په پښتو کې موږ دغه اصطلاح لرو چې وایی: موچی که دومره تکړه وای خپل ځان ته به یې «سوګلې» جوړې کړې وای ! سوګلې همغه چرم دی چې دواورو په مقابل کې یې په مزو ګنډی اوبیا دبوټو کار ورنه اخلی .دشهباز شریف او عاصم منیر دادې واده تیر شو ، داسلام آباد ډیزلی واکدارانو په دې غونډه کې دایران (۵) زره کلن تمدن په وړاندې داسې ښکاریدل لکه ما شومان! چې ګوګل هم ور باندې شرمیږی .که په رڼا ورځ اسرائیل په لبنان باندې بمباری کوی خو دلته پرون جوړشوی ماشوم اسلام آباد پر افغانستان هوایی بمباری وکړلی نوبیا د بشریت په قاموس کې د کوم آباد خبره کوی ؟. اسلام اباد دامریکا او ایران اسلامی جمهوری روغې جوړې ته لا ډایپر کې ګرځی . جوړه روغه خو هم نصاب ، تاریخ ،ملی هویت او عزت لری جوړه روغه داسې خلک کولی شی چې د جوړې ظرفیت ،پوهه ،تجربه اود جرګو نوم لری جوړه په احمد زیو ښه ښکاری . شهباز شریف او منیر په کومه خوله دروغې لپاره لکې اچوله ؟ یو څوک چا په کلی کې نه پرېښود خو ده ویل آس مې دخان کره وتړه! . شهباز قلندر یو دوه مخی بې شخصیت اجنت دی چې نه شرم لری او نه حیاءاسلام آباد باید له خپلې بړستنې سره پښې وغځوی !
ای اس ای د نیابتی ، ترهګرو، داعشی ، نورو ډلو اوټپلو یو ماهر مر کز دی دحیرانتیا خبره داده چې امریکا او ایران په کوم اعتبار ور روان وه ؟ د اسلام آباد مرچکیو دالو تلک کار ور نه کړ هره لوبه چې وه له سره معلومېده چې چل او له وخت نه په چاپلوسی کې ګټه اوسؤء استفاده کول دیًاو ځان ښودنه ده.
حیف دیوتیوب او دهیاهو او نغارو .
په معاصره نړۍ کې ، ددیجیتال په تکنو او مصنوعی ځیرکتیا کې چې یوڅوک نړیوال ترهګر وی هغه بیا په کوم منطق دروغې جوړې لپاره هلې ځلې کوی کوم چې دده کوم مسئولیت هم نه وی او دروغې جوړې لوری په کوم باور دغه زمینه تر لاسه کوی؟ دایران اسلامی جمهوریت پاکستان ښه پېژنی . ایا شهباز شریف دومره شخصیت لری چې دایران ټول ملی مسائل دامریکې لپاره سپوتاژ نه کړی . پاکستان خو ډیر مفلس دی هر خس او خاشاک ته لاس اچوی دپیسو لپاره هره لوبه کوی اسلام آباد خپلې استخباراتی زړې ببولالې لری او ګټې لری . اسلام آباد پو هیږی ګې چې څنګه امریکایان تېر باسی.اوس راځو دې ته چې کوم یو اسرائیل او که دوم اسرائیل ( اسلام اباد) په جنګ ، وژنو، او شخړو کې برلاسی دی؟
کوشنر دترمپ زوم او دوم هتلر ځناور یاهو یودبل سره کوم اړیکی لری
عاصم منیر د کریدت او نمرو په لټه کې دی ولی دبشریت جنایت څخه یې سترګې پټې دی هغه دا چې په دوامداره توګه شپه او ورځ دوا،برېښنا،تکراری کډوالی، دخوراکی ټو کو بندښت، په زور دزمکو او ښارونو نیول ټول منابع له منځه وړل دا کومه دموکراسی او سیستم منلی شې چې له موږ ورک دی چې له فلسطینه امریکا دایران سیمې ته هم راوړ! دا فجیع ترین جنایت دبشریت په تاریخ کې دی.
کوم عقل دامنلی شی چې په زور اوجبر دې یو پنځه زره کلن تمدن له منځه یوړل شی. تاسې ولیدل هغه چې دبشر دحقوقو نارې وهی دافغانستان بمبارۍ یې محکومه نه کړې حتی ترمپ اوس معلومه شوه چې پاکستان له جنایت لاس نه اخلی. موږ ته یې هم په ډیر حساس وخت کې پڅ ، بخیل ،شوم، میزوب، زاړه ملایان ساتلی او موږ یې لا شک ګڼو !
پای