په بیلا بیلو پلمو د پاکستاني پوځیانو له خوا د افغان مقدسې خاورې تکرار تکرار بمباري ددې څرګندوې دی چې پاکستان د افغان شلیدلی ګریوان خوشې کونکی نه دی. دا چې اسلامي امارت د ډیورنډ د منحوسې کرښې په امتداد ورته غچ اخیستونکي ځوابونه ورکړل، بیا په دوحه کې د اوربند هوکړه لیک وشو او په ترکیه کې مذاکرات دوام مومي، دا ټول ددې معنی نه لري چې د څو لسیزو جنګ ځپلی ټپي ټپی افغانستان د پاکستان د مالګې شیندلو څخه خلاص شو. ښکاري دا یواځې د نوې پړاو پیل دی.
د پاکستان او پاکستاني پوځ وجودي فلسفه همدا ده چې په سیمه کې د استعماري ځواکونو ګټې وساتي، د سیمې په نا آرامۍ کې د دوي د هست معنی ده او د سیمې په آرامۍ کې د پاکستان نیست دی. پاکستان د انګریزي ښکیلاک په میراث ولاړ دی او پاکستاني پوځ د هغه انګریزي رنجمنت( قطعې) په بنسټ جوړ شوي پوځ دی چې انګریزانو په لومړۍ نړیواله جګړه کې د پنجاب له اجیرو لنډغرو او بدماشانو څخه جوړ کړی ُ او عربي خاورو ته یې د عثماني امپراتورۍ په ضد تخریبي فعالیتونو له پاره استولی وُ.
د پاکستان پوځ د پاکستان د دولت په منځ کې بل دولت دی لکه واتیکان چې د ایټالیا په منځ کي بل دولت دی .ټول اختیار او واک د دننني دولت په لاس کې دی.
د اوسنیو ډراماتیکو پیښو ماهیت یعنې دننني ،اصلي او غوره جریانات روښانه دي.هغه د پاکستان د ستراتیژیک عمق او د انګریزي فارورډ پالیسي ادامه ده چې په جګړه ایزو او سوله ایزو وسایلو (hard power) او (soft power)سره تعقیب کیږي. اما د نوموړو پیښو ظاهري انګیزې ښایي ډیرې وي ،خو تر پردې شا او پټې دي .د پیښو د څارونکو له خوا د سوالونو په څیر داسې طرحه کیږي:
-ایا پاکستاني پوځیانو د ټرمپ سره د پرله پسې لیدنوپه ترڅ کې بیا کومه پوځي پروژه ترلاسه کړیده او اسلامي امارت په خپلو تیریوسره دومره په عذاب کړي چې په خپله خوښه د پاکستان له شره د خلاصون له پاره د بګرام اډه امریکایانو ته ورکړي؟
- پآکستان د خپل دنننی ژور ټولنیز ، اقتصادي او امنیتي بحران څخه د وتلو له پآره یو بهرنی بحران خلقوي چې د خپلو خلکو پام بهر ته واړوي؟
-ایا پاکستان غوښتل د تیر په څیر یوځل بیا په افغانستان کې د واکمنۍ له بیخه بدلون په موخه عملیات ترسره کړي؟ په افغانستان کې یو مرکزي پیاوړي دولت خپلو ګټو ته ګواښ ګڼي؟
-ایا دا ډرامه ددې له پاره وه چې د اته میلیاردو په ارزښت په افغانستان کې له امریکا پاتې وسلې او مهمات پدې توګه د متحده ایالتونو په فرمایش په خورا آسانه توګه په مصرف ورسوي؟
-پاکستاني چارواکي د انګریز په دود د افغانستان د باندنۍ پالیسي ،په تیره بیا د هند سره د اړیکو کنترول د خپل د زور حق ګڼي؟
-ایا طالبانو په خپل افراطیت سره یو ځل بیا افغانستان د باندني تجاوز مضمون وګرځاوه؟

نوموړې او ورته نورې پوښتنې دوه ډوله ځوبونه لري .لومړې یې ذهني ،اټکلي ځوابونه دي چې هر څوک د پیښو اطلاعات د خپل ذهنیت له فلتره راوباسي او وړاندې کوي یې. دا ځوابونه په څرګنده توګه واقعي نه ،بلکې ذهني دي .دویم ډول ځوابونه چې د فاکتونو ،شواهدو او ارقامو په بنسټ ولاړ دي ،نسبي درست دي ،ځکه نسبي دي چې ډیر څه پټ او د پردې تر شا تیریږي.
د فری ماسیون نړیوال شیطاني پټ سازمان د پیړیو پیړیو تجربو سره د ټولې نړۍ او سیمې په سیاست کې بر او واکمن لاس لري ،د پاکستان د پوځ او د یوبندي مدرسو د سر کړۍ د همدې سرچینې څخه اوبه اخلي .واقعیتونو ته لاسرسی آسانه نه دی.
که په ځیر سره وګورو ، روان کړکیچ درې اړخونه لري :
- ۱نړیواله سیالي ـ د چین او متحده ایالتونو ترمنځ د سیپک پروژې په سر شخړه؛
- ۲سیمه اییزه سیالي ـ د پاکستان او هند ترمنځ دوامداره جګړې او شخړې؛
-۳ د پآکستان دنننی بحران ـ د پاکستاني طالبانو، د بلوڅود آزادي غوښتونکې اردو وسله وال پاڅون او نور پراخ ولسي مخالفتونه .
په افغانستان کې د اسلامي امارت سخت دریځه سیاست چې د هغه د ملي او بین المللي مشروعیت په مخ کې اساسي خنډ دی ، د مسألې څلورم اړخ ګڼلی شو.
یو حقیقت د لمر په څیر څرګند دی .د سیپک )کاشغر- ګوادر[ اقتصادي لار]) پروژې په سر د چین او امریکا رقابت زموږ د سیمې د ټولو غوره پیښو اصلي محور دی .د سیپک پروژه د چین د نړیوالې پروژې» یو کمربند یوه لار« د شپږو سترو پروژو څخه یوه پروژه ده .دا د چین له سرحد کاشغر څخه د بلوچستان د ګوادر سمندري بندر پورې غزیدلې ده .تر اوسه پورې چین ددې لارې په اوږدو کې دعصري سترسړکونو او پاپلاینونو سربیره د ښارګوټو او ډیرو نورو آبادیو سره شپته -اویا میلیارده ډالرلګولي دي او پاکستان یې تر سپیږمو پورې په پورونو کې ډوب دی .د ګوادر بندر هم په چین پلورل شویدی .د بلې خوا په پآکستان کې اصلي واک د پوځ په لاس کې دی ،هغه پوځ چې قیضه یې د امریکا د پلار- انګلیس په لاس کې ده .لودیز استعمار د امریکا په مشرۍ هیڅکله نه پریږدي چې دا پروژه سرته ورسیږي او لدې لارې چین د هغوي د رقیب په توګه نړیوال اقتصاد ته لنډه لار ولري .پاکستان په داسې یو تناقض کې ګیر دی د همدغه تناقض په شدت کې د شلیدو په حال کې دی ،ځان ترې ورک دی ،هرې خواته ترپکې وهي ،په نورو هند ،چین، امریکا یې زور نه رسیږي .په خوار ،جنګ ځپلي افغانستان بمباري ،بیا بمباري او بیابیا بمباري کوي او بدماشانه سترګې پرې راوباسي . دا ځل پآکستان په خپل سیپک سره د نړیوال رقابت د وزلوبې ډګر دی .پاکستاني پوځیان غواړي نړیوال رقابت او د هند سره خپلې جګړې افغانستان ته راوشړي . د برق صاحب په قول : بیا یو سیلاب وړي د کوم جال لمنه ونیوه.
افغانستان ته د پآکستان او د هغه راتلونکو تحریکاتو په مقابل کې ټاکلې ستراتیژي ته اشد ضرورت دی .داسې ستراتیژي چې د سولې او جګړې په دواړو وختونو کې د ولس او دولت دواړو له خوا په دوامداره توګه تعقیب شي .هغه باید د کښته پښتنو د خود ارادیت او خپلواکي د ملاتړ پر محورباندې ولاړه ستراتیژي وي . پدې هکله هیڅوک په نړیوالو مجلسونو کې افغانان نه شي ګرمولی چې ولې د پښتنو د خود ارادیت ملاتړ کوئ .پدې اوږد مهاله طرحه کې ښایي د احتمالي جګړې له پاره مخکې له مخکې د دواړو خواوو د قواوو دقیق سنجش وشي، د دواړو قواوو کمیت او کیفیت یعنې پوځي پرسونل-وسلې او جنګي مورال پرتله شي، خپل پلویان او د دښمن پلویان په کې وارزول شي .د پښتونخوا د طالبانو، پښتون ژغورنې غورځنګ او هند سره اړیکې د اصلي لوبغاړو په توګه او نورو ملتپالو او مذهبي تحریکونو سره اړیکې ښکاره او په زغرده څرګندې شي.
لدې سره چې د نظامي تکتیک له پلوه ،د ډیورنډ د فرضي کرښې په امتداد د پاکستان په پوځي پوستو د اسلامي امارت بریدونه خورا زړور ،ناببره او پرځای وو، اما د نظامي ستراتیژي له پلوه اومه وو .د کرښې دواړه خواوو ته پښتانه اوسیږي.د جګړې منفي آغیزو څخه دواړه خوا خپل خلک متاثره کیږي .ښایي د راتلونکو احتمالي جګړې کرښه د اټک ها خوا د مرګالې په څوکو او حسن ابدال کې وي.
روانو پیښو یو خل بیا وښودله چې د افغانستان خلک د خپلو ټولو بې اتفاقیو سره سره ،د باندني تیریو په مقابل کې یوموټی پیاوړی ملت دی .له ډیر وخت راهیسې فغانستان د دولت په څیر کمزوری وُ او دی ،اما د ملت په څیر د نړۍ د ګوتو په شمار پیاړو ملتونو په کتار کې سرلوړی ولاړ دی .بل هر ملت که د افغانستان په څیر د دومره باندنیو یرغلونو لاندې راغلی وای ، نیست او نابود به وای ،یواځې یو نیم نا اهله بچیان هم په خپله غیږه کې لري چې د طالبانو سره په دښمنۍ کې د وطن سره د دښمنۍ کچې ته پورته کیږي ، یو یې ناآګاهانه، نیم یې شعوري د دښمن لاس نیوی کوي ،د ډ یورند د کرغیړنې کرښې د رسمیت پیژندلو نغارې وهي.
د روان تپل شوي کړکیچ په ترڅ کې ښایي ټول افغانان اوپه ځانګړې توګه د اسلامي امارت چارواکي د خپل ضمیر محاکمې ته حاضر شي اوځواب ووایي :چا د خپل هیواد اردو ړنګ کړله؟ چا د چا په لمسونه ښوونځۍ ،روغتونونه ، پلونه ،دولتي ادارې ویجاړې کړې؟ ولې او د چا په لمسونه په دوحه کې د افغانانو خپل منځي روغه جوړه ونه شوه چې نن په دوحه او استانبول کې د دښمن سره مذاکراتو ته کښیني؟ د عصري تعلیم او تربیې مخه چا او ولې نیول شوې ده؟ نیم افغانستان یعنې ښځې چا او ولې له ښوونې او روزنې محرومې شویدي؟...
ایا د خپلو سره تشدد او سخت دریځي لکه لر او بر افغانان یې چې په خپلو منځنو کې کوي ، پکار ده ؟ په خپلو کې مرحمت ، مهرباني او اتفاق پکار دي .لدې سره ، د پردیو د تشدد د په مقابل کې عدم تشدد د مشکل حل نه دئ ، سخت دریځه غبرګون ته اړتیا ده .د پاکستاني پوځ له بلا څخه په تیښته ځان نه شې خلاصولی . شیطان قوی نه دی ، مکار دی ، مخامخ باید وشړل شي.
د ټولو پیښو پایله څرګنده ده :د پاکستان په څیر هرچا چې د افغانستان زیارت زیارت خاورې دننه په ناولي نیت پښې ایښي دي ، شرمیدلي وتلي دي . ددې خاورې په هره لویشت کې د احسن التقویم انسان وینه تویه شویده ، تعظیم یې پکار دی. پای