅ انسان معصوم نه دی. د کربلاء د فاجعې اصلي عاملین، د کوفي والي عبیدالله بن زیاد، شمر بن ذي الجوشن او سنان بن انس په پخوانیو شخړو کې هم د علي کرم الله وجهه له اتباعو څخه وو. کله چې په ۳۷ هجري کال کې د عراق او شام لښکرې په صِفین کې یو بل ته مخامخ شوې، نو دا درې واړه د علي بن ابي طالب سر ګروپان او د حضرت معاویه د ځواکونو خلاف د جنګ په لومړنۍ لیکي کې جنګېدل.
د عاشوراء ورځ د حسین (رض) له شهادت څخه ډېر پخوا د روژې، شکر او عبادت ورځ وه. کله چې رسول الله ﷺ له مکې څخه مدینې ته هجرت وکړ، ویې لیدل چې د مدینې یهودان د عاشوراء روژه نیسي. د علت پوښتنه یې وکړه؛ هغوئ وویل: دا هغه ورځ ده چې موسی (ع) او بني اسرائیل د فرعون له ظلم څخه خلاص او د نیل له سیند څخه په سلامتۍ سره اوړېدلي دي. رسول الله ﷺ وفرمایل: «موږ موسی ته له تاسو څخه ډېر نږدې یو» بیا یې د عاشوراء د روژې نیولو توصیه وکړه او ویې وېل: «که تر راتلونکي کال پورې پاتې وم، د محرم نهمه به هم روژه ونیسم.»
د کربلاء تر فاجعې وروسته، دغه پېښه د اسلامي تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې یوازې د ویر او عبرت موضوع پاتې نه شوه؛ بلکې د سیاسي سیالیو او مذهبي اختلافونو د پیاوړتیا وسیله هم وګرځېده. د امویانو او عباسیانو وروسته، د صفویانو او عثمانیانو د رقابتونو پرمهال هم د دیني احساساتو ترڅنګ د سیاسي مشروعیت لپاره وکارول شوه. خو دا تجربه یوازې د اسلامي نړۍ تر پولو بنده پاتې نه شوه؛ بلکې د نړۍ نور ملتونه هم له ورته ازمېښتونو سره مخ او د مذهبي جګړو په تنور کې وریت شول.
اروپا په شپاړسمې او اوولسمې میلادي پېړیو کې د کاتولیکانو او پروتستانتو ترمنځ د سختو مذهبي جګړو شاهده وه. کاتولیک ځواکونه تر ډېره د فرانسې او هسپانیې له ملاتړ څخه برخمن وو او پروتستانت د انګلستان، هالنډ او جرمن پلوو ډلو له خوا ملاتړ کېدل. په دغو جګړو کې نژدې څلور میلیونه انسانان د جګړو، لوږې او ناروغیو له امله ووژل شول او پراخې ویجاړۍ رامنځته شوې. خو اروپایي ټولنو د اوږدو او ترخو تجربو له تېرولو وروسته، د قانون، زغم، او عقلاني سیاست پر لور حرکت وکړ او ښېرازه شول. دا بدلون د څو پېړیو د ټولنیزو، سیاسي او فکري پړاوونو پایله وه. همدا نن، په نړۍ کې زیاتره جګړې ډېر پېچلي عوامل لري چې سیاست، اقتصاد، قومي سیالۍ، د قدرت مبارزه او بهرنۍ لاسوهنې یې بنسټیز لاملونه دي.
څرنګه چې د کربلاء د خونړۍ پېښې ۱۳۴۶ کاله پوره شول، نو هغه باید د الهام سرچینه وي نه د کرکې، تلپاتې دښمنیو، شخړو او مذهبي ناندریو ډګر. عقلانیت، زغم او عدالت د ټولنو د پرمختګ ستنې دي. نن امت تر هر وخت زیات پوهې، متقابل احترام او سولې ته تږی دی. په همدې دوو لسیزو کې مو ولیدل چې د عراق، سوریې، لبنان او یمن ولسونه جګړو او فرقه اییز تاو تریخوالي څومره بد بد وځپل؟ په دغو هېوادونو کې افراطي مذهبي ډلې، کورنۍ جګړې، بهرنۍ لاسوهنې او سیاسي سیالۍ د سلګونو زرو انسانانو د وژل کېدو، د میلیونونو وګړو د بې ځایه کېدو او پراخه اقتصادي او ټولنیز زیان لامل شوي دي.
له دې ټولو ناخوالو څخه ښکاري چې مذهبي تربګنۍ او د افراطیت دوام له ذلت، فقر او کډوالي پرته بل پېغام او پایله نه لري. څومره به غوره وي چې د عقلانیت، حکمت او پخلاینې لاره خپله کړو او د هغو ملتونو له تاریخي تجربو څخه عبرت واخلو چې خپلې اوږدې شخړې یې د زغم او متقابل احترام له لارې مهار کړې او د سیالانو سیال شول؟
تاریخ ښيي چې په زیاترو جګړو کې یو لوری بریالی او بل ماتې خوري؛ خو مذهبي جګړې دواړه خواوې له مادي او معنوي زیانونو سره مخ کوي او هېڅ اړخ یې حقیقي ګټونکی نه وي. ځکه دا ډول شخړې یوازې انسانان نه وژني، بلکې د ټولنو یووالی، باور او راتلونکی هم زیانمنوي.
الله مې دې زاړه ایمان ته خېر کړي!