د لوېدیځ تمدن د علمي او فرهنګي پرمختګ او نظامي ــ سیاسي تجاوز ترمنځ تضاد
د پنځلسمې او شپاړسمې پېړۍ د سمندرۍ اکتشافاتو دور، د لوېدیځ د تمدني او اقتصادي پراختیا پیل وو؛ خو هممهاله یې د استعماري سلطې بنسټ هم کېښود. د اسپانیې، پرتګال، هالنډ، فرانسې او انګلستان استعماري سیالیو د« تمدن د خپرولو» تر پوچ شعار لاندې د اسیا، افریقا او لاتین امریکا ولسونه د طبیعي زیرمو، کاري ځواک او عقیدې له پلوه وتروړل!
د تمدن د خپرولو او رسولو « Civilizing Mission»، مفکوره د لوېدیځ د اخلاقي بر ترۍ او له نورو څخه د وحشت پر بنسټ ولاړه وه. دا هغه فکري منطق وو چې ادوارد سعید په ۱۹۷۸ م کې په خپل مشهور اثر« Orientalism»،کې روښانه کړ.
لوېدیځ استعمار د علم، فلسفې او اخلاقو ژبه کاروله، خو موخه یې واک، شتمني او سلطه وه! په دې توګه علم، جغرافیه، تاریخ او انسان پوهنه د قدرت د خدمت وسېلې وګرځېدلې. پوهه له وجدان جلا شوه او تمدن د اخلاقو پرځای، د ګټې او تسلط بنسټ جوړشو.
په شلمه پېړۍ کې د لوېدیځ د نظامي ځواک جوړښت له استعماري حاکمیت څخه د نړیوالو سیسټمونو بڼې ته واوښت. د لته د نظامي ــ اقتصادي کمپلس(Military–Industrial Complex)، مفکوره رامنځته شوه.
دا کمپلکس د پوځ، وسلو شرکتونو او سیاسي پالیسۍ ترمنځ یو اقتصادي – سیاسي مثلث دی. د وسلو تولید، د جګړو دوام، او د نړیوالې ویرې اقتصاد، د دې مثلث د ګټو سرچینه جوړوي.د نوام چومسکي او جوزف سټیګلیتز څېړنې ښيي چې د امریکا نظامي بودیجه نه یوازې د دفاع لپاره نه ده، بلکې د نړیوال نفوذ د تثبیت یوه ستراتیژي ده.
په همدې بنسټ، جګړه د لوېدیځ اقتصاد یوه «کارېدونکې وسیله» شوه. د عراق، افغانستان، ویتنام او اوس د منځني ختیځ شخړې د همدې جوړښت پایلې دي. دا وخت نظامي عملیات د بشري حقونو، امنیت او ترهګرۍ ضد شعارونو تر سیوري لاندې پر مخ ځي، خو موخې یې اقتصادي او جیوپوليټيکي دي!
په فلسفي لحاظ، دا پدیده د عقل او قدرت د اړیکې له بحران څخه سرچینه اخلي. د میشل فوکو په وینا، «پوهه او قدرت یو له بله جلا نه دي». هره پوهه یو ډول سلطه زېږوي او هر قدرت د پوهې مشروعیت ته اړتیا لري.
همدا منطق د لوېدیځ د سیاستونو فکري بنسټ شو. علمي پرمختګ د نظامي او فرهنګي برترۍ د سیاسي مشروعیت لپاره وکارول شو. د فوکو په اصطلاح دا د« Bio-power »او Disciplinary Power هغه سیستماتیک جوړښتونه دي چې د انسان د بدن، اقتصاد او ذهن ترمنځ تسلط رامنځته کوي.
د هابرماس له نظره، دا د «ارتباطي عقل» زوال دی — کله چې عقل د تفاهم او انساني اړیکو پر ځای د کنټرول وسیله شي. د همدې زوال پایله دا شوه چې د تمدن د اخلاقو ژبه د سیاست د ګټې وسیله شوه.
په معاصر لوېدیځ کې جګړه یوازې یوه سیاسي پرېکړه نه ده، بلکې یو اقتصادي سیستم دی. د وسلو تولید، د پوځي تړونونو پانګه، او د امنیتي تکنالوژۍ بازار د میلیاردونو ډالرو ارزښت لري.
په همدې حال کې د لوېدیځ د عامو وګړو د وجدان او مدني غږ ځواک د رسنیو، سیاسي تبلیغاتو او مصرفي فرهنګ له لارې بې اغېزې شوی. د جان ګرې او زګمونډ بومن په وینا، د معاصر انسان د اخلاقو او سیاست ترمنځ واټن دومره پراخ شوی چې د تمدن د اخلاقي روح بېرته راژوندي کول یو له سترو اخلاقي چلینجونو څخه ګرځېدلی.
نو دا پړاو د لوېدیځ تمدن د دوو متضادو څېرو څرګندونه کوي:
یو خوا علم، هنر، او بشري وجدان؛
بلخوا سیاسي کنټرول، اقتصادي استثمار او نظامي مافیا.
په اوسني لوېدیځ تمدن کې «عقل» د ټولو علمي، فلسفي او تخنیکي لاسته راوړنو بنسټ ګڼل کېږي. خو فلسفي بحث دا دی چې همدغه عقل څنګه کولای شي هم د آزادۍ او هم د سلطې دواړو سرچینه وي؟
د مکس وېبراوهابرماس د نظریو له مخې، لوېدیځ تمدن د عقل د دوو بڼو ترمنځ ویشل شوی:
ــ ارزښتي عقل « Value Rationality»، هغه عقل چې موخه یې حقیقت، اخلاق او انسانیت وي.
ــ وسیله محور عقل « Instrumental Rationality»، هغه عقل چې موخه یې موثریت، ګټه او کنترول دی.
په منځنیو پېړیو کې عقل د اخلاقو او دین تر اغېز لاندې وو، خو د صنعتي انقلاب او علمي پرمختګ له دورې وروسته، عقل له اخلاقو څخه بېل شو. دا جلاوالی د تمدن د داخلي بحران سرچینه شوه. له همدې ځایه د علمي پرمختګ لوری، د وجدان له محور څخه د ګټې او تسلط محور ته واوښت.
د میشل فوکو د «قدرت د میکانیزمونو» تیوري هم دا څرګندوي، هر علمي نظم (Episteme) د کنټرول یوه بڼه لري او د پوهې هر سیسټم د واک د مشروعیت یوه وسیله ګرځي. نو که تمدن یوازې د عقل د موثریت پر بنسټ بنا شي، بې له دې چې اخلاقي حدود ولري، پایله یې د وسایلو تمدن دی، نه د انسان تمدن!
بلخوا د لوېدیځ تمدن په فلسفي تاریخ کې یو بنسټیز تضاد دا دی چې اخلاق د فردي وجدان برخه بلل شوې، خو قدرت د ټولنیز سیستم برخه ګرځېدلې.
د کانت له نظره، اخلاق باید «خپلواکه»وي؛ یعنې انسان باید د خپل وجدان د قانون تابع وي، نه د بهرني زور. خو د سیاسي واقعیتونو له مخې دولتونه د امنیت، ګټې او نفوذ په نوم له همدې اخلاقو سرغړونه کوي.
د همدې تضاد یوه ژوره بڼه د شلمې پېړۍ په فلسفه کې راڅرګنده شوه. د هانا ارنت په وینا، د مدرن نظامونو تر ټولو خطرناک اړخ دا دی چې خلک د سیستم په دننه کې «اخلاقي بېمسوولیته کارکوونکي» ګرځي. د فوکو په تعبیر، انسان د «سیسټم د ماشین پر پرزه» بدلېږي.
نو د تمدن د پرمختګ تر شا دا پوښتنه ولاړه ده:
ایا هغه انسان چې د ټکنالوژۍ له لارې د فضا، جین او انرژۍ واک لري، لا هم د اخلاقو تابع دی که د ځواک غلام شوی؟
په ټولنیزه کچه، د لوېدیځ ولسونه د خپل تمدن له سیاسي او نظامي ماشین سره په یوه پټه شخړه او جګړه کې دي. عام وګړي د بشري حقونو، ازادۍ او عدالت غوښتونکي دي؛ خو د دولتي – صنعتي جوړښت له لارې د جګړې، مصرف، او سلطې په سیاستونو کې ښکېل دي!
د زګمونډ بومن په وینا، دا د«مايع مدرنیزم» پدیده ده: داسې ټولنه چې هلته اخلاق، ارزښتونه او وجدان د بازار او مصرف له منطق سره یو ځای له منځه ځي.
په دې توګه د تمدن اخلاقي روح، د مادي رفاه او تخنیکي اسانتیاوو تر سیوري لاندې پټ شوی. د علم، اقتصاد، او سیاست ترمنځ اړیکې د انسان له وجدان نه جلا شوې. دا بېلتون د تمدن د دروني زوال نښه ده.
په فلسفي تعبیر، د معاصر تمدن تر ټولو ستره ستونزه دا ده چې سیسټم د انسان پر ځای، هدف شوی.د تکنالوژۍ، اقتصاد، او سیاست ماشین د انساني ارزښتونو ځای نیولی.
هربرټ مارکوز دا وضعیت د یو اړخیز انسان، (One-Dimensional Man) په نوم تشریح کوي: داسې انسان چې فکر، اړتیاوې او احساسات یې ټول د سیستم له منطق سره سم عیار شوي دي.
نو تمدن که هر څومره پرمختللی شي؛ خو که د اخلاقو، هنر او وجدان له ځواکه خالي وي، نو په باطن کې د زوال په لور روان دی.
علم بې له اخلاقه، تمدن بې له انسانه او عقل بې له وجدانه یوازې خطرناک نه، بلکې ځان تباکوونکي واقع کېږي!
تمدن د عقل او اخلاقو د یووالي په نوم وزېږېد؛ خو د قدرت، ګټې او سلطې له امله د همدې یووالي له منځه تلو ته روان شو!
د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر ۲۹ مه
دوهمه برخه
پاتې لري
سرلوڅ مرادزی