روژه د رحمتونو، مغفرتونو او د دوزخ له اوره د خلاصون میاشت ده، په دې لویه میاشت کې د نیکیو اجر څو برابره زیاتېږي، د الله تعالی د بندګانو دعاګانې قبلیږي، د جنت دروازې پرانیستل کېږي او لوی لوی شیطانان تړل کیږي. نو ځکه دا میاشت د هر مسلمان لپاره د عبادتونو، د نیکو کړنو او په ځان کې د بدلون او سمون راوستلو زرین فرصت بلل کېږي.
که څوک یوازې له خوړو او څښاکه ځان وساتي؛ خو خپله ژبه، سترګې، لاسونه او پښې یې له ګناهونو ډکې وي، نو د روژې اصلي موخه نه شي پوره کېدای. ځکه واقعي روژه هغه ده، چې یو څوک خپل ټول وجود کنټرول کړي او له هر ډول ناروا کړنو څخه ځان وژغوري.
روژتي باید خپله ژبه له درواغو، غیبت، سپکو او سپورو خبرو وساتي او پر ځای یې نرمې، ګټورې او د خیر خبرې وکړي. سترګې له ناروا څیزونو، نامحرمو او بدو صحنو وژغوري، لاسونه دې د ظلم، تېري او حرامو کارونو څخه لرې وساتي او د خیر، مرستې او همکارۍ لپاره دې وکاروي.
پښې دې له حرامو ځایونو ته له تللو ډډه وکړي؛جوماتونو، د علم او د خیر مجلسونو ته دې ورشي او هلته دې ګډون وکړي. په همدې ډول د روژتي هر غړی باید د الله تعالی د اطاعت په چوکاټ کې وکارول شي.
په دې مبارکه میاشت کې هر مسلمان باید عبادتونه زیات کړي، لمونځونه پر خپل وخت ادا کړي، د قرآن کریم تلاوت ته وخت ځانګړی کړي، ذکر او استغفار ډېر ووایي او له الله تعالی څخه د خپلو ګناهونو بښنه وغواړي. دغه ستره او بختوره میاشت د دعا، توبې او د الله تعالی سره د اړیکې د پیاوړتیا غوره فرصت دی.
همدارنګه روژه د همدردۍ او مرستې میاشت ده، زموږ په هېواد کې ډېرې بې وزله او اړمنې کورنۍ ژوند کوي، چې د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري. شتمن کسان باید د زکات، صدقې او مرستو له لارې د هغوی لاسنیوی وکړي، ترڅو د الله تعالی رضا ترلاسه کړي او ورسره د انساني ورورګلوۍ حق اداء شي. که چېرته موږ روژه په حقیقي مانا ادا کړو، نه یوازې زموږ فردي ژوند به سم شي؛ بلکې ټولنه به مو هم د خیر او پرمختګ پر لورې روانه شي.
سوداګر او هټیوال هم باید په دې میاشت کې انصاف مراعت کړي، د توکو بیې لوړې نه کړي او د خلکو له مجبورۍ ناوړه ګټه پورته نه کړي.
راځئ چې له دې مبارکې میاشتې څخه د ځان او ټولنې د سمون لپاره ګټه واخلو، لاسونه د دعا لپاره پورته کړو او د خپل هېواد او ټولې اسلامي نړۍ لپاره د پرمختګ، سوکالۍ او هوسا ژوند غوښتنه وکړو. الله تعالی دې موږ ټولو ته توفیق راکړي، چې دا میاشت په اخلاص، تقوا او نېکو اعمالو سره ونیسو.