په منځني ختیځ کې د ايران – اسراييلو او امریکا ترمنځ جګړه ورځ تر بلې زور اخلي او وضعیت لا تر ورځ تر بلې پسې خرابېږي او پېچلي حالت ته ننوزي. ددې جګړو په ترڅ کې تر اوسمهاله دا جوته شوې چې پر ايران د امریکا او اسراییلو هغه پلان ناکام شو چې ژر تر ژره به ايران بې له ستر مقاومت څخه په ګونډو کړي. د ډونالډ ټرمپ او د اسراييلو د ولسمشر نتن ياهو حساب ناسم وخوت او د ايران د نظامي او سياسي مشرۍ د سر د اشخاصو په له منځه وړلو، د ايران پر ملکي هدفونو، ملکي وګړو او پوځي ځايونو باندې له سختو او شديدو بريدنونو سربېره لا هم تهران مقاومت کوي او ان دا چې په پوره مقاومت جنګېږي او پر اسراييلو سربېره یې ټول هغه د شاوخوا عربي هېوادنو باندې چې پکې د امريکا نظامي اډې دي تر بريد لاندې نيولي دي. او دا د ایران د خلکو یووالی او دا د ايران د انقلابي ځواک د سرتېرو استقامت، ځان‌ساتنه او پرېکنده دریځ څرګندوي.
اوس باید څه وشي؟! ، هېڅوک نه پوهېږي. سردرګومه او د ناهیلي فضا رامنځته شوې ، ددې جګړې په اړه د غرب هغه تر ټولو سخت خوش باوره اشخاص هم ګنګس دي چې بالاخره پايله به څه شي؟ د امريکا او اسراييلو لپاره په منځني ختیځ کې د جګړې اور بلول اسانه وو، خو ساتل یې خورا ستونزمن ثابت شوي، ځکه اوس د همدې اور لمبې خپله اور بلونکوو ته ورنږدې کېدونکې دي.
د امریکا او اسراییلو له ستراتیژیکو ناکامیو څخه یوه دا هم ده چې د سیمې هېوادونه نه غواړي د ایران پر ضد جګړه کې ګډون وکړي. د فارس خلیج له اسلامي هېوادونو څخه د ایران ضد ائتلاف جوړول تقريبا نا ممکن شوي، او پرته له دې د تهران د مقاومت ماتول اسانه نه ښکاري.
په ورته وخت کې د منځني ختيځ د چارو د کارپوهانو په وينا یوه نوې ګواښ هم راڅرګند شوی چې ښايي د منځني ختیځ د جګړې اور نور هم پسې وژونکی او لا پسې خپور شي هغه دا چې دا جګړه له سیاسي او اقتصادي ډګر څخه مذهبي ډګر ته بدلېږي. د منځني ختیځ د استخباراتي سرچینو د معلوماتو له مخې، اسراییل چمتو دي چې د نړۍ د مسلمانانو تر ټولو مقدس ځايونه په دې لمبو کې قرباني کړي يانې اسراييل داسې پلان هم لري چې په بیت‌المقدس کې پر القصی جومات د توغندي یا ډرون برید ترسره کړي او بيا یې پر ايران ور وتپي.
او په دې سره تل‌ابیب غواړي دوه هدفونه ترلاسه کړي: لومړی دا چې د اسلامي نړۍ له تر ټولو مقدسو او لرغونو جوماتونو څخه یو له منځه یوسي، او دویم دا چې د نړۍ مسلمانان د ایران د مسلمانانو پر ضد را وپاروي. په اسلامي نړۍ کې همدا بې اتفاقي ده چې په اوس وخت کې اسراییل او امریکا ورته ډېره اړتیا لري.
الاقصی جومات سربېره پردې چې یو ښکلی، تاریخي او لرغونی مذهبي ځای دی. د بیت‌المقدس په زاړه ښار کې د معبد پر غونډۍ موقعیت لري له مکې شريفې او مدينې منورې وروسته دريو تر ټولو سپېڅلو اسلامي ځایونو له جملې څخه دی، که خدای مه کړه دې جومات ته زيان رسېږي نو د غوسې داسې څپه به راپورته شي چې لهاندونيزيا څخه تر نايجريا پورې به پراخه سیمه ونیسي. پوښتنه دا ده چې دا غوسه به د چا پر ضد وي؟
پر دې مقدش ځای هره بده پېښه داسې درد راپارولای شي چې نه یوازې څو کلونه، بلکې لسیزې به یې اغېز پاتې وي . پر الاقصی جومات هر ډول وحشیانه برید به د اسلامي نړۍ سخت احساسات را وپاروي. همدا هغه څه دي چې د جګړې د دوام لپاره یې ددې ظالمانه سناریو جوړوونکي (امريکا او اسراييل) غواړي. یعنې مسلمانان د سني او شيعه تر نامه لاندې ددې جومات پر سر په داسې اوږده شخړه کې ښکېل کړي چې وینه به یې د هغوی لمسیان او کړوسیان هم تویوي.
خو اسراييل دا قصدا هېروي چې که خدای مه کړه داسې وشي نو ددې مذهبي اور لمبې به خامخا د اسلامي نړۍ له پولې هم اوړي. که په منځني ختیځ کې قصداً پیل شوې مذهبي جګړه د درېیمې نړیوالې جګړې بڼه خپله کړي، نو اسراییل به په سختۍ وکولای شي چې له دې حالته ځان په امان وساتي. تاریخي تجربې ښيي چې په منځني ختیځ کې هر اور بالاخره ټول اسلامي نړۍ او نور هېوادونه په ځان کې رانغاړي.