دوې حیاتي اړتیاوې
د افغانستان په سپیڅلې خاوره د پاکستان هوایي ځواکونو ړندې بمباري او پر جنګ ځپلو افغانانو باندې د پاکستاني پوځیانو توره او بریښ دوامداره او ورځنی چار ګرځیدلی دی. د نړۍ د نورو دولتونو زیاتره مشران ملنډې وهونکي ننداره چیان شویدي. عامه نړیوال ذهنیت د انحصاري رسنیو په تارونو کې بند پاتې دي. د اسلامي امارت مشران د خپلو انتزاعي باورونو په مستۍ کې اسمان په لوټو ولي...
دا ټول ولې؟
په عامه منظر کې، داسې ښکاري چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې نا آرامي ده، پاکستاني طالبان او د بلوڅو آزادۍ غوښتونکې اردو د پاکستان د پوځ سره په جنګ اخته دي، هره ورځ په پوځي پوستو بریدونه کوي، پوځیان وژني او خپله هم قرباني ورکوي...
اما ددې شاته نور دوه منظره هم تر سترګو کیږي:
لومړی، د پاکستان دنننۍ اقتصادي، اجتماعي، سیاسي او په ځانګړې توګه امنیتي بحراني وضعیت پاکستاني چارواکي اړباسي چې د خپل ولس او آن د نړیوالو په سترګو کې خاورې وښندي او د بیوسه افغانستان معصومه خاوره د خپلو ټولو نا آمنیو او ناخوالو مقصره وګڼي، ګنې د پاکستان د بحرانونو ریښې په افغانستان کې پرتې دي .اما په واقعیت کې د ا ټول بحرانونه په خپله د پاکستاني چارواکو د زیرکانه لوبو محصول دي.
له ډیره وخته راپدیخوا پاکستاني واکمنان د ډبلو لوبو ماهران شویدي .پاکستان تر ټولو دمخه د افغاني طالبانو او TTP سره ډبله لوبه وکړه. پاکستاني پوځیانو د طالبانو په لومړي ځل راپورته کولو او بیا د امریکا سره یوځای د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ په راپرځولو کې فعال رول درلود. یوځل بیا یی په افغانستان کې د ټولو زیربناوو او نظام له منځه وړلو په هدف افغاني او پاکستاني طالبانو سره په پټه فعاله همکاري ترسره کړه. اوس په مکیاولستي شیوو سره په افغانستان او پښتونخوا کې د خپلو ټولو ناکردو مسُولیت د افغاني او پاکستاني طالبانو په غاړه اچوي.
پاکستاني مشرانو یواځې د طالبانو سره دا ډول چلند نه دی کړي. پاکستانیانو د چینایانو سره هم ډبله لوبه وکړه، هم یې د سیپک په پروژه کې د چین میلیاردونه ډالر په پاکستان کې ولږول او هم یې د هغه رقیب متحده ایالتونو سره په یارۍ کې چینایان په ګوادر او نورو ځایونو کې وژل، تر هغه چې پروژه یې د میلیاردونو ډالرو لګښت وروسته اوس په ټپه ودرولې ده.
د پاکستان د هیله ګرو مکاري یواځې د خپلو ګاونډیو سره محدودې پاتې نه دي. پنجابیانو د متحده ایالتونوسره هم ډبله لوبه وکړه. د طالبانو د لومړي واکمنۍ له منځه وړلو له پاره د امریکایانو شانه به شانه ملګري وو، بیا یې د امریکایانو په ضد د جنګیالیو پټنځایونه هم خوندی کول.
پاکستاني چارواکي که د ډبلو لوبو ماهران شویدي، اوس په کې رانغښتي هم دي .ښکاري پاکستان د خپلوهمدغو زیرکانه ډبلو لوبو په ډیرو لومو کې بند پاتې دی. اوس لکه سیلاب وړی هڅه لري د افغانستان سره په جنګ ـ جګړو، د ځان نجات له پاره هر بوټي ته لاس اچوي.
دویم، د پاکستان اجیر پوځ د همیش په څیر بیا د زبرځواک د سیمې د کړکیچ پروژه په غاړه اخیستې ده .د پاکستان پوځیان او دولتي مشران څو ځلي واشنګټن ته وغوښتل شول، لاس په نامه حاضر شول، د تړلو دروازو شاته سره وغږیدل، په ښکاره د تکړه پوځیانو او د امریکا د ښو دوستانو په توګه په شا وډبول شول. ورپسې د ټرمپ له خوا د بګرام د هوایي ډګر د بیا ترلاسه کولو غږونه پورته شول. لدې سره په افغانستان کې د متحده ایالتونو د بیړني وتلو څخه د څو میلیاردو ډالرو په ارزښت پاتې وسلو د بیرته ورکولو یا له منځه وړلو آوازې هم زمزمه کیدلې .اما پر ایران باندې د متحده ایالتونو او اسرائیلو د بریدونو سره ښکاره شوه چې د سیمې د کړکیچنولو پروژه خورا ستره ده او پاکستان ددې سترې لوبې یوغوره ګوټک دی.
د کړکیچ ددې سترې پروژې هدف بیا هم هماغه د چین د » یوکمر بند او یوې لارې « د نړیوالې سترې پروژې او د ایران له لارې د فارس خلیج ته د روسیې او چین د لاسرسي مخنیوی دی. د یو کمربند او یوې لارې نړیوالې پروژې د شپږو غوره برخو څخه یوه یې د سیپک پروژه وه چې امریکایي چارواکي وتوانیدل په پاکستان کې یې ودروي او د هند سمندر ته د چین د رسیدلو لاس غوڅ کړي. لدې سره چین د افغانستان او ایران له لارې ددې پروژې د عملي کولوجدي هڅې روانې کړیدي. دادی د ایران په سر د امریکا - اسرائیلو هوایي تندرونه او د افغانستان په سر د پاکستان هوایي تندرونه راغورځیږي. ګنې ایران او د هغه اتومي تاسیسات د اسرائیلو له پاره او په افغانستان کې طالبان د پاکستان له پاره حیاتي ګواښونه جوړوي .په سیمه کې د یهودو صیهونیستي پراختیا غوښتنه او د متحده ایالتونو استعماري اهداف هم څرګند دي.
په افغانستان کې روانې پیښې د ایران د حالاتو سره مخامخ تړلي دي او په دواړو هیوادونو کې د پیښو انکشافات یو په بل مستقیم آغیز ښندي. د سترو نړیوالو کړکیچونو څخه د خپل هیواد ساتل د سیاسي مشرانو سیاسي مهارت او د ولس ټینګ ملي دریځ پورې تړلی دی. متأسفانه په وروستیو پنځو لسیزو کې افغاني مشرانو داسې کوم سیاسي مهارت له ځانه ندی ښودلي، برخلاف پردۍ شخړې او جنګونه یې ارادي او غیر ارادي هیواد ته رابللي دي. پدې لړ کې ډیر کله ملي دریځ هم خلل موندلی دی، یعنې دهیواد په مصیبتونو کې هم مشران، د سیاسي مهارتونو د کمزورۍ له کبله او هم ولس د ملي شعور د نشتون له کبله ګرم دي .
په اوسنیو حالاتو کې چې هیواد یو ځل بیا د تپل شوي جنګ په سر ولاړ دی، د هیواد ساتنه پرته له هیڅ شک او تردید ملي فریضه ده. اوس افغانستان دوه حیاتي اړتیاوې لري:
 ستراتیژیکه دفاع
په څرګنده توګه پدې جګړه کې پاکستان تیری کونکی دی او افغانستان د دفاع په موضع کې قرار لري. د افغانستان دفاعي ځواکونه د همدغه مغرضه پاکستان او دنننیو خاینینو په مټ له منځه وړل شویدی. ګران هیواد تر ننه پورې هم کوم منظم دفاعي سیستم نه لري. هر هیواد د ځان ساتنې له پاره د اوسني عصر د غوښتنو سره سم برابر بشپړ دفاعي سیستم ته اړتیا لري.
ستراتیژیکه دفاع د جګړه اییزو فعالیتونو تر ټولو غوره شکل دی. دا د پوځي، سیاسي او اقتصادي اقداماتو مجموعه ده، دا د هر ډول دښمن د احتمالي بریدونو پر شاتمبولو ته مخکې له مخکې بشپړ چمتووالی دی، دا د ستراتیژیک اهمیت لرونکو ځایونو ساتنه ده او په پای کې د متقابلو برید ونو له پاره د مساعدو شرایطو اماده ګي ده. د ستراتیژیکې دفاع هدف د خپلې خاورې او دولت ساتنه، د دښمن د احتمالي تیري او ګواښ مخنیوی، د دښمن برترو ځواکونو د بریدونو ماتول، دښمن ته اعظمي تلفات رسول او د متقابلو بریدونو له پاره وخت ګټل دي. ټینګ دفاعي سنګرونه، څو کرښه ییزه حلقوي مدافعه او د متقابلو ضربو واردول د ستراتیژیکې مدافعي غوره متشکله اجزاُ دي. په اوسمیو شرایطو کې تر ټولو لومړی د دښمن د هوایي برتري خنثی کولو له پاره ډاډمن مدرن دفاعي سیستم ترلاسه کول حتمي او ضروري دی. که امریکایي (patriot) دفاعي سیستم ګران دی، یا روسي (C-400) دفاعي سیستم ډیرې پیسې غواړي، هندي د الوتکو ضد راکټونه (VSHORADS) ډیر ګران نه دي. د پاکستان د هوایي برتري له منځه وړلو او له ستراتیژیکې دفاع پرته، هیواد او موجوده واکمنۍ خوندي نه شي پاتې کیدلی.
 ستراتیژیک برید
د دښمن مکررو بریدونو په مقابل کې همیشنی دفاعي وضعیت کمزوری کیدونکی او خلل موندونکی دی. نو ځکه د دښمن دوامدارو تعرضونو د اساسي چارې له پاره د ستراتیژیک برید پلان لرل هم د هیواد ساتني حیاتي اړتیا ده. ستراتیژیک برید د وسله وال پوځ د ټولو صنفونو پراخ او هم آهنګه یرغلیز عملیات دي چې هدف یې د دښمن د ځواکونو اصلي برخې له منځه وړل، د مهمو ځایونو نیول او د جکړې سیاسي او پوځي موخو ته رسیدل دي. دا د بیلا بیلو پوځي څانګو مسلسل او یووخته جګړه اییز عملیات دي چې د دښمن مقاومت ماتولو له پاره ترسره کیږي. کشف، استحکام، پلي، توپچي، دافع هوا، هوایي او نور ټول قطعات او جزُتامونه په کې یووخته برخه اخلي .
مخکې له مخکې د د دښمن د ځواکونو څیړنه، د هغو په هکله د دقیقو ارقامو ترلاسه کول او ارزونه د ستراتیژیکو پلانونو ضروري برخه ده. د باندینیو ملاتړو ځواکونو ارزونه هم د پلان ضروري برخه ګڼل کیږي.
دهیواد د ستراتیژیکې دفاع او ستراتیژیک برید پلان د مسلکي پوځي کارپوهانو له خوا چمتو کیږي او د سیاستوالو له خوا منظوریږي. د دا ډول هراړخیزه پلان جوړونې پرته په جګړو کې بشپړ بریالیتوب ته رسیدل ناشونی دی. د اسلامي امارت جنګیالیان سره ددې چې په چریکي جګړو کې اوږدې تجربې او ځانګړی مهارتونه لري، اما د منظمو جګړو خوب یې خیال یې په سرو کې نه درلود او دادی سرته یې راورسید.
په جګړو کې بریالیتوب پنځوس سلنه هغو ته مخکینۍ چمتووالي پورې تړلې دی. سره ددې چې د اسلامي امارت چارواکو د خپلې واکمنۍ په پنځو کلونو کې خپل ډیر وخت او ځواک د دولتي چارو په ځای په شخصي او انفرادي مسایلو کې تیر کړیدی، اما د هیواد ساتنې فریضې ادأ کولو له پاره هیڅ وخت ناوخته نه دی. د هیواد د دفاع ستراتیژیکه پلان ګزاري د دولت دنده او د ټولو هیوادوالو ملي فریضه ده، ځکه نو د هیواد هر وګړې ددې ستراتیژي د سرته رسولو فعال غړی دی، هر یو نظر په خپل موقف او توان سره ددې فریضې سرته رسولو کې برخه اخلي. د چا د ضمیر سترګې باید ړندې وي چې لیدلي ونه شي: پاکستان نه یواځې اوس اسلامي امارت ته، بلکې همیشه ټول افغانستان ته په خیرنو سترګو کتلي دي. د جمهوریت په وخت کې همدا حال وُ، تر هغې پخوا هم...!
زموږ جنګ ځپلي خلک تر ټولو ښه پوهیږي چې جنګ ګټونکی نه لري، بایلونکی او ډیر بایلونکی لري .د زړه سر افغانستان چې تازه د اوږدو جګړو څخه راوتی دی، دادی د بلې تپل شوې جګړې مخ ته ودرید، اما د پاکستان سره په جګړه کې هرومرو پاکستان ډیر بایلونکی دی. له هیره باید ونه باسو چې جګړه یو دریم ګړی ګټونکی لري. هغه د وسلو تولیدونکي او سوداګر دي امریکا، چین، روسیه، آلمان او بریتانیا پدې برخه کې د نړۍ مخکښان دي.
پدې جګړه کې پاکستاني چارواکي غواړي اسلامي امارت مجبور کړي چې د کرښې هاغاړې طالبانو پر ضد عملیات وکړي او د پښتنو او بلوڅو پاڅونونه پرې وټکوي .هغه څه چې عقلاً، منطقاً او عملاً ناممکن دي او هغه څه چې په افغانیت کې هیڅ ځای نه شي لرلی. د پاکستان دا جګړه د هغوۍ د عمومي ستراتیژي پرمخ بیولو یوه برخه ده چې کابل باید وسوځي چې اسلام برباد هوسا پاتې شي. پاکستان د افغانستان په وړندې ټاکلي اوږدمهاله همیشني د کړکیچ ستراتیژي لري. متأسفانه افغانستان د پاکستان په وړاندې دوامداره ستراتیژي نه لري، ځکه نو همیشه آسیب پذیره هم دی.
« په هر مصیبت کې یو ښه فرصت هم پروت وي». په اوسني تپل شوی مصیبت کې د هیواد ساتنې ستر درس پروت دی. د وطن ساتنه د ټولو ملي فریضه ده، پس دولت هم باید ملي ماهیت ولري، نه تنظیمي. حکومت کیدای شي د یو ګوند یا تنظیم په لاس کې د یوې ټاکلې ملي پروسې له لارې وي، اما بیا هم وسله وال پوځ باید ملي وي، نه ګوندي او تنظیمي. ملي دولت د امریکا فرمایشي سهامي شرکت په بڼه « ټولګډونه دولت» سره، لکه ځمکه او آسمان ټوپیر لري. ملي دولت د دنننیو بهیرونو، دنننیو تعاملاتو او دنننیو ځواکونو څخه رامنځته کیږي.
د یو افغان په توګه یو وړاندیز: د پاکستان د هوایي تیریو په مقابل کې د ډیورند په فرضي کرښه لومړني ځوابي بریدونه په تکتیکي لحاظ، د ناببره یرغلونو په توګه خورا عالي وو، اما هلته د دوامداره نښتو ادامه په ستراتیژیک لحاظ بې ګټې او آن د دواړه خواوو پښتنو په ضرر دي. هلته د پاکستان زیاتره سرحدي ملیشې (FC)، سره لدې چې اوس وفاقي(مرکزي) ځواکونو پورې تړلې دي، اما د انګریزانو له وخته تراوسه پورې هماغه ټپه سري پښتانه دي چې « د پنځو روپو له پاره د اغیارو نوکري کا» او ملنګ جان پرې شپیته کاله مخکې « تو لعنت » ویلي دي. د دوامداره نښتو په نتیجه کې دواړه غاړې پښتانه مري. دواړه غاړې د پښتنو کورونه تباه کیږي، سیمي تخلیه کیږي، هغه څه چې د پښتنو په هکله د پاکستان په ستراتیژي کې خای لري. د پاکستان رسمي ارقام د خپل دښمن تلفاتو په هکله ځکه مبالغه آمیزه ښکاري، چې د دواړو غاړو هر پښتون چې مري، هغوۍ یې د خپل دښمن د تلفاتو په جمله کې حسابوي. لدې کبله، د انتقامي او ځوابي عملیاتو هدف ښایي هلته د پښتونخوا د وسله والو ځواکونو په مټ ګام په ګام وړاندې تګ، د پوستو نیول، ساتل او د ټولو قبایلو سیمو آزادول وي. قبایلي سیمي د محمود خان اڅکزي له قوله، د پاکستان د جوړیدو د وخت په نقشه کې هیڅ نشته، دا سیمې یې ډیر وروسته په خپل قبضه کې راوستلې. د انقلابونو د کلاسیکې تیوري سره سم، په ټوله پښتونخوا کې د آزادۍ پاڅون له پاره عیني شرایط برابر دي، یعنې نور محکوم ولس نه غواړي د پخوا په څیر د پردیو د یوغ لاندې ژوند وکړي او حاکم قشر نور نه شي کولای د پخوا په څیر حاکمیت وچلوي. اما په ټوله پښټونخوا کې د پاڅون له پاره ذهني شرایط نه دي مساعد شوي، یعنې د روښانفکرانو او انقلابیونو داسي یو پیاوړی سازمان چې ولس د آزادي د انقلاب رهبري وکړي، متأسفانه لا رشد نه دی کړی. اما په ټولو قبایلي سیمو کې عیني او ذهني شرایط برابر دي، یعنې هم ولس او هم سازمانده ځواک، د TTP او PTM په وجود کې شته دی. دا فرصت له لاسه ورکول، هماغه د مصیبت فرصت له لاسه ورکول دي، چې باید له لاسه ونه ووځي.
په هیواد کې ډاډمن دفاعي سیستم رامنځته کول او د پاکستان د مکررو تعرضونو په مقابل کې ستراتیژیک برید ته چمتووالي د پاکستان د شر څخه د خلاصون یواځنۍ لار ده. لدې سره په زغرده د پښتنو او بلوڅو د آزادیبخښونکي پاڅون ملاتړ ته همت پکار دی.
محمد یوسف صابر ساپی