په مېډيا کې د کابل په ښار کې د کرايي کورونو د کمبود او لوړو کرايو نه ډېر شکايت روان دئ. 

د کرايي کور پيدا کولو ستونزه په ټوله دونيا کې بې له شمالي کوريا چې خصوصي پانګونه په کې وجود نه لري شته ده. خو د کابل په ښار کې اوج ته رسېدلې ده . تقاضا زياته او عرضه کمه ده ، چې دغې وضعيت د کورونو او ملکيتونو د مافیا د پاره طلايي چانس او د کرايه کوونکو د پاره داسې لوی عذاب او مصيبت ايجاد کړئ دئ ، چې د کنترول او حل کولو څرک يې نه‌ ښکاري.

د کابل ښار په هکله ډېره غلطه پاليسي او يا هېڅ پاليسي وجود نه لري ، چې ددې ښار راتلونکې تر غور لاندې ونيول شي او د راتلونکي مصيبت باره برخليک سره ددې ښار د مخامخ کیدو د مخنيوي د پاره لازم اقدامات وکړي .
د کابل ښار ټول کورونه، ښارګوټي او لوړ منزله تعميرونه ټول غير معياري دي او د ساختماني شرايطو اصول او نورمونه په کې نه دي مراعات شوي . جيولوژيکي معلومات ، د زلزلې د حوادثو سره د مقاومت ، د اوبو رسولو سيستم ، کاناليزاسيون ، پارکونه، بازارونه ، تعليمي مرکزونه ، عبادت ځايونه ، هديرې او تفريحي ځايونه چې د ښار بنسټيزه جوړښتونه دي ، نه په نظر کې نيول شوي ، نه مطالعه او بررسي شوي ، نه عملي شوي دي او نه يې څوک په غم کې دي .
بس هر سړي په خپل سر ،زور او تزوير سمنت او خښتې سره يو ځای کړي او مېړنی هغه دئ چې دا خښتې تر ټولو جګې پورته کړي ، د خلکو د مجبوريت نه سؤاستفاده وکړي ، خلک د غلطو - ناقصو معلوماتو او تبليغاتو په ورکولو دوکه کړي او حرامی پيسې جمع کړي . د اوسيدونکو د حفاظت ، مصؤنيت او راحت په کيسه کې څوک نه دي.

کابل د دومره ستر نفوس د ځايولو ګنجایش نه لري. د مساحت ،اراضي او جغرافيايي موقعيت له نظره د کابل ښار د (۸۰۰۰۰۰ نه تر ۱ ميليون ) وګړو د ژوند ظرفيت لري ، خو د ورکړل شويو اټکلي احصائيو په اساس کابل کې د ۶-۷ ميليونه شاوخواکې خلک اوسيږي ، چې د کابل د خپل ظرفيت او هضميت له نظره ۷ ځلې زيات دئ ، نو ددې غټ توپير نه د کابل د ښار د ژوند او ستونزو اټکل کېدائ شي چې د يوه لوی ناورين د پاڼ په څڼډه ولاړ دئ او که جدي اقدامات صورت ونه نيسي ، جبران ناپذيره پايلې به ولري .
تاسې وګورئ ، د کابل په غرونو کې کورونه ( کورونه نه ، بلکې زندانونه او عذابونه ) جوړ شوي دي ، چې ورتګ ورته يو عذاب او ژوند په کې کول بل مصيبت دئ.
په کابل کې ژوند تدريجي انتحاري مرګ ګرزيدلئ ، نه پاکه هوا شته ، نه کافي اندازه اوبه ،نه دائمي بريښنا ، نه نظافت ، نه نظم او نه ښاري سهولتونه .

د خدای په لحاظ په ټوله دونيا کې اولينۍ پلازمينه ده چې د څښاک اوبه ، برېښنا او کاناليزاسيون نه لري . ښاريان يې رفع حاجت د ديوال څنګ ته او يا د کابل په بې اوبو سيند کې کوي .
صحي خدمات په يوه ظالمانه بزنس بدل شوي او نامنهاده جعلي ډاکتران د خلکو په ژوند لوبې کوي او د قصابانو لقب ئې حاصل کړئ دئ او د سمو درملو په ځای په ډېره بېرحمۍ تقلبي دواوې ( زهر ) خرڅوي .
تعليم تجارتي شوئ دئ. هر چا د ښوونځي ، مدرسې ، پوهنتون ،کورس او تعليمي مرکز په نامه بې شماره دوکانونه خلاص کړي دي ، خو د کيفيت ، کنترول او نصاب څرک په کې نشته .
د مړيو د خښولو ځای نشته او پخوانۍ هديرې غصب او په خښ شويو جسدونو يې مارکيټونه او کورونه جوړ شوي دي .
د عبادت ځايونو ( جوماتونو ، تکيه خانو،خانقاوو ) وضعيت فلاکتباره او عبادت کوونکي د جبري عذاب نه‌کړيږي .
خو د مځکو ، کورونو بيې او کرايې بيا د امريکا د کاليفورنيا په اندازه دي ، حال داچې د کابل او کليفورنيا د ښاري ژوند ، سهولتونو ،خدماتو او کيفيتي ژوند د اسمان او مخکې په اندازه توپير لري . اوس نو ددې نه د فساد ، دوکې ، مافيايي کاروبار او د خلکو د ستونزو کچه محاسبه کړئ .

چاره څه ده ؟

دوه اوږد مهاله او بنيادي غوراوي ( اپشنونه) شته دي ، څو د کابل ښار نجات پيدا کړي :

۱- يا پلازمينه ددې ښار نه بل ځای ته انتقالول
۲- يا د کابل ښار تخليه

۱- د نړۍ په ډېرو ملکونو کې د ورته مشکلاتو له کبله د پلازمینې نقلول بل ځای ته صورت نيولئ دئ ( برلين د بن په ځای( جرمني) ، استانه د الماتا په ځای ( قزاکستان ) , نوسانتارا د جاکارتا په څای (اندونيزيا ) ، نويې قاهره پنځوس کيلومتره د اوسني قاهرې نه لېرې ( مصر)، د کراچی نه راولپنډي او بيا اسلام اباد ( پاکستان ) ، ابوجه‌ پخوا لاګوس(نايجريا)، مسکو پخوا سانت پیټرزبورګ (روسيه ) ، مېلبورن پخوا کنبېرا( استراليا) ، دادوما پخوا دارالسلام (تانزانیا ) او ....
نو ددې د پاره چې کابل د اوسېدونکو د پاره مناسب ځای شي او د نويو اوسيدونکو د هجوم نه وژغورل شي ، اسانه لاره داده چې د افغانستان سياسي - مرکزي اداره د کابل په ځای بلې منطقې ته نقل مکان وکړي . د کابل په ښار به د دولتي مامورينو او خدماتي تشکيلاتو بار کم شي، په رسمي - دولتي ادارو د مراجعينو هجوم به لږ شي او زيات شمير خلک به د کابل نه نويې پلازمينی ته کډه وکړي . د هغوی د استوګنې ځايونه به د کابل ښاريانو د کورونو د کمبود ستونزه يوه اندازه کمه او د اوسنيو بې کنتروله نرخونو سعودي نوسات به د توازن او تعادل لوري ته بوزي .

۲- که پلازمينه نه بدليږي ، کابل بايد مطلق تخليه شي . دا په دې مانا چې ټول صنعتي ،توليدي ،تجارتي ، ذخيروي (مڼډيي ګانی ) کاروبارونه بايد نورو ولايتونو ته انتقال شي او يوازې د مملکت سياسي ،اداري او تعليمي فعاليت په کې وساتل شي .
همدا شان بې له سرکونو ، کوڅو، د خدماتي سکتور ځايونه ، د پخوانيو جوړښتونو ترميم او تعليمی مراکزو د جوړولو نه ، نور ټول ساختماني فعاليتونه او اقدامات بايد مطلق بند او يا د شديد ښاري پلان او ضرورت په اساس صورت ونيسي . د مځکو ، کورونو او جایدادونو د مافیا مخه بايد ونيول شي .
په کابل باندې د دومره لوی هجوم او د اطراف نه د مهاجرت ستر علت امريکايي اشغال او د يوې شريرې- اجنټې ادارې نصبېدل او په اطراف باندې ددې وحشیانو ( اشغالګر او اجرتي قاتلان ) د بمونو اچولو ، دولتي ترور او قتلعام جنګي جنايت او وحشت و چې شل کاله‌يې دوام وکړ .
اوس دا مصيبت ختم او د وطن په هره برخه کې د ژوند ، کار ، تعليم او کاسبۍ زمينه مساعده ده ، چې وطنوال په امن او اطمینان ورنه ګټه پورته کولئ شي . دولتي او خصوصي سکتور هم بايد د کابل نه بهر په نورو ولايتونو او ښارونو کې په صنعتي ،زراعتي او تعليمي برخو کې پانګونه وکړي ، څو د خلکو د پاره په خپله منطقه کې د کار او اشتغال چانس پيداشي .

پورته دواړه اپشنونه‌ يوې اوږد مهاله ستراتيژي او پلان ته ضرورت لري چې د عملي کولو په صورت کې د کابل د ښار نجات ممکن دئ.
که ددې دوو غوراويو ( اپشنونو) نه يو يې عملي شي ، د کابل ښار به د ژوند‌کولو وړتيا پيدا کړي ، که نه ستونزې ، عذاب ، مشکلات او مصيبت به نور هم زيات او کابل به د تدريجي مرګ په پايتخت بدل شي .

#دابادۍاوخدمت ج هاد