په معاصر پېر کې ادبي او فرهنګي فعالیتونو ته د پخوا په پرتله ډېره پاملرنه کېږي. لیکوالان، شاعران او فرهنګي فعالان هڅه کوي، چې د قلم له لارې خپل رسالت ترسره کړي او ټولنه د پوهاوي، پرمختګ او روښانه راتلونکي پر لور رهبري کړي. د ادب او فرهنګ لارویان دې د خپلو فکري او علمي هڅو پر مټ داسې بنسټونه کېږدي، چې راتلونکو نسلونو ته د ودې او پرمختګ زمینه برابره شي.
ادبي او فرهنګي خوځښتونه د لیکنو، لوستنو، غونډو او رسنیزو فعالیتونو له لارې د خلکو د پوهاوي په لوړولو کې مهم رول لري. دغه بهیر د دې لامل ګرځي، چې ګټور معلومات، ارزښتمن افکار او ټولنیز پیغامونه په چټکۍ او اغېزمن ډول تر ولسه ورسېږي.
نن سبا فرهنګي او ادبي شخصیتونه هڅه کوي، چې پر وخت، کره او ګټور معلومات له خلکو سره شریک کړي. د دوی ډېر فعالیتونه د هغو موضوعاتو پر محور راڅرخي، چې د ټولنې فرهنګي وضعیت، ادبي پرمختګ او ټولنیز ارزښتونه څرګندوي.
کلتور د هرې ټولنې له مهمو معنوي شتمنیو څخه شمېرل کېږي. د خلکو دودونه، رواجونه، ارزښتونه او ټولنیز اصول د همدې کلتور تر سیوري لاندې وده کوي. هغه ټولنه، چې خپل فرهنګي هویت خوندي وساتي، د پرمختګ او ثبات لپاره قوي بنسټ لري؛ خو که یوه ټولنه له خپل کلتور څخه بې برخې شي، نو د پردیو اغېزو او فکري ګډوډیو له ګواښ سره مخ کېږي.
په تېرو کلونو کې د بهرنیو فرهنګونو اغېزې د رسنیو له لارې تر یوه بریده زموږ پر ټولنه هم محسوسې شوې دی. له همدې امله اړتیا ده، چې د خپل ملي او اسلامي کلتور د ساتنې او پیاوړتیا لپاره ګډې هڅې ترسره شي. دا دنده یوازې د فرهنګي او ادبي شخصیتونو نه ده؛ بلکې هر افغان د ملي احساس او ټولنیز مسئولیت له مخې مکلف دی، چې د خپل فرهنګي هویت د ساتنې ملاتړ وکړي.
ځیني کسان، چې بې له غوره د بهرنیو فرهنګي ارزښتونو او ارزونو خپلول او دودول غواړي، په حقیقت کې د خپلو ملي او دیني ارزښتونو اهمیت کموي. افغانستان یو اسلامي هېواد دی او افغاني کلتور یې د اسلامي اصولو او ملي ارزښتونو پر بنسټ رامنځته شوی دی. له همدې کبله باید د دې فرهنګي میراث د ساتنې او پراختیا لپاره دوامدارې هڅې ګړندۍ شي، څو زموږ کلتور د ناسمو بهرنیو اغېزو تر سیوري لاندې را نه شي او مخ پر ودې ودرومي.
رسنۍ په دې برخه کې ځانګړی مسئولیت لري. د ډله‌ییزو رسنیو مسئولین باید د اسلامي او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې د افغاني کلتور د ودې او ترویج لپاره اغېزمن پروګرامونه جوړ او پلي کړي. د رسنیو له لارې د ملي هویت پیاوړتیا نه یوازې د کلتور ساتنه تضمینوي؛ بلکې نړیوالو ته زموږ د ویاړونو ډک تاریخي او فرهنګي ارزښتونه هم ورپېژني.
اړینه ده، چې د هېواد هر وګړی د خپل فرهنګي مسئولیت احساس وکړي او د ملي کلتور د خپرولو او ساتنې په برخه کې عملي ونډه واخلي. که موږ خپل کلتوري ارزښتونه د هېواد تر لرې پرتو سیمو ورسوو او خپل هېوادني مسئولیتونه په صداقت ترسره کړو، نو ټولنه به مو د پرمختګ او بریا پر لور ګامونه واخلي او ولس به هم د دغو هڅو کلک ملاتړ وکړي.
له بلې خوا د فرهنګي یرغلونو د مخنیوي او د ملي ارزښتونو د ساتنې لپاره اړوندې دولتي ادارې، په ځانګړي ډول د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت باید لا ډېرې څرګندې تګلارې او عملي پروګرامونه جوړ کړي. دغه تګلارې باید د هېواد د فرهنګي اړتیاوو او ملي ارزښتونو له غوښتنو سره سمې، اغېزمنې او د کلتوري ودې لپاره مناسب فرصتونه برابر کړي.
په دې توګه به زموږ ادبي او فرهنګي هڅې لا پیاوړې شي او د هېواد ارزښتمن فرهنګي میراث به راتلونکو نسلونو ته په خوندي ډول انتقال شي.