نړۍ ، ملګری ملتونه ، نړیوال بانک، نړیوال نور سازمانونه، اروپایی ټولنه او ګڼ شمېر غټ او واړه هېوادونه موږ ته له کوم لید لوری ، انصاف. سوچ او انسانی ابتکاره ګوری؟موږ باید داومنو چې طالبان دافغانستان په کړکېچ کې یو واقعیت دی طالبان ټول ګنګس، لیونی اویا دقدرت تږی نه دی طالبانو کې عالم ، دصبر اوتحمل دسولې. او ورولی کسان شته چې په حکومتی ملی اواسلامی روحیه ولاړ سیستم باندې باور لری. خو داډله اصلا قدرت نه لری او څوک یې خبرې ته غوږ نه نیسی بله یوداسې توره فضا پر افغانستان غوړیدلې چې پوهې ته اصلا هیڅوک اهمیت نه ورکوی او حتی بده یې ګڼې چې دغه بیلګه دحکومتی تشکیلاتو په سرکې راڅرګندیږی .
زموږ یو شمیر مننونکی ، شننونکی، بین الدول پېژندونکی ،څېړونکی له خبرو مخکې خپل ځان ستایی او حتی دطالب له چارواکو سره اړیکی لری دغه لاف زن دطالبانو تګلاری نور هم ټکنی کوی . طالبانو ټول افغانستان دسیاست په نوم له غوږو کلک نیولی دطالبانو داسلامی امارت نوم خوښیږی خو دغه نوم عملی بڼه او تعریف غواړی له انحصاره خلاصه ټولنه غواړی ، حق حقدار ته سپارښتنه غواړی ، اهلیت او کفایت غواړی داخو هسې داسلام اباد ترهګری لوبه او بنجاره ګډوډه معامله نه ده چې کرایی ونیول شی که داسلام آباد دغه ټیکه داری په خپلو ګټو را چور لی خو افغانستان بل هېواد او بل فرهنګ لری انګریزانو جوړکړی پاکستان دبنګال هٔندوستان او افغانستان په خاطر دهغو یوه لویه دسیسه ګڼل کیږی .داسلام منافقت دپاکستان په پوځ کې یوه سیکه او دوه مخه دی!
ملا فضل الرحمن زېړ پګړی نور غټ او اواړه مولایان په فتواګری کې ډیر مخکې دی هغو ته دحکومت چل ورځی او دولس دغو مداریانو دالوبه وکړه چې بیاهم خپلې ګټې څنګه خوندی کړی.نو ځکه یې زموږ طالبانو ته کوږ بار ور به شا کړ!دغه کوږ بار کاږه مزلونه لری دای اس ای دغه مزدور متقاعد جنرالان دجهاد له وخت دلته مصروف کړې دی..هیڅوخت کې یې کوشش نه دی چې افغان ولس خپل اړیکی له نړۍ سره وتړی.پاکستان زموږ ملی او اسلامی حکومت ته ېولوی دردسر د ټولو جنایاتو تصمیم نیونکی اجنت دی چې لاهم مداخله لری او موږ یې شک ګڼو لهذا !دې لېونۍ افسانې ته باېد دطالبانو روښنفکر او ټول افغانان پرې نږدی چې افغانستا ن یو ځل بیا کورنی شخًړې ته لاً شی افغانستان باید له بن بست او خپل منځی اختلا فاتو راووځی او خپلو منځو کې داخوت او اتحاد لا رو باندې کاروکړی جګړه هیڅ صفت او بقا نه لری.ژوندی دې وی افغان ولس!