سید عبید الله نادر
اغزن رباطونه
څه اوږده، اوږده،مــزلــــونه دي او زه یم
چې په هر لوري ، جنګونه دي ، او زه یم
په قـــامت زمــــا د عمر، ســـــــر تر پایه
د هجـــــــران هــم ګړنګونه دي، او زه یم
لاروی د سخــــــتولارو یـــم، دي دَور کې
څه اغـــــــزنې رباطـــــونه دي ، او زه یم
د غمــــونو دریابــــــونو کې، لاهــــــو یم
د دردونـــــو تــــــوفــــانونه دي، او زه یم
چې غلــط کړم، خپل غمـــونه میکدې کې
د ســـاقی په لاس جــامونه دي، او زه یم
نور یې نه شمـــه ســاتلی، په ګــــوګل کې
اندیښنې دي ، پــــټ رازونه دي، او زه یم
سوله رانـــغله او مـــــونږ پسی، ړانده شو
ســـر پر ســـر دلــته دردونه دي،او زه یم