د امریکا لخوا راپاړول شوې اقتصادي ناندرۍ پر سیمې او نړۍ یې اغېزې
لیکوال: ازاد خبریال او د نړېوالو چارو شنونکی اندېښمن ځاځی
چین او امریکا چې اوس مهال په نړۍ کې دوه ستر اقتصادي ځواکونه بلل کيږي له کالونو را په دې خوا په اقتصادي ناندریو کې ښکیل دي. دا ناندرۍ چې د امریکا لخوا راپاړول شوې، د سوداګرۍ، ټیکنالوژۍ، پانګونې ، په سیمه او نړۍ کې د سیاسي نفوذ پر سر روانې دي. د چین او امریکا تر منځ دا اقتصادي ناندرۍ چې ډېر کله ورته د (سړې اقتصادي جګړې) نوم هم ورکول کیږي،نه یوازې په یادو دواړو هېوادونو بدې اغېزې لري بلکې پر سیمې او نړۍ یې هم پراخې ناوړه اغېزې کولی شي. دا ناندرۍ په ۲۰۱۸ کال کې هغه مهال پیل شوې کله چې امریکا د چین او ځینو نورو هېوادونو پر وارداتي سوداګریزو توکو تعرفې لوړې کړې ، چې له هغه وخته بیا تر اوسه روانې دي خو وخت ناوخت جدي کیږي او زور اخلي. په دې ورستیو کې ډونلډ ټرامپ چې په سیاست کې یوه جنجالي څیره ده، د دوهم ځل لپاره د امریکا د ولسمشر په توګه وټاکل شو ، د خپلو نورو احساساتي پریکړو په شان یې د ځینو هېوادونو پر وارداتو تعرفې هم زیاتې کړې. د ټرمپ دغې پرېکړې نه یوازې نړیوال غبرګونونه درلودل بلکې په امریکا کې د ننه هم د ټرمپ د دغو احساساتي پریکړو په باب د امریکایي سیاسټوالو او عامو امریکایانو مخالفتونه راوپارېدل. په ورته وخت کې ځینو هغو هېوادونو چې امریکا یې پر سوداګریزو توکو تعرفې لوړې کړې وې د امریکا پر وړاندې ورته غبرګون وښود، لکه کاناډا چې په لومړي اقدام کې یې په دغه هېواد کې د امریکایي الکولي مشروباتو پر پېر او پلور بندیز ولګوو او لکه چین چې د نورو اقداماتو تر څنګ یې په خپل هېواد کې د امریکایي فلومونو پر وارداتو محدویتونه ولګول. د یادونې وړ ده، چې د امریکا دغه اقدام یو ځل بیا د چین او امریکا تر منځ اقتصادي ناندرۍ را ولاړې کړې او لا هم دوام لري.په دغه لیکنه کې به د امریکې لخوا د راپاړول شوې اقتصادي ناندریو، پر سیمه او نړۍ د دغو ناندریو بدو اغیزو ته کتنه وکړو.
ددغو اقتصادي ناندریو پیل
د چین او امریکا ترمنځ اقتصادي ناندرۍ په ۲۰۱۸ کې هغه مهال جدي بڼه غوره کړه، کله چې امریکا د چیني وارداتو پر وړاندې تعرفې لوړې کړې. همدا راز چین هم په ورته اقداماتو لاس پورې کړ، چې د دواړو سترو اقتصادي ځواکونو تر منځ یې اقتصادي اختلافات پیل او پراخ کړل.
کله چې امریکا په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کې پر چینايي وارداتو د تعرفو (Taxes on imports) لړۍ پیل کړه، چین هم بې ځنډه خپل غبرګون وښود. دغو غبرګونونو څو بڼې درلودې، چې ځینې مستقیم اقتصادي اقدامات وو، او ځینو یې بیا د ستراتیژیکو فشارونو بڼه درلوده.خو د یادولو وړ ده، چې چین د دغې ستونزې د حل لپاره د مذاکراتو ټولې لارې وازمویلې، کوښښ یې وکړ،چې له امریکا سره د مذاکراتو او خبرو له لارې د تعرفو ستونزه او اقتصادي ناندرۍ پای ته ورسوي، خو امریکا د مذاکراتو په پر ځای فشارونو ته ترجه ورکړه او چین هم اړ شو ،څو د خپلو سوداګزیزو ګټو د ساتلو لپاره د امریکا په وړاندې په ورته اقدام لاس پورې کړي.
لکه څنګه چې مو وړاندې هم وویل د چین او امریکا سوداګریزې ناندرۍ پر دغو دواړو هېوادونو د بدو اغیزو تر څنګ په سیمه ایزې او نړېوالې سوداګرې هم بدې اغیزې کولی شي . د لیکنې په دې برخه کې پر سیمې او نړۍ د امریکا او چین د سوداګریزو ناندریو د اغېز وڅېړو. په پیل کې سیمه ایز اغېز :
سیمه ایز اغېز:
په آسیا کې، چې چین د ډېرو هېوادونو لپاره ستر تجارتي شریک بلل کیږي ، دغه ناندریو د صادراتو او وارداتو پر بهیر منفي اغېز کولی شي. د بېلګې په توګه، د ټکنالوژۍ په برخه کې پر چینايي شرکتونو بندیزونه د سیمې نورو شرکتونو ته یا نوې سوداګریزې موقعې پیدا کوي او یا یې هم د عرضې لړۍ ګډوډه کولی شي. په ورته وخت کې د منځني ختیځ لپاره، چې ډېر هېوادونه یې د امریکا او چین سره اقتصادي اړیکې لري، دا ناندریې د انرژۍ بازار اغېزمن کولی شي .
نړیوال اغېز:
په نړیواله کچه، دا ناندرۍ د نړيوالې سوداګرۍ پر سیستم بد اغېز لري. د نړیوالو شرکتونو لپاره د عرضې لړی بې نظمه کیږي او تولیدي لګښتونه زیات شي . همداراز، دا حالت د پانګوالو باور ته هم زیان رسولي شي او په نړیوالو بازارونو کې د بې ثباتۍ لامل کیدای شي.
سربېره پر دې، په نړیواله کچه به د امریکا او چین تر منځ د ټیکنالوژۍ یوه غیر مشروع سیالي هم را منځ ته شي،لکه د Huawei او TikTok پر وړاندې د امریکا بندیزونه به د نړیوالو مخابراتي او معلوماتي نظامونو وېش ته لاره هواره کړي. دا وېش به په نړۍ کې د ټیکنالوژۍ په برخه کې دوه بلاکونه را منځ ته کړي چې د یوه مشري به چین کوي او د بل امریکا.
د دغو اقتصادي ناندریو اوږدمهاله اغېز:
د امریکا لخوا راپاړول شوې اقتصادي ناندرۍ که اوږد مهاله کیږي نو پر نړېوال اقتصاد به خامخا ناوړه اغېزې ولري. د اوږدمهاله اغېزو له مخې، دا ناندریې کولی شي د نړیوال اقتصاد بڼه بدله کړي. د هېوادونو ترمنځ د "اقتصادي بلاکونو" جوړېدل، د نړیوالو سازمانونو کمزورتیا، او د سوداګرۍ پر ازاد سیستم شکونه به د نړیوال اقتصاد لپاره لویې ننګونې ووسي.
له بلې خوا، دا ناندریې یو شمېر هېوادونو ته دا موقع برابره کوي ،چې خپلواک سوداګریز سیاستونه غوره کړي. د بېلګې په توګه، اروپایي اتحادیه، هند، او حتی افریقایي هېوادونه به هڅه کوي، څو له چین او امریکا تر منځ چې اوس مهال ستر اقتصادي هېوادونه دي تعادل وساتي او له دواړو سره متوازنې اړیکې جوړې کړي.
د دغو ناندریو لپاره حل لاره څه ده ؟
د امریکا لخوا راپاړول شوې له چین سره اقتصادي ناندریې نه یوازې د دوو هېوادونو ترمنځ سیالي ده، بلکې دا یو ستر نړیوال تحول دی، چې د سیمې او نړۍ پر اقتصاد، سیاست، ټکنالوژۍ، او جیوپولیټیکو جوړښتونو ژور اغېز کولی شي. د دغو ناندریو دوام به نه یوازې د نړیوالو سوداګریزو اصولو، بلکې د نړیوال نظم د بیا تعریف کولو لامل شی. نو په دې اساس نړۍ اړ ده چې د همکاریو، نوښتونو او متوازن پرمختګ له لارې د دغه اقتصادي کشمکش منفي اغېزې کمې کړي او د منفي اغېزو د کمولو لپاره ټوله نړۍ باید ځینی حیاتي کارونه تر سره کړي، د رقابتونو او فشارونو لړۍ ختمه او د مذاکراتو او همکاریو لړۍ پیل کړي.
د فشار پر ځای مذاکراتو ته ترجه ورکول:
امریکا او چین باید د فشار او بندیزونو پر ځای، د مذاکراتو له لارې د خپلې ستونزې د حل لپاره ګډ مېکانیزم رامنځته کړي. د متقابل درناوي، اقتصادي توازن، او تخنیکي همکارۍ اصلونه باید خپل کړي. نړیوال سازمانونه لکه ملګري ملتونه یا G20 هېوادونه کولی شي د چین او امریکا ترمنځ د اقتصادي ډیالوګونو کوربه توب وکړي.
د نړیوالو سازمانونو رول پیاوړی کول:
د نړیوالې سوداګرۍ سازمان (WTO)، ملګرو ملتونو، او نورو اقتصادي همکارو ادارو رول باید بیا فعال شي، څو د شخړو د هوارۍ لپاره شفاف میکانیزمونه رامنځته شي. د ناندریو قانوني حل، د تعرفو کمول، او د پانګونې خوندي چاپېریال برابرول له همدې لارو کېدلی شي.
پایله
د امریکا راپاوړل شوې له چین سره اقتصادي شخړه یوه ستره نړیواله مسئله ده، د دغې مسلې حل نه یوازې د یادو دواړو هېوادونو بلکې د ټولې نړۍ ګډ مسؤولیت دی ، څو دغې سترې نړېوالې اقتصادي مسلې ته د حل مناسبې لارې ولټوي او دواړه خواوې په دې قانع کړي چې نامشروع رقابتونو او ناندرۍ د خبرو اترو له لارې حل کړي. د دغو اقتصادي ناندریو حل نه یوازې د دواړو اقتصادونو، بلکې د نړیوال ثبات لپاره حیاتي امر دی. حل لاره یې په زور او بندیز کې نه ده، بلکې په دیپلوماسي، شفافو خبرو، متقابل درناوي، او ګډو ګټو کې ده. که دواړه هېوادونه د خپلو ملي ګټو تر څنګ، نړیوال مسؤلیت هم درک کړي، نو دغه کړکېچ د نړیوالو همکاريو په فرصت بدلېدای شي.