افغانستان د طبیعي ښکلاوو، لوړو غرونو، شنو درو، زړه راښکونکو منظرو او بډای تاریخي میراث لرونکی هېواد دی، چې دا ټول الله تعالی پر افغان ولس لورولي دي. زموږ هېواد د طبیعي ښکلاوو ترڅنګ لرغونې او تاریخي سیمې هم لري، چې د زرګونو کلونو تمدن، کلتور او انساني پرمختګ کیسې بیانوي.
تاریخي او لرغونې سیمې د هر ملت د فرهنګي میراث مهمه برخه جوړوي. دغه ځایونه یوازې د تېر وخت یادګارونه نه دي؛ بلکې د یو ملت د هویت، تمدن، فکر او ژوند د طرز څرګندونه هم کوي. افغانستان د لرغونو آثارو او تاریخي سیمو له پلوه د نړۍ له مهمو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.
تاریخي او لرغوني آثار موږ ته دا په ډاګه کوي، چې زموږ مخکنیو خلکو څنګه ژوند کاوه، کوم دودونه او ارزښتونه یې درلودل او څنګه یې د خپلو وختونو له امکاناتو څخه ګټه اخیسته او ورسره د علم، هنر، مذهب او تمدن د پرمختګ ښکارندویي هم کوي.
لرغوني ځایونه د تاریخ ژوندۍ پاڼې بلل کېږي، د دغو سیمو په لیدلو سره انسان د تېر وخت ستونزې، مبارزې، لاسته راوړنې او د ژوند سخت شرایط درک کولای شي، نو له دې سره ځوان نسل ته الهام ورکوي، چې د خپلو نیکونو او پلرونو له تجربو څخه زده کړه وکړي او د پرمختګ، کار او نوښت لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.
نننۍ ټکنالوژي او اسانتیاوې د پخوانیو نسلونو له ژوند سره د پرتلې وړ نه دي؛ خو د هغوی زحمتونه موږ ته د صبر، زیار او پرمختګ درس راکوي.
سره له دې، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو، ولسوالیو او کلیو کې ګڼ شمېر تاریخي او لرغوني ځایونه شته، خو له بده مرغه ځینې یې لا هم په سمه توګه نه دي څېړل شوي او یا یې په اړه بشپړ معلومات نه دي راټول شوي.
دا د اړوندې ادارې، فرهنګي بنسټونو، پوهانو او سیمه ییزو خلکو ګډ مسئولیت دی، چې د دغو تاریخي شتمنیو د پېژندنې، ثبت، ساتنې او بیا رغونې لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
موږ ټول باید خپل ملي هویت او فرهنګي میراث ته ځانګړې پاملرنه وکړو. د تاریخي آثارو ساتنه یوازې د حکومت دنده ونه بولو؛ بلکې د هر افغان ملي او ایماني مسئولیت دی، چې د خپلو ملي شتمنیو په خوندیتوب کې برخه واخلي. که نن د خپلو لرغونو او تاریخي سیمو ساتنه وکړو، نو راتلونکی نسل به هم د خپل تاریخ، تمدن او هویت له ارزښتونو سره اشنا پاتې شي او د خپلې خاورې په ویاړونو به ویاړي.