غدیر خم چې د اسلامي تاریخ په اکثرو متونو کې ځانګړی ځای لري، د مکې مکرمې شمال ته د ۱۸۳ کیلو مترو په واټن پروت دی او د شام حاجیان خپل اِحرام همدلته تړي. پخوا دا ځای د کاروانونو پنډغالی او مهمه څلورلارې وه؛ حاجیانو، سوداګرو او مسافرو به دمه کوله او بیا به خپلو سیمو ته روانېدل. د «غدیر» کلمه په عربي ژبې کې د اوبو هغه ډنډ ته ویل کېږي چې د باران یا سیلاب اوبه په کې راټولې شي او «خُم» د هماغې سیمې نوم وو.
د هجرت په لسم کال، رسول الله ﷺ د خپل یوازیني حج «حَجةُ الوِداع» له مراسمو وروسته د ذالحجې په اتلسمې نېټې مدینې منورې ته په لار، غدیر خُم کې تم شو او خپلو یارانو ته یې وینا وکړه. د خبرو په ترڅ کې یې د علي کرم الله وجهه په اړه چې تازه له پریمانه غنیمتونو سره له یمن څخه راستون شوې وو، داسې وویل: «مَنْ كُنْتُ مَوْلَاهُ فَعَلِيٌّ مَوْلَاهُ - د چا چې زه مولا یم، علي یې هم مولا دی». د غدیر خُم دې مهمې پېښې ته په بخاري او مسلم کې اشارې شوېدي، خو د نورو سني او شیعه تاریخي سرچینو په شان یې د حدیث دغه الفاظ نه دي روایت کړي.
دلته اختلاف د پېښې په تفسیر او د «مولا» د کلمې په معنا کې دی. اهل سنت چې د دوه میلیارده مسلمانانو ۸۹ سلنه جوړوي، په دې باور دي چې د رسول الله ﷺ د وینا مطلب د علي (رض) مقام، فضیلت او د مسلمانانو له خوا د هغه د ملاتړ څرګندونه ده. د دوئ په تفسیر کې د «مولا» کلمه د دوست، منلي او ملاتړ کوونکي په معنا ده، نه د ځای ناستي او وارث په توګه. سني عُلَماء استدلال کوي چې که د رسول ﷺ موخه د راتلونکي خلیفه ټاکل وای، نو ولی یې دومره بنسټیزه موضوع یوه اونۍ وړاندې دعرفات په غونډۍ کې چې له یولک څخه زیات اصحاب ورته غوږ غوږ وو، اعلان نه کړه؟ بیا یې مازې د اتیا یا نوي تنو اصحابو په وړاندې، د خلیفه په ځای ولی د مولا په نوم یاد کړ؟ له همدې امله سنیان دا حدیث د علي د فضیلت دلیل ګڼي او د خلافت د نص په توګه یې نه تفسیروي.
د اهل سنت له نظره، د رسول ﷺ له وفات وروسته د سَقِيفَه بَني سَاعِدة په جریان کې مخکښو اصحابو (رضي الله عنهم) د خلافت مسئله د شورا له لارې حل کړه او که دوئ د غدیر خم وینا د صریح نص په توګه منله، نو د سقيفې بحث به نه رامنځته کېده. همدا شان، حضرت علي بیا د حضرت ابوبکر الصدیق او حضرت عمر فاروق سره بېعت وکړ، د قاضي القضاة او مشارو په صفت یې ورسره کار وکړ او ډېره جالبه دا چې علي بن ابي طالب خپله لور أم كلثوم، عمر (رض) ته په نکاح ورکړه چې د قناعت معنا لري.
خو اهل تشیع چې د دې ستر امت ۱۱ سلنه ده؛ باور لري چې د غدیر خُم پېښه د علي بن ابي طالب کَرّمَ اللهُ وَجهَهُ د امامت او رهبرۍ رسمي اعلان وو. د دوئ په آند د «مولا» کلمه د مشر، سرپرست او د واک د خاوند په معنا کارول شوې او دا پېښه د امامت د عقیدې له بنسټیزو دلایلو څخه ګڼي. شیعه مسلمانان په سقیفه بني ساعده کې له ابوبکر الصدیق (رض) سره بېعت او د هغه د رهبرۍ مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي. همدا شان دوئ عقیده لري چې د رسول الله (ص) د وفات په ورځ علي بن ابي طالب او د کورنۍ نور مهم غړي یې د تجهیز او تدفین په چارو بوخت وو او په دغې مهمې پرېکړې کې د دوئ شتون، ناشوني وو.
د ډېرو محدثینو او مؤرخینو د روایت له مخې، رسول الله ﷺ له حَجةُ الوِداع څه وخت وړاندې حضرت علي یمن ته د دعوت، زکات او ځُمس د راټولو لپاره استولی وو. کله چې هغه بېرته له یمن څخه راستون شو نو د مدینې په ځای سیده د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره د رسول الله ﷺ خوا ته لاړ. د فریضې له اداء وروسته، د هغه د ملګري لښکر څو تنو د علي بن ابي طالب څخه شکایتونه درلودل او د هغه په ځینو پرېکړو یې نیوکې کولې چې بالآخره د رسول ﷺ ترمقام ورسېدلی. له همدې امله، د غدیر خُم په تم ځای کې رسول الله ﷺ د حضرت علي څرګند ملاتړ وکړ ترڅو رامنځته شوې ناخوښي او بدګوماني لېرې کړي.
بالمقابل، شیعه علماء باور لري چې د حضرت پېغمبر (ص) دا وینا یوازې د شکایتونو د رفع کولو لپاره نه وه، بلکې د حضرت علي د امامت او رهبرۍ اعلان وو؛ نو ځکه هرکال د ذوالحجې اتلسم د هغه د امامت د جشن په توګه نمانځي. شک نه شته چې غدیر خُم د اسلامي روایاتو د فکري او کلامي تاریخ له مهمو موضوعاتو څخه شمېرل کېږي چې خپلمنځي واټن یې کله ناکله د سمندر د دوو غاړو په څېر وي چې هېڅکله نه یوځای کېږي. سقیفه او غدیر خم د مسلمانانو د شفاهي تاریخ د بدلون خورا مهم ټکی دی چې د معنا او تعبیر په هکله یې دواړه اړخونه جلا جلا تفسیرونه لري. د دې موضوع بشپړ عقیدوي حل د اسلامي تاریخ په اوږدو کې نه دی شوی او هر مذهب خپل دلایل او علمي میراث لري.
د اختلاف د مدیریت او مذهبي کړکېچ د مخنیوي په خاطر، باید چې یو د بل مقدساتو او شخصیتونو ته درناوی وشي او سرې کرښې وګڼل شي. د تاریخي او عقیدوي سرچینو عادلانه مطالعه، له تکفیر او سپکاوي څخه ډډه کول او د مفاهمت فرهنګ پیاوړی کول؛ زموږ د پوهانو او اغېزمنو سټو دیني وجیبه ده. د یوې پاېلې په توګه ویلای شو چې د غدیر خم اړوند اختلاف د پېښې پر اصل نه، بلکې د هغې پر تفسیر دی. د عقیدتمندو انسانانو ترمنځ د یووالي لپاره تر ټولو عملي لاره دا ده چې په اختلافي مسایلو کې یو بل وزغمي او په ګډو ارزښتونو (توحید، نبوت، قرآن او اخلاقو) تمرکز وکړي؛ ترڅو د مذهبي شخړو لمبې تتې او د نه ختمېدونکې کرکې رنګ، کمرنګه شي.
الله مې دې زاړه ایمان ته خېر کړي!
—--------------------------
پاملرنه: که لوستونکي وخت او علاقه لري، کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک او یوټیوب چینل کې ولولي او وګوري. ادرس یې دا دی: Wali Malakzay