په پخوانیو کلونو کې که څه هم کرنه دودیزه او ساده وه او بزګران به له ډېرو فزیکي ستومانیو سره مخ وو، خو بیا هم د خلکو په ژوند کې یو ډول آرامي او قناعت شتون درلود. هغه مهال خلکو د تشریفاتي او بې‌ځایه مصروفیتونو پر ځای ساده ژوند ته ارزښت ورکاوه او په لږو اسبابو او ساده خوراکونو به یې خپل ورځنی ژوند پر مخ بېول.
اوسنی وخت، چې د ټکنالوژۍ عصر بلل کېږي، د دودیزې کرنې په برخه کې هم ستر بدلونونه راوستي دي. عصري وسایلو د بزګرانو کارونه خورا آسانه کړي، خو ورسره د ژوند هغه پخوانۍ رواني هوساینه او طبیعي سکون تر ډېره له منځه تللي دي. نن سبا ډېر خلک سره له دې، چې له فزیکي آسانتیاوو برخمن دي، خو له ذهني فشار، بې‌قراري او سرګردانۍ څخه کړېږي.
زموږ زیاتره سپین ‌ږیري په دې باور دي، چې څومره د ژوند په چارو کې آسانتیاوې ډېرېږي، هغومره خلک د لټۍ پر لور خوځېږي. دغه بې ‌پروايي او له کار سره د مینې کمېدل د ذهني ګډوډۍ او ناآرامۍ لامل ګرځي. دوی وایي، چې پخوا به بزګرانو خپل کارونه په ښه نیت، صبر او اخلاص ترسره کول، نو ځکه به په کې برکت زیات و او د ژوند خوند به ښه احساسېده.
راځو اصلي موضوع ته، دا چې پخوا به خلکو او بزګرانو د کرنې لپاره کوم وسایل کارول او څنګه به یې ترې ګټه اخیسته. هغوکسانو، چې له یو جریب څخه تر شلو جریبو پورې ځمکې یې لرلې، معمولاً به یې یو جوړه قلبه‌یان (غوایان) ساتل. دوی به خپلې ځمکې پرې اړولې او د کرکيلې لپاره به یې چمتو کولې. لاندې د هغو مهمو وسایلو یادونه کېږي، چې پخوا به د کرنې لپاره کارېدل.
۱– یوغ
یوغ هغه وسیله وه، چې د لرګي له یوې ډبلې تختې جوړېده او شاوخوا یو نیم متر اوږدوالی یې درلودل او د غوایانو په غاړه ایښودل کېده. یوغ به له پاسه څلور سوري لرل، چې د لرګي (د میخ په څېر) به پکې ننویستل کېدل او په دې توګه د غوایانو غاړې به محکمې ونیولې. د یوغ په منځنۍ برخې کې څو پړي یو له بل سره تاوې وې او لاندې لور ته به د کمان په څېر سوری جوړ و، چې د قلبې اوږد لرګی به پکې ننویستل کېده او غویانو به کونده یا قلبه کشوله.
۲ – کونده یا قلبه
د کوندې یا قلبې جوړښت داسې و، چې د لاندې برخې وسپنیز یُوم (د بیل په څېر) به په یو متري ډبل لرګي کې ټینګ شوی و. پورته به یې عمودي لاستی درلود، چې شاوخوا یو متر اوږد و. د لاس نیولو لپاره به یو بل لنډکی لرګی هم ورباندې میخ کېده، چې بزګر به په لاس کې نیوله او په همدې لرګي به د قلبې چارې ترسره کولې. د کوندې په منځنۍ برخه کې به دوه نیم متره اوږد لرګی په موازي ډول ورکلک کېده، څو له یوغ سره ونښلول شي.
بزګر به د ځمکې اړولو پر مهال په یوه لاس کونده (قلبه) نیوله او په بل لاس به یې لویه لښته، چې په بزګرۍ لهجه کې ورته «چوکه» ویل کېده، د غوایانو د سمبالولو لپاره کاروله.
۳ – ماله
ماله د یو نیم متر په اوږدوالي او شاوخوا ۳۵ سانتي مترو په سور تخته وه، چې زیاتره به د توت له ونې جوړېده. په ښي، کیڼ او منځنۍ برخه کې به یې درې حلقې لرلې. د پړو په وسیله به له یوغ سره تړل کېده. بزګر به د ځمکې د لوټو د میده کولو او د ځمکې د هوارولو لپاره له مالې کار اخیسته.
۴ – شاوول
شاوول د غنمو د کرلو لپاره کارېده. د دې وسیلې لاندې برخه د اوسني تراکتور د کوندې په څېر پلونه لرل، چې له کلکو لرګیو جوړ وو. شاوول له یوغ سره نښلول کېده او د غوایانو په وسیله به کار ترسره کېده. شاوول مستطیل بڼه لرله، چې بزګر به د همدې وسیلې په مرسته د غنمو تخم په خاوره کې پټاوه.
۵ - راکول
راکول د ځمکې د هوارولو لپاره کارېده. دا به د شاوول په څېر جوړېده، خو توپیر یې دا و، چې د لاندې برخې اوسپنیز يُوم به یې شاوخوا نیم متر سور درلود، چې د ځمکې سطحه به یې برابره او یا هواره کوله.
۶– څپر
څپر د غنمو د میده کولو لپاره کارېده. دا به د سنځلو، ولو او اغزي لرونکو ونو له لښتو جوړېده او د غوایانو شاته به د مالې په څېر تړل کېده. د څپر اوږدوالی به شاوخوا دوه متره او سور به یې یو متر و. د کرنیزو حاصلاتو د اخیستلو پر مهال بیا نور وسایل کارېدل، چې ځینې یې تر نن ورځې پورې هم رواج لري.
۷ – لور
لور تر اوسه هم د غنمو او شوتلو د ریبلو لپاره کارېږي او د ساده جوړښت له امله ځانګړې تشریح ته اړتیا نه لري.
۸ – یُوم (بېل)
دغه وسیله پخوا هم کاریده اوس هم موجود ده، چې د ځمکې اړولو یا دخاورو کیندني لپاره کارول کېږي، خو مخکیني یُومونه اوسمهال کوچني شوي او زیاتره خلک د یوم پر ځای چارۍ استفاده کوي.
۹ ـ چارۍ او بېلچه:
دا وسیلې له ډېره پخوا موجودې دي، آن نورو هېوادونو کې هم د استفادې وړ دي، چې اوسنۍعصري چاریانې او بېلچې هېواد ته له نورو هېوادونو واردیږي. پخوا به خلکو په آهنګرانو جوړولې او په اوس وخت کې په پریمانه توګه په بازارونو کې پلورل کېږي او خلک ورنه ګټه اخلي.
۱۰ – ښاخۍ
ښاخۍ د وښو د ځایولو، درمند ټولولو او بادولو لپاره کارېده. پخوا به له لرګیو جوړېده، خو اوس یې فلزي بڼه ډېره مروجه ده. نور داسې بزګري او د کرکیلو لپاره وسایل و، چې دا پورتني وسایل یې ډېر عام و او د کرنې لپاره اړین او مهم ګڼل کېدل.
نن سبا د پخوانیو کرنیزو وسایلو پر ځای عصري ماشینونه رامنځته شوي دي، چې د کرنې ډېری چارې یې چټکې او آسانه کړې دي. د دغو بدلونونو له امله بزګران نور د سختو فزیکي کار پر ځای زیاتره د مدیریت، پلان جوړونې او څارنې رول لري، چې دا د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي لامل ګرځېدلي دي.
خو له بلې خوا، د دودیزو وسایلو له منځه تلو د بزګرانو کارونه کم کړې دي، چې پخوا موجود و او په ځینو لرې پرتو سیمو کې په ډیره کمه توګه دغه وسایل د اړتیا له مخې کارېږي، چې دا د دودیزې کرنې د دوام څرګندونه کوي.
له همدې امله اړینه ده، چې د عصري کرنیزو تر څنګ د پخوانیو تجربو، وسایلو او ولسي پوهې مستند جوړونه وشي، څو دغه ارزښتناک میراث راتلونکو نسلونو ته پاتې شي.