زما د فیسبوک یو ملګري چې ډیر پخواه یې راته لیکلي وو چې زما نشر شوی مطالب په فیسبوک کې ورته ډیر په زړه پوري دي ،اوډیر خوند تری اخلی، ده لیکلي وو، چې د شرایطو له وجهی نشم کولای چې د خوښی علامت لایک او په اصطلاح کمنټ ورباندی ولیکم ،چې دلته شرایط انسانی نه دي او لیکلي وو، چې مطالب دي تعلیمی ، تربیوی ، اخلاقی، تصوفی ، فلسفی، اصلاحی آو علم او معرفت ته په هڅونې کې دي.
ما د ۲۰۱۸ کال د نوي کال یوه خاطره چې د فیسبوک ادارې رالیږلي وه،او په ۲۴ د مارچ د کلیفرنیا په فریمانت کې چې د وتلي او نامتو شاعر عبدالباری جهانی سره مو عکسونه اخیستي وو ، د فیسبوک ادارې په خاطرو کې رالیږلې وه ، چې ما همشریکانو سره شریکه کړه ،زما همدغه صاحبدل ملګري له افغانستانه څخه چې تصویر او زما لیکنه یې کاپی کړی او ما ته یې په میسینجر کې رالیږلي،یوه جمله ای له افغانستانه لیکلي ،چې د یو لوی دیوان په اندازه خبری یې رسولي ،دا چې زمونږ ژوند یې دلته لیدلی چې انسانی ژوند او آرامه ژوند دی او په ادب او نزاکت کې دی نو لیکلي یې دي :(څو نه خوند کوی چې سړی د انسانانو په مینځ کې وي)بس همدومره زما زړه پرې ډیر ودردیده ورته می ولیکل مننه قدردانه چې یوه جمله دي لیکلې خو یو دیوان خبری دي تر
مونږه رسولی ،ښه ژوند درته غواړم ،ما ستا د دي یوې جملي نه ستا د زړه درد او دزړه آواز واوریده په دي جمله کې زمونږ د واکدارانو له پاره ښه پیغام لري که دوی د عبرت شنوا او اوریدونکي ،غوږونه درلودلای
&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&
دا مضمون په افغانی د دولسو نه زیاتو خپرونو کې خپور شوی ، او د شلو نه زیاتو فیسبوکی ګروپونو او پاڼو کې څو څو ځله شریک شوی ،