په ژوند کې د بدلون خبره آسانه ده خو دا بدلون راوستل خورا ستونزمن کار دی، که څه هم د خپل ځان د پرمختګ او په ځان کې بدلون راوستل دا د ځمکې پر سر یوې دیوې سیمې بدلولو شانتې دروند کار هم نه دی، ځکه په واړو واړو کارونو کې بدلون او خپلو حرکاتو او کړنو ته پاملرنه او په خپلو حرکاتو او کړنو باندې کنټرول او مدیریت کولای شي ستاسو په ژوند کې خورا اغیزمن بدلون رامنځته کړي.
لاندني هغه ۲۵ موارد دي چې عملي کول یې بدلون رامنځته کوي:
1. الله ج یا خپل خدای سره هره ورځ وخت تېرول: یعنې په دې معنی چې سهار وختي پورته کېږه او خپل اودس او لمونځ کوه او قران تلاوت کوه په ارامه وخت کې او په آرامه توګه عبادت کول ستا په ژوند کې رحمت او برکت زیاتوي. نو کله چې دې دا چارې ترسره کړې کوښښ کوه چې خپله ورځ پلان کړې او که پلان لرې د پلان لومړیتوبونو باندې تمرکز وکړه.
2. د ژوند د پیل لپاره تر ټولو اصولي او قانوني لار څاره: هغه اخبار څاره چې ستاسو له کاري ژوند سره یې تړاو ډیر دی او ډیر تکراري څیزونه مه ګوره او مه یې آوره چاچې نوی خبر درکړ او چاچې ښې ګڼه وکړه له هغه څخه مننه وکړه. مثبت کارونه څاره او خپل چلند داسې مثبت کړه چې ټول تاسو سره په لیدو د خوشحالۍ او خوښۍ احساس وکړي. اصول او مقرراتو او قانون ته پابند اوسه د قانون څخه تېښته ستونزې زیږوي او هیڅ کله داسې کار مه کوه چې هغه د اصولو او قانون سره په ټکر کې وي.
3. د خپل ایمان په اړه خبرې وکړه: ایمان د ډیریو کسانو لپاره شخصي عقیده ده خو دا ددې معنی نه لري چې دا یو شخصي کار دی.که چیرې ته نه غواړې چې خپله عقیده له نورو سره شریکه کړې او د خپل خدای په اړه خبرې وکړې، ښایې مخاطب دې داسې کار وکړي چې بیا ستاسو عقیدې ته زیان ورسوي نو ښه به دا وي چې مخکې تر مخکې ستا د ایمان او عقیدې په اړه تبصره ترسره شوې وي، یعنې په خپلو مرکو کې خپل ایمان ته اشاره کوه او له هغو کسانو سره ډیرې مرکې او معاملې کوه چې عقیده یې ستا په شان وي. که چیرې ستا معامله له مسلمان سره وي نو ستاسو ډاډ به هم ډير وي او د الله ج برکت او رحمت په هغې معاملې خپل مثبت اغیز ولري.
4. خپلې ټولنې ته ننوځه: یعنې په خپله ټولنه کې پرته له مزده کار وکړه او ځینو کسانو سره خپله مشوره او معلومات شریک کړه، کله چې ته ټولنې په ټولیزو کارونو کې شریک شوې، کولای شې له نورو کسانو سره په ډیره دلچسپۍ معامله وکړې او خبرې مثبتې ترسره کړې. ځکه د اړیکو جوړول په راشه درشه او په لیدو کاتو پراختیا مومي.
5. نویو کسانو سره آشنايي وکړه:کوښښ وکړه چې هره اونۍ له یوه نوي کس سره اړیکه جوړه کړې او یا ورسره وګورې چې دا کتنه کیدلای شي د کار په ځای کې، د تمرین پرځای یا هم په مسجد او یاهم په بازار کې وي او خپله مثبت فکر ورسره شریک کړه. کولای شې ډوډۍ چای یا کافي ته یې دعوت کړې او یا هم هغو کسانو سره اړیکه ټینګه کړه چې غواړي ملګري ولري. پرته له کوم مطلب ورسره اړیکه جوړه کړه یا مینه وکړه، څو نوي کسان ملګري کړئ او نوي څیزونه زده کړئ.
6. هره ورځ کتاب ولوله یا مطالعه وکړه: څومره چې مطالعه ډیره وکړې هغومره ډیر څیزونه زده کوې که چیرې مطالعه خپل عادت وګرځوې فکر دې پرمختګ کوي لید لوری دې پراخیږي، د خوشحالۍ احساس کوې نوي څیزونه زده کوې او اړیکې پراخیږي او مینه وال دې ورځ تر بلې ډیریږي.
7. خپل چینل تغییر کړه: که چیرې ته ټلویزون ګورې یوه پروګرام یا برنامې ته خپل وخت مه ځانګړی کوه، ښوونیز او تعلیمي پروګرامونه وګوره یا هم خپل سیمه ایز پروګرامونه وګوره. نور تفریحي پروګرامونه شته چې اصلي موخه یې ښوونه او روزنه وي اهداف یا موخې وټاکه او د بې معنې پروګرامونو له لیدلو څخه ډډه وکړه.
8. ټلویزون ګل کړه: هره شپه د ټلویزیون له لیدلو څخه ډډه وکړه په اونۍ کې دوه شپې ټلویزیون وګوره د وخت لپاره تقسیم اوقات جوړ کړه او د ټلویزیون لیدلو پروګرام نورو ګټورو څیزونو ته ورکړه چې له فکر او معلوماتي پلوه دې پیاوړی او غښتلی کړي. سپورت وکړه، پیاده روي وکړه او په لار کې اخبار ولوله او د کورنۍ یا ملګرو داسې کسانو سره خبرې یا مرکه وکړه چې له ځان سره څه ولري او د هغه له فکر او خبرو څخه ګټه پورته کړه.
9. ښه خوب وکړه: که چیرې خوب دې ګډوډ وي ټایم ځانګړی کړه چې په دې ټایم ویده کېږم او په دې ټایم له خوبه پاڅیږم، که چیرې آرامه ویده کیدل درته ستونزمن وي هر هغه څه چې تا آرامه وي هغه که تلاوت وي که مطالعه وي هغه وکړه اوبیا د خوب کوټې ولاړ شه.
10. سالمه یا صحي غذا نوش جان کړه: کوښښ وکړه ترکاري ترلاسه کړې او له ډیرو پروټینې او چاقوونکو خوړو څخه ډډه وکړه، پرځای د خوړو میوه استعمال کړه په کور کې او د کار پرځای کې میوه ولره، هر وخت چې وږی کېدې له میوې څخه ګټه اخله او کوښښ کوه چې مڼه یا زردکې او یا هم نورې داسې میوې لکه ناک یا آلوبالو او یا هم هندوانه نوش جان کړې.
11. ورزش یا تمرین ته وخت ورکړه: کلپ ته ولاړ شه، پياده روي وکړه او له نورو ملګرو سره د ژوند د ښو عادتونو په اړه خبرې وکړه او له هغو عادتونو څخه چې ښه وي ګټه پورته کړه که چیرې تمرین نه کوې نو کوښښ وکړه چې د ورځې له لوري نیم ساعت حتما پياده وګرځې څو سالم صحت ولرې.
12. اوبه وڅښه: د ورځې پرمهال د چارو په ترڅ کې اوبو څخه ګټه اخله، لږ تر لږه د ورځې له لوري ۳ تر ۴ لیټرو اوبه وڅښه که چیرې پاکې اوبه نه وي کولای شې له جوش کړو اوبو او یا هم له چای څخه ګټه واخلې او که چیرې دوه دری ګلاسه ګرمې بیرته یخې شوې اوبه د سهار له لوري وڅښل شي روغتیا ته ډیره ګټه لري.
13. اضافي کاغذونه او پلاستیکونه بیاځلي پروسس لپاره اماده کوئ: یو انسان د ورځې له دری سوو تر څلور سوو ګرامو اضافي کاغذ پلاستیک (زبالې) تولیدوي، د دې زبالو په بیرته ټولولو کې هم مرسته وکړئ، ځکه د زبالو په زیاتیدو سره سیمه چټلیږي او د چټلۍ په زیاتیدا سره هوا خرابیږي او خرابه هوا تر ټولو ډیر اغیز د انسان په صحت باندې لري چې صحت له ستونزو او مشکلاتو سره مخ کوي.که غواړئ چې تل سالم اوسۍ او ستاسو چاپیریال پرمختګ وکړي، خپل مسئولیت ادا کړئ او د چټلیو یا استفاده شویو پلاستیکونو په ټولولو کې له خپل چاپیریال سره مینه وکړئ.
14. خپل زاړه څیزونه او خپل استعمال شوي څیزونه مه ساتئ: خپل استعمال شوي او زاړه لباس او نور څیزونه خلکو ته یې د مرستې په توګه ورکړئ له یوې خوا به د کثافاتو بوج یا ذخیره کمه شي او له بل پلوه به له هغو کسانو سره مرسته وکړئ چې غواړي ستاسو زاړه څیزونه استعمال کړي.
15. خپل پاک توکي او محصولات چاڼ کړئ او بې ګټې او بې استفادې څیزونه مه ذخیره کوئ: ډیرئ څیزونه چې جوړ شوي خپل وخت لري او د وخت تېریدو وروسته استعمال یې ټولنې او چاپیریال ته ستونزې جوړوي او ډیر مضر واقع کیدای شي، ځکه ډیریو په تولید کې له کیمیاوي توکو ګټه اخیستل کېږي او ډیر هغه کیمیاوي مواد چې استعمالوئ که چیرې په چاپیر کې طبیعي څیز وي له هغه څخه ګټه واخلئ او چې په تولید کې له کیمیاوي توګه ګټه اخیستل شوي وي له هغه څخه ډډه وکړئ. په دې کار سره تاسو هوا او فضا سره مرسته کوئ او ځان او ټولنه له مضره زره وي کثافاتو ژغورئ.
16. چاپیریال او ټولنه کې بې نظمي له منځه یوسئ: ایمیل پرانیسۍ، چټل داني یا کثافاتي توکو سطل وګورئ او ژر یې خالي کړئ وګورئ چې څومره مجلې موساتلي او ډیرۍ شته چې لوستلای یې نشئ، نورو ته یې ورکړئ چې وې لولي او یا هم د ځینې معلوماتو او مطالبو څخه یې ګټه واخلي.
17. نوې ټکنالوژۍ سره ځان آشنا کړئ: زاړه کتابونه، زړې مجلې او زاړه ورځني اخبار جمعه کړئ او که یې ساتلای شئ په یوه سي ډي یا یو اس بي کې وساتۍ او زاړه نوټونه او زړې پاڼې له منځه یوسۍ او ځان ترې خلاص کړئ څو تاسو په خپله هم په خپله کتاب خانه کې سرګردان نه یاست.
18. د بې ځایه لګښتونو مخنیوی وکړئ: تازه ترکاري واخلئ او په یوه ورځ ډیره میوه کورته مه وړئ، ځکه د سبا لپاره هم خپل اصلي خاصیت له لاسه ورکوي او هم ځینې ضایع کېږي یعنې کولای شئ چې تازه او لږ لږ څخه ګټه واخلئ، هره ورځ له بهر څخه غذا مه اخلئ کوښښ کوئ چې میاشت یا اونۍ کې یوه ورځ فرمایش ورکړئ او له هوټل څخه غذا ترلاسه کړئ او نورې ورځې په کور کې تهیه کوئ له یوې خوا روغتیا ته ګټه رسوي او له بل پلوه ستاسو لګښتونه کمېږي.
19. هرڅه داسې پاک ساتۍ چې تاسو تلونکي یاست: یعنې په دې معنی چې په خپل وخت عبادت ترسره کړئ، هر وخت تلاوت وکړئ، چې ډوډۍ مو وخوړه لوښي پاک کړئ چې کالي مو وه ایستل د کالا شويي ماشین ته یې واچوئ او پخلنځي کې مو چټل لوښي دیوه وخت بل وخت ته مه پریږدئ چې ډوډۍ مو نوش جان کړه لوښي پاک کړئ او په خپل المارۍ یا ځای کې کېږدۍ.
20. د خپلې اړتیا په وسیله بودیجه ځانګړئ کړئ: د معلوماتو له مخې څوک چې خپلو لګښتونو ته بودیجه ځانګړې کوي او د هغې په رڼا کې حرکت کوي ۹۰ سلنه ستونزې حل وي او د بودیجې لومړیتوب باید د پیسو ساتنه وي، ځکه پیسې ګټل یو هنر دی او ساتل یې خورا ستونزمن او ستر هنر دی. بودیجه داسې مدیریت کړئ چې هم ستاسو شته مالي غوښتنو ته د ځواب وړ وي او هم په راتلونکې کې ستاسو غوښتنو ته ځواب ووایي.
21. صدقه وکړئ: د لباس، د توکو، د خوړو او د پیسو صدقه له نږدې خپلوانو څخه پیل کړئ او تر کومه حده مو چې توان وو ترسره یې کړئ، ځکه سخا په کور، مال او پیسو کې برکت راولي، کال په کال د صدقې په کچه کې زیاتوالی راولئ څو ستاسو په مال او کار کې برکت رامنځته شي. کله چې تاسو صدقه کوئ ستاسو د مال، کار او د ژوند په مقابل کې چې کوم خنډونه وي هغه د سخاوتمندي او صدقې په وسیله له منځه ځي.
22. صافت او نیغ کښینۍ: که چیرې په دفتر کې یا د کار په ځای کې کښینۍ یا ودریږۍ لومړی خپله څوکۍ مناسبه برابره کړئ، نیغ کښینۍ او سم ودریږۍ، ځکه بې نظمه کېناستل یا ودریدل هم ستاسو روغتیا ته زیان رسوي او ستاسو شتون د نورو په مقابل کې تر پوښتنې لاندې وړي او هم ستاسو کار او نظم کمزوری ښکاره کوي نو کوښښ کوئ چې استواره کښینۍ او کلک ودریږئ. په چوکۍ کې منظم کښینۍ چې شاه مو د چوکۍ له تکیې سره نښتې وي او پښې مو استواره له ځمکې سره تماس ولري.
23. د کار په جریان کې وقفه اخله: یعنې کله مو چې کار پیل کړ هر یوساعت وروسته یوه وقفه اخله او یا هم یوه پروژه چې پای ته ورسیده یوه وقفه اخله او څو قدم اخله یا ریفرش هوا تنفس کوه او له ۵ تر ۱۰ دقیقو وقفه کوه په دې وقفه کې یا اوبه یا هم چای او یا کافي اخله او نورو همکارانو لیدنه کوه بیرته خپل ځای ته را ګرځه ځکه دوامداره ناسته روغتیایې ستونزې جوړوي.
24. ابتکار رامنځته کړه یا خلاق اوسه: خسته ګې یا ستړیا له منځه یوسه او په ځان اعتماد او باور ډیر کړه که چیرې د ابتکار په لټه کې اوسې ستا په کار کې به ډیر پرمختګونه او مثبته انرژي پیدا شي چې ستا اعتماد او باور زیاتوي او ټولو کارونو د ترسره کیدا لپاره تا هڅوي چې ژر یې ترسره کړې. که نوی مشکل پیدا شو په آرامۍ ورسره مبارزه وکړه او په ارامۍ حل کړه چې له دې سره هم ستاسو حوصله زیاتیږي او هم نوي تکتیونه او کارونه زده کوئ. د کار له پیل څخه لس تر شلو دقیقو مخکې خپل کار ته ولاړ شه څو په چارو کې بریالیتوب ترلاسه کړې.
25. رخصتي سیاحت او سفر: که چیرې په دفتر کې یا د کار ځای کې سیاحتي سفرونه او تفریحي سفرونه نه وي، نو کله نا کله له دفتر څخه د یوې اونۍ یا دوو اونیو لپاره رخصت واخله او د کار له ماحوله ځان لیرې کړه، څو وکولای شې په یو نواخته ژوند کې بدلون راولې او کار ته پرته له ستړیا فعال او تازه راستون شې. له دندې او د کار له ځای څخه لېرې کیدل کولای شي ستاسو ذهني فشار کم کړي او ستاسو حوصله زیاته او په چلند کې مو مثبت بدلون راولي.
د پورتنیو عادتونو په عملي کیدو سره ستاسو په ژوند کې مثبت بدلون او پرمختګ رامنځته کېږي. که چیرې پورتني عادتونه د دوو اونیو لپاره هره ورځ عملي شي، ستاسو په عادت تبدیلېږي او ورځ تر بلې ستاسو عادت ګرځي. پورتني عادتونه عملي کول ستاسو ژوند له نویو خوږو سره آشنا کوي، خوشحالي مو زیاتوي، حوصله مو ډیروي، ژوند له معناوو ډکوي. آرامه ژوند لپاره لاره هواروي او ستاسو په چار او چلند باندې خورا ښه اغیزه کوي.
سرچینې:
https://www.habitsforabetterworld.org/our-approach?gad_source=1&gad_campaignid=23621327712&gbraid=0AAAABCv_NMJPZtaFTQuI_1-WZCc-qb_P6&gclid=EAIaIQobChMI0-iAn_yUlAMVbIhQBh0ClAAsEAAYASAFEgLz1fD_BwE
https://jamesclear.com/habits
https://www.facebook.com/TheSimplicityHabit/posts/15-good-habits-to-have-in-your-life/1333960191421679/