د اېپېک ۳۲ مه سرمشریزه به د اسيا او ارام سمندر سيمې د پرمختګ هڅونه پیاوړې کړي
لیکوال: ازاد خبریال او د سیاسي چارو شنونکی اندیښمن ځاځی
چین او امریکا چې اوس مهال په نړۍ کې دوه ستر اقتصادي قدرتونه بلل کيږي له کالونو را په دې خوا په اقتصادي ناندریو کې ښکیل دي. دا ناندرۍ د سوداګرۍ، ټیکنالوژۍ، پانګونې ، په سیمه او نړۍ کې د سیاسي نفوذ پر سر روانې دي. د چین او امریکا تر منځ دا اقتصادي ناندرۍ چې ډېر کله ورته د (سړې اقتصادي جګړې) نوم هم ورکول کیږي، نه یوازې په یادو دواړو هېوادونو بدې اغېزې لري بلکې پر سیمه او نړۍ یې هم پراخې ناوړه اغېزې کړي دي . دا ناندرۍ په ۲۰۱۸ کال کې هغه مهال پیل شوې کله چې امریکا د چین او ځینو نورو هېوادونو پر وارداتي سوداګریزو توکو تعرفې لوړې کړې.ډېر کله ددغو ناندریو د کمولو لپاره هڅې شوي، خو دا ځل تر شپږو کالونو وروسته د چین او امریکا مشران د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان (ايپېک) د مشرانو د ۳۲مې سرمشریزې په فرصت سره ولیدل، څو د نړۍ د دوو سترو قدرتونو تر منځ د روانې سوداګریزې جګړې د بندولو پر احتمالي هوکړه خبرې وکړي.دواړه مشران هڅه کوي چې د اقتصادي، ټکنالوژیکو او امنیتي کړکېچونو تر شا د متقابلې ګټې لپاره ګډې لارې ولټوي. په دغه تبصره کې به د اسیا او ارام سمندر د سیمې د پرمختګ په هڅونه کې د چین د مثبت او رغنده رول او د چین او امریکا د مشرانو د لیدنې پر مهال د خبرو پر بېلابېلو اړخونو رڼا واچونو.
د آسيا او ارام سمندر سيمې د پرمختګ په هڅونه کې د چین مثبت رول
د آسيا او ارام سمندر سيمه (Asia-Pacific Region) د نړۍ له هغو مهمو جغرافيايي او اقتصادي زونونو څخه ده چې په تېرو څو لسيزو کې يې د نړيوال اقتصاد د زړه حيثيت خپل کړی دی. دا سيمه نه يوازې د نفوس له پلوه تر ټولو ستره ده، بلکې د توليدي ځواک، تخنيکي نوښت، او د سيمهييزو همکاريو له اړخه هم بې ساری اهميت لري. چین د دغې سیمې د اقتصادي پرمختګ د هڅونې مفکوره د دوامدارې اقتصادي ودې، سيمهييز ثبات، د فقر د کمېدو او د ګډو پانګونو په زياتېدو کې نغښتې بولي .
په سياسي او اقتصادي لحاظ، د آسيا او ارام سمندر هېوادونه د بېلابېلو نظامونو، کلتورونو او پرمختيايي سطحو لرونکي دي. له چین ، سويلي جاپان، کوريا او سنګاپور څخه نيولې، تر اندونيزيا، ويتنام او فيليپين پورې، هر هېواد ځانګړې تګلاره لري،خو چین بیا ددغو ټولو تګلارو د ښه عملي کېدو لپاره د ګډ پرمختګ ستراتیژي وړاندې کوي،ګډ پرمختګ او همغږي د سیمې د ثبات لپاره اړینه او حیاتي بولي. چین د ایپیک په چوکاټ کې یو له هغه هېوادونو دی چې د همدې هدف لپاره کار کوي،څو سيمهييز اقتصادونه سره وتړي او د سوداګرۍ ازادي زياته کړي.
د چین د حکومت له نظره د پرمختګ د هڅونې لپاره درې بنسټيز عوامل حياتي رول لري:
* اقتصادي يووالی
* تخنيکي نوښت
* انساني پانګه
په اقتصادي برخه کې، سيمه بايد د توليد، صادراتو او پانګونې ترمنځ متوازن جوړښت رامنځته کړي. د چين، هند، او اندونيزيا په څېر اقتصادونه کولی شي د کوچنيو هېوادونو د بازارونو لپاره فرصتونه رامنځته کړي.
د تخنيکي نوښت برخه بيا د سيمې د پرمختګ لپاره لاره پرانیزي ؛ چين، جاپان او سويلي کوريا د مصنوعي ځيرکتيا، برېښنايي توليداتو او شنو ټکنالوژيو په برخو کې مخکښ دي، چې د نورو هېوادونو د پرمختګ هڅونه را منځ ته کولی شي.
د انساني پانګې پراختيا هم مهمه ده. د زده کړو، مسلکي روزنو او د ښځو د ګډون زياتوالی د هر ډول دوامدار پرمختګ بنسټ جوړوي. ډېری آسيايي هېوادونه هڅه کوي چې د پوهې پر بنسټ اقتصاد ته مخه کړي او د نوښت او مهارت د ودې لپاره شرايط برابر کړي. د چاپېريال ناپايداري، د اقليمي بدلون اغېزې، سياسي بېثباتي، او نابرابر اقتصادي پرمختګ بیا ددغې سیمې د پرمختګ په لاره کې پرتې ننګونې دي . چین چې د همدې سیمې یو لوی اقتصادي هېواد دی، د دغو ننګونو د حل لپاره، د ګډو سیمه اییزو پالیسیو وړانديز کوي. چین ټینګار کوي چې د شنو انرژيو کارول، د سيمه اييزې سوداګرۍ همغږي، او د ډيجيټل زيربناوو پراختيا کولی شي د اوږدمهاله ثبات ضمانت وکړي.
د چین په باور د اسیا او ارام سمندر سيمې ګډ پرمختګ يوازې اقتصادي شمېر نه دی، بلکې د سيمه اییزو ارزښتونو، ټولنيز عدالت او د متقابل باور د رامنځته کولو يو ګډ ماموريت دی. په دې سیمه کې پراته هېوادونه که وکولای شي د ګډو ګټو پر محور همکاري وکړي، دا سيمه به نه يوازې د نړيوال اقتصاد د رهبرۍ وړتيا ولري، بلکې د بشري پرمختګ يوه نوې بېلګه به هم وړاندې کړي. همدې موخې ته د رسېدو لپاره سږ کال د ايپیک سرمشریزه په سویلې کوریا کې جوړه شوه چې د امریکا او چین ولسمشرانو هم پکې ګډون کړی وو او ددغې سرمشریزې په څنډه کې یې د اوږدو اقتصادي ناندریو سره سره له ۶ کالوو ورسته له یو بل سره مخامخ ولیدل ،څو د دواړو هېوادونو تر منځ د خرابو اقتصادي اړیکو د هوارولو لپاره لارې چارې ولټوي.
د ایپیک تر سرمشریزې مخکې د چین او امریکا د مشرانو لیدنه

د اسیا او ارام سمندر سیمې د اقتصادي همکارۍ سازمان (ایپېک) تر ۳۲مې سرمشریزې مخکې د چین د ولسمشر شي جین پینګ او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لیدنه د نړیوال اقتصاد او سیاست په ډګر کې یوه تاریخي شیبه وه. دغه کتنه، چې د اوږدې ترینګلتیا وروسته وشوه، د دواړو اقتصادی قدرتونو ترمنځ د لنډمهالې سولې او اقتصادي همکارۍ هیلې راپارولې دي
د دغې لیدنې موخه د باور فضا جوړول وو. دواړو مشرانو د تعرفو پر کمولو، د محصولاتونو او تولیداتو پر صادراتو او وارداتو هوکړه وکړه . که څه هم دا موافقې ژور بنسټیز بدلون نه شو حسابولی،خو د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي اړیکو د ښه کېدو یوه هیله بلل کېدی شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو څرګندونو کې ښکاره کړې،چې د چین پر وارداتو تعرفه له ۵۷ سلنې څخه ۴۷ سلنې ته راکموي ، په بدل کې چین هم له امریکا سره د اقتصادي اړیکو پر ښه والي ژمنتیا ښودلې ده.زما په نظر دا ګام د چین او امریکا تر منځ د سوداګریزو اړیکو بشپړه رغېدنه نه ده بلکې د ژور اختلاف د مدیریت یوه تکتیکي هڅه ده.
د چین او امریکا د ولسمشرانو د لیدنې یوه بله مهمه موضوع د مصنوعي ځیرکتیا نړیوال نظم وو.د چین ولسمشر شي جین پینګ د «نړیوال AI همکارۍ سازمان» د جوړېدو وړاندیز کوي، څو د معلوماتو خوندیتوب او د ټکنالوژۍ د کارونې اصول تنظیم کړي. شي جین پینګ په دې باور دی چې په نړۍ کې د مصنوعي ځیرکتیا د خوندي کارونې او معلوماتو د خوندیتوب لپاره دې داسې یو میکانیزم را منځ ته شي، چې له مخې یې نړۍ په خوندي او پوره ډاډ سره له دې ټیکنالوژۍ مثبته ګټه پورته کړي.
شي جین پینګ د ايپیک سرمشزې په ۳۲ مې غوڼده کې هم پر دې ټینګار وکړ چې: «موږ باید لاسونه یو کړو، نه دا چې له یو بل جلا شو.» دا څرګندونې د هغه د پالیسۍ اصلي روحیه منعکسوي چې چین غواړي د نړۍ اقتصادونه سره یو ځای کړي او نړۍ د ګډو ګټو پر یوې سوله ایزې لارې روانه شي .دې موخې ته د رسېدو لپاره په نړېواله کچه د سیالیو تر څنګ همکارۍ ته هم اړتیا ده.
چین د «شنې ودې» او «ډیجیټل بدلون» مفکوره د سیمه اییزې همکارۍ نوی بنسټ بولي . د اقلیم بدلون، د انرژۍ لیږد او د ټکنالوژۍ په برخه کې همکاري د دغې مفکورې بنسټ جوړوي . چین کوښښ کوي چې د سیمې او نړۍ لپاره یو مناسب ګټور او د برابرۍ پر بنسټ ولاړ اقتصادي او سوداګریز ډګر را منځ ته کړي، څو په نړۍ کې اقتصادي انحصار مات شي او ټول د ګډو ګټو پر بنسټ د یو او بل لاس ونیسي.
د چین ولسمشر شي جین پینګ له خپل امریکايي سیال سره تر لیدو یوه ورځ وروسته د اسیا او ارام سمندر سیمې په پرانسیتغوڼده کې د پرانستي او ټولشموله اقتصاد ګډه ابادۍ تر عنوان لاندې مهمه وینا وکړه چې د ایپیک غړو هېوادونو لپاره یې پکې پنځه مهم پیغامونه وړاندې شول:
· لومړي: د ايپيک غړي هېوادونه دې څواړخيز سوداګريز سيسټم په ګډه وساتي.
· دوهم: مختلفې خواوې دې د سيمې ورخلاصی اقتصادي چاپېريال په ګډه اباد کړي.
· درېيم: بېلا بېل هېوادونه دې د صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونو ثبات په ګډه خوندي کړي.
· څلورم، ايپېک دې د سوداګرۍ ډيجيټلي او زرغونې چارې پر مخ یوسي.
· پنځم: ټول هېوادونه دې ټولشموله پرمختګ وهڅوي.
د شي جين پينګ دغه وینا په سیمه او نړۍ کې د سیاسي او اقتصادي ثبات لپاره مهمه او حیاتي وینا بللی شو . په وینا کې د چین ور خلاصې اقتصادي چاپیریال مهمه ستراتيژي پرته ده چې په سیمه او نړۍ کې د ټولشموله اقتصاد محور جوړوي. په همدې اساس ویلی شو چې د چین او امریکا اړیکې د ټولې آسیا ـ ارام سمندر سیمې لپاره د ثبات محور ګڼل کېږي. جاپان، سويلي کوریا، او آسترالیا ددغه ثبات د پایښت لپاره هیله ښودلې څو دواړه اقتصادي قدرتونه ( چین او امریکا) د سیالیو او کړکیجونو پر ځای ډيپلوماسۍ ته مخه کړي.
چین د آزادې سوداګرۍ د ارزښتونو استازی بلل کیږي او د ایپیک په سرمشریزه کې یې ښکاره پیغام دا وو چې څو اړخیزه همکاري لا هم د نړیوال اقتصاد د بقا لپاره اړینه ده.
پایله
د ایپېک ۳۲مه سرمشریزه د چین او امریکا ترمنځ د اړیکو یو تکتیکي نرمښت رامنځته کړ، خو د چین او امریکا تر منځ په سوداګرۍ او اړیکو کې ستراتیژیک بدلون ته لا هم اوږده لاره پاتې ده . دواړه هېوادونه د خپلو ملي ګټو خوندیتوب ته ژمن دي. چین غواړي ځان د ګډ پرمختګ د رهبر په توګه ښکاره کړي ، خو امریکا بیا ځان د نړیوال نظم بیا تعریف کوونکي بولي . د دې دوو لیدلورو تر منځ تعامل به د راتلونکي نړیوال اقتصاد بڼه وټاکي. باید ووایو د ايپیک دا سرمشریزه د نړیوال اقتصادي نظم د راتلونکي لپاره د لارو چارو د ازمایښت ډګر و. د چین او امریکا تر منځ د همکارۍ ورکړل شوی پیغام که دوام وکړي، کولی شي د نړۍ لپاره د اقتصادي ثبات یوه نوې دروازه پرانیزي.