بګرام:
بګ دغټ او ګرام دښار په معنی دی
ډیر اوږد تاریخ لری.
فکر کوم چې یونانی کلیمه ده
۱- بګرام د کوشانیانو د امپراتورۍ مرکز وه
۲-دبودایانو په وخت کې ددې سیمې د خلکو کلتوری او مذهبی دروازه وه
۳-د کوشانیانو تر وخت بیا تردې دمه ستره سیمه پاتې شوې
۴- دمست هندوکش غره لمنه ده چېرې چې سکندر مقدونی له کړکېچ سره مخ شو
۵-دورېښمو دشبکې يو ټاپو بلل شوی
۶-سوداګریز مدنیت ،بودایی مذهب نښانه او په سیمه با اهمیته دی نړیوال موقعیت لری
۷- دپخوانی شوروی او امریکا یانو د جګړې عملیاتی، لوژیستیکی ، پوځی، ستراتیژیکی اتدافعی ،او اکمالاتی اډې په توګه کارول شوی دی
۸- دپخوانی پا چا محمد ظاهرشاه په وخت کې دروسانو لخوا تاسیس او احداث شوی ده
۹- دافغانستان په کچه بګرام یو ښار دی چې دښاری اړتیاوو ټولې برخې لری.
۱۰- د نړۍ له ډیرو مهمو هوایی اډو څخه حسابیږی
۱۱- دبګرام کود :BPM. OA1دی
۱۲-دوه Runway یا ځغاست لیکه لری چې له درې کیلومتره زیات اوږد والی لری
۱۳- ټول مساحت یې ۴۵ کیلو متره دی
۱۴- ستر عسکری ګدامونه او ویر هوسونه لری
۱۵- بګرام هوایی ډګر نه بلکې زندان هم وه
۱۶- دامریکایانو او ناتو په وخت بګرام داخلاقی فساد په ناروغی اخته شو چې دې معصومې ټولنې ته یی ډول ډول اخلاقی فتنې راوړلې.
بګرام په معاصر تاریخ کې دAI یوویشتمې پېړوۍ او انتر نیټی نړۍ کې. واقعیتونه پټ نه پاتې کیږی.
عکس العملونه
الف-دخلیل زاد او ترمپ خبرې یو دبل سره ډیر توپیر لری
د ترمپ لهجه تنده خلیل زاد یی دوحې ته بیایې او تهدید نه کوی ترمپ ګواښن وه ددې لپار ه چې ولس مشر دی خو خلیل زاد حتی یو عادی مامور هم نه دی . اما دېپلوماسی کې دا مروجه خبره ده چې وړوکې مامور دغټ مشر خبره اصلاح کوی!
ب- دطالبانو غبرګون محتا طانه او نرم وه طالبانو کولای شو چې په شدت د ترمپ خبرې رد کړې چې بهترین فرصت وه هم دولس ملاتړ ته او هم په کورنی لحاظ نو له دې معلومیږی چې په دوحه کې یو څه خبرې د بګرام په برخه کې شوی دی
طالبا ن ددوه لاری پر سر:
د ڼړیوالو ناندریو سرټکی ګرځیدلی
دیوتیوبرانو ګندنه هو تازه ګندنه!
دوال ستریت او واشنګتن پوست سر مقاله
دعاصم منیر او شهباز قلندر دپټو دروازو تر شا پټ ګونګوسی دبلې لوبې سروکی
دا څه حال ده؟
یوځل مو دبن لادن لپاره افغانستان پوستین کړ!
داځل دا معامله او مقابله کاسه زیر نیم کاسه نه وی والله اعلم .
دبګرام موقعیت په ساړه جنګ بدل شوی
۱-دچین او روس لپاره ګواښ!
۲-دامریکا لپاره ستراتیژیکه سیمه او دفشار اله
۳-دطالب لپاره دنه مشروعیت ستیج [ کورنی او بهرنی] کې دحاکمیت نښه
او که دافغا نانو لپاره خدا نخواسته د افغانستان دبلې خونړۍ جګړې لوری ته یوځل بیا تلل!
په درنښت