د لاندي کولو دودیزه مېله د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې یو مخکنۍ او میراثي دود ګڼل کېږي، هغه دود، چې پخوا به په ځانګړي ډول ترسره کېده، خو اوس یې رواج کمرنګه شوی او په ځینو ځایونو کې د منځه تلو په حال کې دی.
سره له دې، لا هم ډېری کورنۍ دغه دود په خپلو کورونو کې ژوندی ساتلی او د خپلو پلرونو او نېکونو د میراث په توګه یې لمانځي.
د لاندي غوښه ځانګړې خوند لري؛ په وریجو کې یې مزه دوه چنده کېږي او د وچولو اوږد بهیر یې غوښه له رنګ، بوی او خوند درې واړو سره بډایه کوي. د لاندې کولو همدا ځانګړتیا ده، چې د زیاتره ولایتونو خلک یې لا هم کوي.
پخوا به، چې د کال لومړنی موسم را رسېده، بزګرانو او د کورنۍ مشرانو به د لاندي کولو لپاره له مالدارو څخه کوچني وري رانیول. دغه کوچني وري به د کور په انګړونو کې ساتل کېده او د کال تر پایه به ورڅخه غښتلي غوښین پسونه جوړ شول. ځینو مالدارانو به داسې پسونه بل کال ته ساته، چې “چاري پُسه” به ورته ویل کېدل.
د مني موسم له راتګ سره به خلکو پُسونو ته غنم او جوار د شپې لخوا ورکول، ترڅو غوښن او مزي شي. کله، چې د مني موسم منځنۍ برخه رارسیده، خلکو به یو یا دوه پُسه د لاندې کولو لپاره حلالول.
د پُسه د حلالولو وروسته به د بدن منځنۍ برخې ترې جلا کېدې، وړۍ به یې په لاسونو شکېدلې او د ګېډې څېرې کړې برخه به په شینې لښتې وتړله. پسه به بیا د تنارو لمبو ته ورښکته کېده، ترڅو ښه سور او پوخ شي.
وروسته به د بدن سوې برخې په اوبو پاکېدې او د پسه غوښې به بیا په بشپړ ډول کترې کترې شوې، نو بیا به کتريیزې غوښې په لکړو او رشمو ځوړندې دې، چې ښې وچې شي.
د لاندي مېله یوازې د غوښې د وچولو لپاره نه وه؛ بلکې د خلکو راټولیدنه، د ټولنیزو ناستو او ګډو خوښیو موسم هم و. کوربه به خپلوان، ګاونډیان او کلیوال د شپې له خوا رابلل. هغوی لپاره به یې د پسه غوښه، ځیکر، ښوروا او نور خوراکي توکي به برابرول.
له ډوډۍ وروسته به ناستې اوږدېدې، خلکو به کیسې، ټوکې او ټکالې کولې او شپه به د خندا او خبرو په شور تېرې ده. دغې مېلې ته به کلیوالو په نوبتیز ډول تر یوې میاشت دوام ورکول، تر هغه پورې، چې د ټولو کلیوالو د لاندي کولو بهیر پای ته رسېده.
کله، چې کترې شوې غوښې ښې وچې شوې، په وړو کندو کې به خوندي کېدې. د ژمې په سړه هوا کې هره ورځ به یوه یا دوه کترې ښوروا په کټوو یا دېګ بخار کې پخېدې او د کورنۍ د دسترخوان خوند به یې څو برابره زیات کړل.
د لاندي وچه غوښه د یوې کورنۍ د میلمنو لپاره یو بشپړ او له اقتصادي پلوه غني خوراک وه، چې د یخنۍ په موسم کې د هر کور په نغري باندې بار وې.
په میلمستیاوو کې به هم د لاندې غوښه په وریجو کې پخېدې؛ هغه غوښه، چې لاندنۍ برخه یې سپینه او پاسنۍ برخه یې سره او نرمه وه.
که څه هم دا دود اوسمهال کمزورې شوی، خو اوس هم ډېری خلک یاده میله د هوس، یادونو او د پخوانیو دودونو د ژوندي پاتې کېدو لپاره ترسره کوي.
عصري خوراکونه که څه هم خپل ځای لري، خو د لاندي د پخواني خوند، رنګ او یادونو بدیل نه شي کېدای. تر څو چې د خلکو په زړونو کې د پخوانیو دودونو مینه ژوندۍ وي، د لاندي خوند به هېڅکله له منځه ولاړ نه شي.