راشۍ دیوه ډیر غوره صحابی علی بن ابی طالب رض دژوند له چارو ځان خبر کړی چې هغه د رسول اکرم ص دتره زوی او زوم دی.واسطه،وسیله او هېڅ ډول سوء استفاده نشته هغه وخت
یوسهار مېړه او مېرمن (علی کرم الله وجهه اوبی بی فاطمې رض) دڅه خوړلو لټه کې شول خو څه یې تر لاسه نه کړل، دې وخت کې علی کرم الله وجهه دیخنی له امله چپنه واغوستله او دمدینې په شا اوخوا کې دمزدورۍ په لټون پسې ووت. ( کارموندنه دعدالت پزر بنسټ)چا و رته وویل چې فلانکی يهودی څه زراعتی باغ لری علی کرم الله وجهه هلته ورغی او دیوې فرعی دروازې له لارې ور ننوت. یهودی ورته وویل: چې ای بانډواله!
راځه له ماسره مزدوری وکړه اوهغه داچې ددغو سلواغو په واسطه به له دغې څا اوبه راباسې اودغو بوټو او نیالګیوته به یې اچوې.دهرې سلواغې په بدل کې به درته یوه دانه خرما درکوم. ( قناعت ، انسانی مناعت او مزد)
علی کرم الله وجهه له دغه یهودی سره دهمدغه تړون ( هوکړه، برېکړه اوعهد)له مخې څه موده دغه سخت اوزړه چاودی کار وکړ. ان تر دې چې لاسونه یې وپړ سېدل! ځکه چې مخکې به دغه کار یهودی په اوښ کاوه.( مقایسه)
علی کرم الله وجهه به کرۍ ورځ کار کاوه بېګا کې به یې چې دسلواغو په بدل کې خرما تر لاسه کړې (جنس)دالله تعالی په استازی به ورغی یوڅه به هغه ته ترې ورکړې اوڅه لږې شان ته به ییې خپلې میرمنې بی بی فاطمې رض ته له ځانه سره یوړې (توزیع عادلانه)همدغه ددوی دژوند چارې وې خو هغوی پر دې پوهېدل او ډاډه ول چې کور یې له نېکمرغیو او خوښیو ډک دی.
نېکمرغی له قارون او هامون سره نه وه خکه یوژوندی په خاورو ننوت اوبل یې لعنتی شو!
ثبوت:
الله سبحانه وتعالی فرمایی:
«اعلموا انما الحیوة الدنیا لعب ولهوو زینته وتفاخر بینکم وتکاثر فی الاموال والاولاد کمثل غیث اعجبالکفار نباته ثم بهیج فترائه مصفرا ثم یکون حطاما وفی الاخرة عذاب شدید ومغفرة من الله ورضوان وما الحیوةالدنیا الا متاع الغرور»
دې ته وایی اسلامی او عرفانی اصول او لارې
په درنښت