دایران انقلاب په کال ۱۹۰۶م کې ټول ولس اوفوج په دو ډلو وویشل شو :
یوې ډلې غوښتل چې ټول واک دشاه په قبضه کې وی دوی ته یې استبدادیان ویلې. دومې ډلې غوښتل چې اختیارات باید د پارلمان اومنتخبو تعلیم یافته وزیرانو لاس کې وی اوداډله دمشروطه په نوم یادېدله. دغو دو ډلو لکه اسلام آباد او کابل / کندهار هرځای کړکیچونه سره درلودل او ملک کې یې له بی نظمی، انارشۍ، سرتمبګی او نا اهلی اخری درجې ته رسېدلې وه!
په دې ورځو کې یو نااهله ملا تهران ته تللو کله چې ښار ته نژدې شو یو فوجی هغه سملاسی ودراوه اوپوښتنه یې وکړه ته مشروطه یې او که استبدادی ؟
ملا نه پوهېده او فکر یې وکړ چې مشروطه او استبدادی دکوم څاروی نوم دی ! بې له دې چې بیا غور ور باندې وکړی وې ویل الحمد لله زه مشروطه یم له بده مرغه دغه فوجیان ټول استبدادیان وه مشر یې فتوا ورکړه چې دا بې عقل په دومره فرمان …….په زمکه راچپه کړۍ. اوسل ګذاره یې دبوټ په زور په شا / ملا وواهه!
ملا چې لږ وړاندې لاړ بله ډله فوجیانو ته په لاس ورغی دفوج مشر پوښتنه وکړه چې ته مشروطه یې او که استبدادی نو دمشروطه خوند خو یې مخکې لیدلی وه نو په ډیر اطمینان سر یې وویل الحمد لله زه استبدادی یم. اودا ډله وه مشروطه وه نو بیا هم مشریې حکم ورکړ چې دا احمق را څملوۍ اوشل بوټه یې په شا ووهی! دملا جلد یاپوټکی ټبی او دمرګ حالت ته ورسېد په ډیر تکلیف پاڅېد او روان شو یو څو قدمه وړاندې لاړ چې بلې ډلې ودراوه .مشر همغه لومړۍ پوښتنه وکړه ملا دواړه غوږونه لاس کې ونیول او ویې وېل:
الحمد لله ! هرڅومره چې غواړۍ ما ووهی خو دخلاصون لاره راته وښیی!
پای