هغه بهرني پوهان چې افغان نوم یې د افغانستان د ټولو اوسېدونکو لپاره کارولې
پنځمه برخه:
د بهرنیو پوهانو په لیکنو کې د «افغان» نوم کارونه، په دوه بېلا بېلو مرحلو پورې اړه لري. په لومړي سر کې ځینو بهرنیو لیکوالانو د عربي، فارسي او هندې روایاتو او متنونو تر اغیز لاندې افغان کلمه، د پښتون په نوم کارولی چې په دې اړه د دې لړۍ په څلورمه برخه کې بحث شوې. خو راوروسته بیا «افغان» نوم د افغانستان د ټولو اوسېدونکو لپاره د ملي/ دولتي تابعیت او هویت په مفهوم کارېدلی چې د دې لیکنې د بحث موضوع ده.
هغه بهرني لیکوالان چې«افغان» نوم یې د ټولو اوسېدونکو لپاره د ګډ تابعیت/ هویت په مفهوم استعمال کړی، یو څو یې په لاندې ډول دي:
مونټ ستوراټ الفینسټون Mountstuart Elphinstone :
نوموړی یو له مهمو اروپایې لیکوالانو څخه شمېرل کېږي چې د افغانستان په اړه یې خپل مشهور اثر« An Account of the Kingdom of Caubul» ولیکه. دا اثر ارواښاد حسن کاکړ «د کابل د سلطنت بیان» تر سرلیک لاندې په پښتو وژباړه. لیکوال په دې اثر کې د افغانستان د بېلا بېلو قومونو لکه د پښتنو، ازبکو، تاجکو او نورو یادونه کوي، خو دا ټول د افغانستان د ټولنې د برخو(افغان) په توګه یادوي.
Louis Dupree:
نوموړی یو امریکایې انسان پېژندونکی وو چې د افغانستان په اړه یې خورا مشهورې څېړنې کړې.
د ده مشهور اثر «افغانستان» نومېږي. په دې اثر کې نوموړی «افغان» د افغانستان د ټولو خلکو لپاره کاروي. ده افغانستان څو قومي، څو ژبیز او ګډ تاریخي دولت باله.
Thomas Barfield:
یو معاصر امریکایې انسان پېژندونکی دی، نوموړی په خپل مشهور اثر« Afghanistan: A Cultural and Political History» کې «افغان» نوم د افغانستان د اتباعو لپاره کاروي. خو دا یې هم ویلي چې د افغان کلمه ډېر وخت د پښتنو لپاره استعمالېدله.
Barnett Rubin:
نوموړی د افغانستان د سیاست او دولت په اړه مشهور څېړونکی دی. د ده مشهور اثر« The Fragmentation of Afghanistan» نومېږي چې هغه کې نوموړی افغانستان څو قومي دولت او «افغان» یو ملي ــ سیاسي هویت بولي.
همدارنګه په روسيې او شوروي ختیځ پوهانو (Orientalists) کې هم داسې کسان شته چې د «افغان» کلمه یې د افغانستان د ټولو اتباعو او اوسېدونکو لپاره کارولې ده، نه یوازې د پښتنو لپاره.
خو ډېری یې په ورته وخت کې دا تاریخي نکته هم یادوي چې«افغان» کلمه پخوا زیاتره د پښتنو لپاره کارېدله.
Nikolai Ivanovich Vavilov:
وایلوف یو مشهور شوروي ساینسپوه وو چې په ۱۹۲۰ کلونو کې یې افغانستان ته سفر کړی وو. ده په خپل اثر « Agricultural Afghanistan» کې افغانستان یو څو قومي هېواد او «افغان» د افغانستان د خلکو په معنا یاد کړی دی.
I. M. Oransky:
اورانسکي شوروي ژبپوه او ختیځ پوه وو چې د افغانستان او منځۍ اسیا د ژبو او قومونو په اړه یې لیکنې کړې. ده په خپلو اثارو کې هم «افغان» د افغانستان د خلکو لپاره کارولی.
د شوروي دورې ډېرو رسمي او اکاډمیکو متنونو کې افغان، د افغانستان د اتباعو لپاره کارېده لکه د دولت، سیاست او نړیوالو اړیکوپه بحثونو کې. شوروی اکاډمیک سیستم زیاتره ملت، تابعیت، او جمهوریت په مودرن سیاسي معنا کاروي.
داسې دریځ د معاصرو لوېدیځ پوهانو د دریځ سره ورته دی. یعنې تاریخي «افغان» اکثره د پښتنو په معنا او معاصر «افغان» د افغانستان د ټولو اتباعو ملي نوم وګرځید.
په فرانسوي پوهانو کې
Joseph Pierre Ferrier،
Jules Barthélemy-Saint-Hilaire
، René Grousset
Olivier Roy
او هم نورو فرانسوي ختیځ پوهانو د افغان کلمه کله نا کله د پښتنو لپاره او وروسته يې په پراخ ملي مفهوم سره کارولې ده.
په ایټالوي ختیځ پوهانو کې هم لاندې کسانو د افغان کلمې په اړه څرګندونې کړي:
Giuseppe Tucci
Angelo Michele Piemontese
Piemontese
Cristoforo Negri
یادو پوهانو هم افغان نوم، د ټول ملت د اتباعو لپاره کارولی.
په معاصره ایټالوي ژبه کې افغان کلمه اکثره ملي/ تابعیتی معنا لري او پښتون، قومي مفهوم څرګندوي.
په ختیځ کې اقبال لاهوري وایې:
اسیا یک پیکر اب وګل است
ملت افغان در ان پیکردل است
از فساد او فساد اسیا است
در ګشاد او ګشاد اسیا است
ژباړه
دا اسیا ده د اوبو خټو بوتاړه
پکې زړه ښکاري افغان ملت له آره
ودانۍ کې یې اسیا به وي ودانه
ویجاړۍ کې یې اسیا به وي ویجاړه
نور بیا
د ۲۰۲۶ کال د مۍ ۲۷ مه
سرلوڅ مرادزی