ټولنيزه روغتياپالنه
Social Health Care
وروستۍ نيمه پېړۍ افغانستان د سياسي رقابتونو او د زبرځواکونو د سياليو ډګر وو، چې پايله يې له جنګځپنې سره غبرګ د ذهنيتونو ځپنه او ټولنيزه فکري انارشي مل ول، چې له بده مرغه د سردار محمد داود خان د کودتا او ولسمشري په بهیر او وروسته له هغې، ګڼشمېر لاسپوڅو واکمنو د ختيز او لوېديز زبرځواکونو تر سيوري لاندې په خلکو له بريده ډېر ظلمونه وکړل، چې د څو ميليونونو قربانيو او شهيدانو تر څنګ د افغانستان تر ۵ ميليونه زيات خلک معيوب شول او ګڼشمېر يې معلولين دي او له ۳ ميليونو زياتره افغان وګړي په نېشيي توکيو روږدي يا مُعتادين دي. د افغانستان د تعليم او تربيې سیستم شل شو او هر واکمن ورته خپله ناقصه نُسخه پلې کړه، چې چا د سوسياليزم او چا هم د جهاديزم او بل د تکنوکراتانو کرښې پکې ځږې کړې او خپله بدله يې وګړو ته د ټوپک او سوټي په زور واوروله. له بل اړخه د افغانستان تر ۹ ميليونو زياتره خلک مهاجرتونو ته اړ شول، څوک پر پاکستاني، بل پر ايراني، یو شمېر پر هندي، نور بيا پر روسي (شوروي) او ګڼشمېر په لوېديز کې د ديموکراسي او سوټه کراسې په ببولالو روږدي شول، چې مېچنه يې د افغانستان پر مظلوم ملت وچليدله. له بده مرغه تر ننه هم د افغانستان د معضلې حللاره نه ده موندل شوې او دغه ملت ته ليه هم د انارشي او بېسوادي د ګواښونو مخاطره موجوده ده، چې کېدلی شي په افغان ملت بيا د ډلو او ټپلو ناخوالې وروتپل شي، ځکه نو هر افغان او ننني چارواکي اړ دي، چې په خپلو کړو وړو کې ډېر محتاط وي او له ننني امنيتي فرصته ګټه پورته کړي، چې افغانستان د شخړو له منګولو وژغورل شي.
په ټولنيز ژوند کې د يوې ټولنې د امنيت تر څنګ د ملت روغتيا او د محيط حفظالصحه خورا غوره دي، ځکه نو په دې ليکنه کې به هڅه وشي، چې په افغانستان کې د روغتياپالنې په برخه کې د ټولنيزې روغتيايي څانګو او اجتماعي پوتنسيال د اړخونو په اړه رڼا واچول شي او ټولنې ته يې يوه عمومي هنداره وړاندې شي، چې د چارو ميکانيزمونه يې وسنجول شي او افغانستان د موډرنې ټولنيزې روغتيا په ډګر کې خپل ځای تثبيت کړي.
د افغانستان په ډېرو سيمو کې ماشومان ليه له څلور (۴) کلنۍ هڅه کوي، چې په خپلو سيمو کې جوماتونو او يا مدرسو ته ولاړ شي، چې د لوست بنسټيز قواعد زده کړي. په جوماتونو او مدرسو کې د بغداديې تر څنګ د قرآن کريم لوستل، قرائت او معنی زده کوي، چې د لومړيو دريو کلونو په ترڅ کې د قصص الانبيا تر څنګ د خُلاصې، د شعري او شرعي کتابونو کرښې هم پرې لولي او د بنسټيز حساب لارې چارې هم په مدرسه کې ورزده کوي، چې د مدرسې د طُلابو درسونه بيا نور هم پسې خپرېږي او د ديني مضامينو تر څنګ د ابجد، جفرافيي، نجوم او يو شمېر نور مضامين هم لولي. په عصري ښوونځيو کې هم لومړی درې کاله ژبه، ليک، لوست، رسامي، ابتدايي حساب او ځينې ترانې زده کوي، چې په څلورم ټولګي کې د دينيات، قرآن شريف تلاوت او يو شمېر نور مضامين ورزياتېږي، چې د ساينسي علومو برخه يې طبيعيت، رياضي، کيميا او همداسي نور اړين ساينسي مضامين دي، چې یو ماشوم په تدريجي بڼه ديني او عصري علوم زده کوي او د پوهې کچه يې ګام پر ګام لوړېږي. تر دوولسم ټولګي د فزيک، کيميا، الجبر، نورو رياضياتو او کيميا تر څنګ په ديني پوهې هم سمبالېږي، چې لکه يو تحصيل کړی شخص ټولنې ته ورننوځي او خپل مسؤليت په غاړه اخلي او خپل ټولنيز شخصيت ته نوره وده ورکوي، چې په دې ډول د يو شخص رواني او روحي روغتيا پياوړې کېږي او په پوهه په ټولنه کې د کاروبار جوګه کېږي او يا په دولتي موسسو کې ګومارل کېږي، چې په دې ډول د کاري چاپېر روغتيا ځان تثبيتوي.
مخکې له دې، چې د ټولنيزې روغتيا په اړه توضيحات ورکړل شي، نو يوه پېښه به یاده شي، چې زما د يو دوست د سترګو ليدلی حال دی. هغه وايي، چې په کابل کې زه له خپلې ترور سره يو واده تللی وم. يو هماهنګ نومی سندرغاړی د سندرو په کش کې وو. د مېز چاپېر خلک ما ته پردي ول، خو ترور مې پېژندل، ځکه يو شمېر يې ګاونډيانې وې، خو ډېرې يې بېسوادانې وې. زما تر څنګ يوه نيمچه پېغله ناسته وه. په خپل ځای کې ډېره ناآرامه وه. کله چې له څوکۍ پورته شوه، نو پر څوکۍ د وينو سور ټپ پاتې وو، ما مې ترور ته وويل، چې دغه نجلۍ کوم تکليف لري، که مور يې وپوهوې. لنډه دا چې د دغه پېغلې لومړنۍ مياشتنۍ وينه وه، خو د نا پوهي له برکته حتی پر ځان هم نه پوهېده، چې څه ورسره پېښ شوي دي، د موضوع له نورو جُزياتو به تېر شم، خو دغه پېښه دې ته نغوته کوي، چې ښوونه او روزنه او بيا په روغتيايي او ګڼشمېر نورو پوهنيزو برخو کې د نجونو او ښځينه وو زده کړه او تحصيل څومره مهم دي.
د روغتيا پېژند د (WHO) له څرګندونو سره سم د يو انسان هغه حالت دی، چې د جسمي روغتيا تر څنګ ښه رواني حالت ولري او ټولنيز ژوند يې مطمين او تضمين وي، چې صحي تغذيوي چاپېر سره غبرګ وکولی شي د تعليم او تربيې او همدا ډول د لوړو تحصيلاتو سهولتونه ولري او د ژوندون لپاره د کار زمينه ولري او د فاميل جوړولو د شرایط تضمين ورته مهيا وي، چې وکولی شي خپلې کورنۍ ته د ژوند ټول سهولتونه برابر کړي او هوسا ژوند ولري او د تدفين او تکريم سهولتونه يې تضمين وي.
د يو انسان په روغتيا د کور او کورنۍ چاپېر، په سيمه کې د نورو خلکو کړه وړه، د ټولني سياسي چاپېر او اقليمي شرايط خپل جوت او بدمرغه اغېز لري، چې ناامني، لوږه، ناروغي او د فاميل نه لرل بيا خپل تآثیرات د یو انسان په ژوند کې پرېږدي. يوه ټولنه له ماشومانو تر ۱۵ کلنۍ، بالغ (له ۱۶ تر ۲۳ کلنۍ)، ځوانان، مشران او زاړه تشکيلوي، چې د هرې برخې روغتيا بيا خپل خصوصيات لري، چې د دغو ځانګړنو په اړوند يې روغتيايي چاپېر بايد تضمين شي.
د يوې روغې ټولنې په اړه ليه په مدرسو او ښوونځيو کې معلومات ورکول کېږي، چې د ماشومانو تغذيه، ساتنه، روزنه او ښوونه د تعليم او تربيې په ترڅ کې په ښوونځيو او يا مدارسو کې تر سره کېږي. ماشومانو ته د ځان او د نورو د درنښت، د حقوقو او صحي ژوند په اړه معلومات ورکول کېږي، چې په ټولنو کې د نظافت او تربيې برخې ته ډېره پاملرنه کېږي. د ناروغيو او د هغوی د وقايعې په اړه هم ماشومان ليه په ښوونځيو کې معلومات ترلاسه کوي. د «نظافت د ايمان برخه ده!» په اصطلاح ټول پوهېږي، ځکه نو د روغ ژوند او روغ چاپېر پېلامې ليه د مدرسې او مکتبونو له لومړۍ ورځې راپيلېږي، ځکه نو بايد روغتياپالنه په څو پړاونو ووېشل شي، چې د ټولنيزې روغتيا په محتوا سر خلاص کړو.
روغتياپالنه یواځې د درملو او درملنې برخه نه ده، چې په درملتونونو کې درمل پلورل کېږي او طبيبان د ناروغانو تداوي کوي، مګر د «روغتياپالنې» اصطلاح ډېره پراخه محتوا لري، چې د روغتيايي چارو تر څنګ د چاپېر حفظالصحه، تغذيوي حفظالصحه، د لوږې مخنيوی، د ناروغيو مخنيوي، د ناروغانو سمه او مسلکي تداوي، د يو مملکت سياسي مصؤنيت او د ټولنې ټوليز امنيت دی، چې له بده مرغه د دغو برخو د هر يوې کاوړتيا د يوې ټولنې روغتيا ته صدمه رسوي.
په پرمختللو ملکونو کې د چاپېريال حفظالصحې ته ډېره پاملرنه کېږي. د فابريکو نه پاتې شوي فضولات په مسلکي بڼه له منځه وړل کېږي، چې د چاپېر حفظالصحې ته ګواښ رامنځ ته نه شي. له بده مرغه افغانستان د ژوند په بهير کې له نوې تکنالوژي وروسته پاتې دی. په افغانستان کې د موټرو ګڼه ګوڼه، چې د ډېزلي موټرو شمېر يې زيات دی او پطرولي موټر هم زاړه دي، چې یوازې د کابل په ښار کې له ۱ ميليونه زيات موټر شته، چې زياتره یې د ښار د هوا د ککړېدو سبب ګرځي. د فابريکو له محصولاتو پاتې شوي کيمياوي، توکيز، پلاستيکې او نور خطرناکه فضولات په عامو سيمو او آزاده فضا کې اچول کېږي، چې د ځمکې او هوا تر څنګ د سيمې خلکو ته هم د ناروغيو ستر ګواښونه رامنځ ته کوي. د ترافيکو د کنټرول تر څنګ دولتي مامورين اړ دي، چې په دې برخه کې د چاپېر حفظالصحې ته په زغرده پاملرنه وکړي.
د افغانستان په ټولو ښارونو کې د ژمي په موسوم کې په کورونو کې د لرګيو او تېلو تر څنګ سکاره هم سوځول کېږي، چې دودونه يې خپل ناغېړه اغېز د مملکت په ښارونو کې لري، چې د هوا د چټلېدو شرايط را منځ ته کوي، چې لوګي يې د فضا هوا ککړوي، چې دا پخپله د ټولنې د ناروغيو سبب کېږي، چې د نفستنګي او د سږيو ناروغي رامنځ ته کوي او زياتويې، چې ورسره د روغتياپالنې ستونزې ډېرېږي او لګښتونه يې هم لوړېږي.
د افغانستان په هېڅ ښار کې د کاناليزاسیون سیستم نه شته، چې د تشنابونو او کنارابونو محتويات ټول په کوڅو کې اچول کېږي، چې د ميکروبونو د خپرېدو سبب کېږي. پر دغه چټلياتو مچان، غومبسې، مچۍ، چومجي، ګونګټې، چابکې، مږي او داسې نور حشرات راټولېږي، چې د ميکروبونو، پرازيتونو او نورو آفتونو او ناروغيو په انتقال کې اساسي رول لري، ځکه نو په ټولنه کې د ژوندون دغې برخې ته بايد ځانګړې پاملرنه وشي، چې د ناروغيو مخنيوی وشي.
په باراني شپو ورځو کې د کابل ښار کوڅې د باران په خړوبو ډکې وي، له غرنيو کورونو خلک خپل کنارابونه هم د بارن په اوبو کې ورخوشې کوي، چې د دغه دريځ په ترڅ کې د کابل له ۸۰ سلنې زياترې سيمې په غولو لړل کېږي، چې د (E. coli) تر څنګ ګڼشمېر نور ميکروبونه په چاپېر کې خپرېږي، چې په (E. coli) ځمکنۍ اوبه هم ناولې کېږي، چې د څاګانو اوبه هم لړل کېږي، چې د صحي اوبو د نشتوالي ګواښ نور هم پياوړی کوي. مخکنيو ليکنو کې سپتيک څاه ګانو ته نغوته شوې وه، خو دلته به لنډه ياده شي، چې سپتيک څاګانې يا ټانکرونه يا بايلرونه څه ډول دي او څه ډول د تشنابونو او کنارابونو محتويات پکې خوندي کېږي او په څه ډول د دغه فوضله موادو اوتيلېزېشن او د اوبړنې برخې د پاکوالي پروسيجر تر سره کېږي. په لاندني انځور کې تاسو يو سپتيک ټانکر یا بايلري سیستم وینی. زياتره سپتيک ټانکرونه له سمټي ګاډرونو يا مصنوعي توکيو جوړ شوي دي، چې سپتيک څاګانې هم له پخو سوځېدولو خښتو او سمټي ګاډرونو جوړېږي، چې چټل مواد پکې خوندې کېږي. د تشنابونو محتويات يا مواد په ټانکرونو او څاګانو کې ترسب کوي، خو اوبه تصفيه کېږي او د يو پيپ له لارې له ټانکره منتقلېږي او ځمکې ته جذبېږي، خو د تخليه کېدونکو ټانکرونو لپاره بيا دولتي چارواکي اړ دي، چې د خدماتو د لګښوتونو په بدل کې د پاتې شونيو فضوله موادو د رېسايکلېشن د پروسېجر مطمين سيستم رامنځ ته کړي، چې د چاپېر حفظالصحه له ګواښ سره مخامخ نه شي.
ډېری داسې ګومان کوي، چې سپتيک ټانکرونه يا څاګانې محيط زېست ته تاوان رسوي، مګر داسې نه ده، ځکه په سپتيک ټانکرونو او يا څاګانو کې فضوله مواد ترسب کوي، غوړ پر اوبو پاتې کېږي او په اوبړنه برخه کې د اوبو بيولوژیکې تصفيه او سوتره کېدل تر سره کېږي، چې د ترسبي موادو د له منځه وړلو پروسه په طبيعي بڼه د ميکروبونو لخوا تر سره کېږي، چې د ځمکې چومجي هم د فضوله موادو په اوتېلېزېشن کې خپل رول لوبوي، نو کله چې اوبه تصفيه شي، د خروجي پيپه له لیرې په ځمکه کې جذیېږي او په ځمکه کې لکه طبيعي فلتر اوبه نورې هم پاکېږي او په ځمکنيو اوبو ورګډېږي، نو طبيعي چاپېر ته هېڅ ډول ضرر نه رسوي. بايد ياده شي، چې پمپلرونکي ټانکرونه چې څوبرخې لري، هم شته، چې غوړ، اوبه او ترسبات سره بېلوي او اوبه وروسته له تصفيې د پمپ په مرسته انتقالوي. بايد ياده شي، چې د دغه سپتيک څاګانو يا ټانکرونو پاکول حتمي دي او د ۲ تر ۵ کلونو کې يو ځل پاکېږي، چې د ټانکر په تل یا عُمق کې ترسبات وايستل شي او ټانکر يا سپتيک څاه پاکه شي، نو د دغه ډول سيستم څاګانو يا ټانګرونو کارول به ټولنيز ژوند د ناروغيو له ګواښونو وژغوري د صحي چاپېر زمينه به رامنځ ته شي.
په افغانستان کې د اکثريتو کنارابونو خولې کوڅو ته راايستل شوې، چې محتويات يې په کوڅو کې بهېږي او د رفعالحاجت لپاره په ځمکو کې چُقريان (کندې) کېندل شوي دي، چې ځمکنۍ حفظالصحه له ګواښونو سره مخامخ کوي او د ناروغيو د تلې پله نوره هم پسې درنوي. په کابل کې به ټولو د فوضله موادو پېټي او حتی پوښتۍ او چټل تشنابونه او کنارابونه ليدلي وي، ځيني خو بيا په کوڅو کې رفعالحاجت کوي او اودس د ټولو په مخکې وچوي. په ځينو سیمو کې کنارباونه لکه آسماني صًندقونه جوړ شوي، چې غول يې په هوا کې شنل کېږي او تر ځمکې نه رسېږي، ځيني بيا صحراګشت کوي، نو له دغه حالته بايد مملکت وايستل شي، ځکه له دغه بوږنونکي حالته به د سپتيک څاګانو يا ټانکرونو کارول د افغالني ټولنې لپاره موَثر وي. د ملل متحد د څېړنو پر بنسټ اوسمهال په افغانستان کې صرف ۵۰ سلنه خلک په کورونو کې او يا سيمو کې خاکاندازونه يا کنارابونه لري. د عمومي تشنابونو او کنارابونو د جوړولو پروژه بايد په ټول افغانستان کې په سمه بڼه تطبيق شي. په ښوونځيو، دولتي موسسو او په لويو لیارو کې د تشنابونو جوړول لکه د سرک سازي پروژه يوه ملي پروژه وګڼل شي، چې د ژوند د هوساينې لپاره بايد په ټول افغانستان کې په سم شکل تطبيق شي. په ښارونو او عمومي ځايونو کې بايد د ښاروالې لخوا د تشنابونو د جوړولو لايحه جوړه او پلې شي. د يو کور لپاره د (6 m3) سپتيک ټانکرو د وړيا ورکولو په اړه بايد غور وشي. د چاپېرحفظالصحې د نه شتون په ترڅ کې د محرقې، کولرا، آمېب او نورو ناروغيو د خپرېدو ګواښ به نور هم پېاوړی شي.
د چاپېر د حفظالصحې لپاره د نباتاتو او د ونو وده او د شنو سيمو د پراخوالي هلې ځلې ډېرې اړينې دي. د پراخو شنو سيمو او ځنګلي ونو په موجوديت کې په ځنګلونو کې ونې او نباتات د فوتوسينتېز په ترڅ کې اوکسيجن (O2) توليدوي او کاربُنډایاوکسياد (CO2) جذبوي، چې د هوا د پاکېدو او د چاپېر د حرارات په توازن کې اساسي رول لوبوي. په ځنګلونو کې بيا د تودوښې له اغېز سره سم د اوزون (O3) رامنځ ته کېدل حتمي دي، نو بايد پام وشي، چې په ځنګلونو کې د مېلو او مستيو په ترڅ کې له اورلګولو ډه ډه وشي، ځکه د اوزون په شتون کې د اور لمبې ډېر ژر خپرېږي، چې د ځنګلونو د لمبه کېدو او له منځه تلو زمينه برابروي. د ځنګلونو د مراقبت مسؤليت د يو مملکت چارواکي بايد تر سره کړي، چې شنې سيمې پراخې شي، کروندې زياتې شي او د ځنګلونو سمه پالنه تر سره شي. د يو مملکت د سرسبزي لپاره د هېواد د اوبو د مهارولو دريځ ډېر اړين دی. د هايدروميليریشن له دريځ سره سم بايد د لويو ډنډوبو او دلدلونو د وچولو او د وچو ځمکو د خړوبولو پروسه د لښتيو، ردونو او سيندونو د جوړولو په ترڅ کې تر سره شي، چې په افغاني خاوره کې دافغانستان د اوبو د وېشلو لپاره لښتي واېستل شي، چې د وچو سيمو د سرسبزي زمينه رامنځ ته شي.
اوبه د ژوند له حياتي عناصرو څخه شمېرل کېږي، ځکه نو د پاکو او صحي اوبو چارو ته بايد په زغرده پاملرنه وشي، چې افغان ولس د څښاک او خوړو لپاره صحي اوبه ولري. په سيمو کې د پټو يا بمبيي څاګانو رواج ته پراخ تبليغاتي کار وشي، د څاګانو د جوړولو لپاره يو منظم پروګرام رامنځ ته شي او ټولو سيمو ته د صحي اوبورسونې ميکانيزمونه رامنځ ته شي، چې وګړي د ګڼشمېر ناروغيو څخه وساتل شي. د افغانستان ۴۰ سلنه خلک په ښوونځيو او مدارسو کې سبق وايي، نو په دغو مرجعو کې د پاکو اوبو تضمين ډير ضروري دی. په دولتي ادارو کې د افغانستان د وګړو له ۱۵ تر ۲۰ سلنه په دولتي چارو کې مصروف دي، چې د خپل ژوند ۳۰ سلنه وخت په دولتي سيستم کې تېروي، نو په دولتي موسسو کې هم بايد پاکو اوبو ته خلک لاسرسي ولري. د پاکو او صحي اوبو ستونزه له کلونو کېږي، چې افغان ولس يې له ناروغيو سره لاس او ګرېوان کړی دی، نو د ټولنې د اوبو ستونزو ته بايد يو ټوليز ملي پروګرام د دولت په آدانه کې جوړ او تطبيق کړي.
يوې اروپايي څېړنې په نويمو کلونو کې ښودلې وه، چې د بولغاريا په يوه کلي کې د معدې سرطان د نورو سيمو او ملکونو په پرتله زيات وو، نو د علت د پلټلو په ترڅ کې يې دا جوته کړې وه، چې د دغه سيمې اوسېدونکو له زېړو غوړو، له لمه او له وازدو په متواتر بڼه استفاده کوله. دغو خلکو به خواړه په غوړيو کې سره کول او غوړي به يې د بيا کارولو لپاره ساتل، چې له دغو ساتل شويو غوړو به يې څو ځله استفاده کوله. په غوړيو کې د خوړو سره کول او بيا په تکراري بڼه په دغو غوړو کې نور خواړه پخول د دې سبب کېده، چې د بولغاريا په دغه سيمه کې د معدې د سرطان کچه لوړه شي، ځکه په متواتر بڼه د غوړو سره کول، په غوړيو کې سرطانزا (کانسروجن) خاصيت رامنځ ته کوي، ځکه نو غذايي حفظالصحې او د خوړو سم تيارولو ته بايد پاملرنه وشي او د کنټرول او تبليغي موسساتو د جوړولو پر ميکانيزمونو يې غور وشي، چې خلک د صحي خوړو په اړه معلومات تر لاسه کړي.
د افغان ولس په خوړو کې د نشايستې (وريژې، مکروني، کچالو، وچه ډوډۍ او داسې نور) د برخې زياتوالی د چاغښت سبب کېږي او د کوچو، لم، وازدو او زېړو غوړو کارول د شحمياتو د ميتوبوليزم ګډوډي رامنخ ته کوي او د خوږو زياته استفاده د شکرناروغي مخاطره لري او د زياتې مالګې استفاده هم د زړه او بډوډو د ناروغيو سبب کېدلی شي، نو د سم، صحي او مناسب خوراک خوړل د جسمي روغتيا لپاره ډېر اړين دي، چې نه د لوږي ګواښ ورسره مل وي او نه هم د پًرخورۍ مخاطره ورسره موجوده وي، ځکه د زړه، د رګونو او سرطاني ناروغيو له اساسي ګواښونو څخه یو يې د غير صحي خوړو استفاده ده. په سږيو باندې د سېګرټو او نورو دوخانياتو، د ککړې هوا او د زړو موټرو او کورونو د لوګيو (دود) اغېز هم له پامه ونه غورځول شي، ځکه د سږيو او تنفسي سیستم ناروغي او سرطانونه له دغو يادشويو فکتورونو سره په نېغه تړاو لري.
کورنۍ لکه د ټولنيز ژوند بنسټيز واحد د زرهاو کلونو پېشينه لري. د چلو يا د کوژدنې د ګوتيو تبادله ليه د فرعون په موده کې تر سره کېدله، ځکه نو د کورنۍ د پياوړتيا او د اولادونو سمې تربيې لپاره د ټولنيز صحي ژوند چاپېر بايد رامنځ ته شي. ماشومان خپله لومړنۍ روزنه او ښوونه په کورونو کې تر لاسه کوي. په ډېرو ملکونو کې د ماشومانو لپاره وړکتونونه او کودکستانونه جوړ شوي، چې په ځينو کې حتی د زېږېدنې له پيله د حفظالصحې د مراقبت بنسټونه جوړ شوي دي، چې ماشومان سم او صحتمند وروزل شي. په ځينو ملکونو کې کورنۍ اړې دي، چې خپل ماشومان له ۳ کلنې په کودکستان کې شامل کړي، چې د دريو کلونو په ترڅ کې د ښوونځي لپاره تيار شي. بيا په ګڼشمېر ملکونو کې تر ۱۲ کلونو د ابتدايي، متوسطې او بکلوريا زده کړې تر سره کېږي او بيا وګړي په پوهنتونونو کې شاملېږي.
د ماشومانو لومړنۍ او ابتدايي روزنه په کورونو کې تر سره کېږي، چې د کور دوستانه او هارمونيک چاپېر د ماشوم د رواني، جسمي ودې او تربيې لپاره ډېر اړين دي، په جنجالي کورنيو کې ناسالم، جنجالي او له ستونزو سره مل او ټنبل ماشومان لويېږي، ځکه نو د سالمې، نېکمرغې او هوسا کورنۍ لپاره بايد د دولتي سیستم لخوا د تعليم او تربيې، د لوړو زده کړو او د کار موندنې چارې په مسلکي بڼه تر سره شي، چې د وګړو د هوسا او سوله ييز ژوند تضمين وشي.
په کودکستانونو او ښوونځيو کې ماشومان لومړنۍ ټولنيزه روزنه تر لاسه کوي. په دغو تعليمي او تربيوي موسسو کې د بېلابېلو کورنيو اولادونه په يو ټولګي او يو ښوونځي کې راټولېږي، چې له يو او بله ډېر څه زده کوي. د کابل د پوليتخنيک پوهنتون اوستاد پروفيسور حکيمي صاحب به خپلو محصلينو ته ویل، چې «تاسو له ګڼشمېر کورنيو، بېلابېلو قومونو او مذهبونو په دغه درسي موسسه کې هلکان او نجونې ګډ راټول شوي ياست، نو د صنف چاپېر او د پوهتنون ساحه ستاسو په اخلاقي، انساني او پوهنيزه روزنه کې ډېر غوره اغېز لري، د پوهنتون له چاپېره، حتی له ديوالونو يې هم يو څه زده کوی! ځکه دا یوه تحصلي، علمي او ټولنيزه موسسه ده!»، په درسي صنف کې به زما او د حکيمي صاحب تل اخو ډب وو، خو خبرې يې زما لپاره ډېرې پخې او د کاڼي کرښې وې او دي.
روغتيا پالنه کې د تعليمي، تربيوي او تحصيلي موسسو اغېز ډېر مهم دی او ولې بايد موږ ورته ځير شو. لومړی خو په ښوونځيو کې ټول ماشومان يو دسپليني ژوند زده کوي، چې څه وخت راشي، څه وخت تفريح وکړي، څه وخت رُخصت شي، کله کورني کارونه تر سره کړي او په صنف يا ټولګي کې له نورو ماشومانو سره څه ډول ناسته پاسته وکړي، چې د ټولنيز ژوند بنسټيز آرونه زده کړي. ماشومان له پاکو او منظمو جامو سره عادت کېږي او خپل نظافت ته پاملرنه کوي. يو ماشوم له سهاره د مخ مينځلو تر څنګ د غاښونو بورسول او د ځان د تميز کولو چارې په منظم ډول تر سره کوي، چې د ماشوم سالم عادت ګرځي، دغه کړه وړه د يو ماشوم په روغتيا او ټولنيزه روزنه کې اساسي رول لوبوي.
په تعليمي موسسو کې د مېکروبونو، پرازيتونو، ورږو، سپږو، ګرګ (سکابييس) او نورو روغتيايي مشکلاتو او د هر انسان د حقونو او فکري بريدونو په اړه معلومات ورکول کېږي، چې په دې ډول د نامناسب چلند، د ناروغيو او بې نظافتيو مخنيوی کېږي. د اسلام په مُبين دين کې هم د نظافت او ټولنيز انډول برخو ته ډېره توجو شوې ده. د لمانځه او نورو ديني مناسکو تر سره کول د يو شخص په روغتيا باندې خپل نېغ اغيز پرېږدي. په بلوغت کې د تخرګ او د پښو د کت خرېيل په مسلمانونو کې يو اړين رواج دی، خو له بده مرغه نن يو شمېر افغانان که ببرسري دي، نو ببرکوني هم دي! چې په دې برخه کې بايد تعليمي موسسې او مدارس خپل مسؤليت پر ځای کړي، چې افغان ماشومانو او بالغينو ته دغه مسايل تشريح او اړتيا ته يې نغوته وشي، ښه ويل شوي، چې په روغ جسم کې روغه اروا وي! د جسم فزيکي روزنه د يو انسان په روغتيا کې خپل جوت اغېز لري، ځکه د سپورت برخې ته بايد په ښونځيو او تحصيلي مرجعو کې غوښنه برخه ورکړل شي.
سياسي نظام او ټولنيز ژوند د يو انسان په جسمي، رواني، اخلاقي او عمومي تربيه کې ډېر غوره ګڼل کېږي. له بده مرغه وروسته د سردار محمد داود خان له کودتا په افغانستان کې د ظلم او اختناق شرايط رامنځ ته شول، چې په سياسي اشخاصو کې د ميوندوال مړينه يې ښه بېلګه ده، چې صمد ازهر په نامه يو افغان هغه مهال ويلي ول، چې «یک لغت د همي ګوردش که زدم، از جايش ديګه نخېست»!، خو د کمونیستانو په موده کې هم ډېر خلک له تېغه تېر شول، چې د «لست پنجهزار» ولولې يې تر نيډرلنده ورسېدلې، صديق فرهنګ په خپل کتاب کې د لومړي کال د تحصيلکړيو او مسلکي اشخاصو د ترور په اړه د ۲۰۰۰۰ تنو يادون کړی دی، پرچميانو بيا روسان پسې راوستل، چې په روسي ټانکونو او وسلو يې ټول مملکت تباه او برباد کړ. مجاهدينو د خلکو په سرونو کې مېخونه وټکول، ملکولطوايفي يې جوړې کړې او د شهيدې ناهيد نوم په سرو وينو په تاريخ کې ثبت شو. امريکايانو بيا ولس په چاپو او فرشي بمباريو تباه کړ او ټول ملت يې د ۲۰ کلونو په بهير کې يرغمل کړی وو او د غم په ټغر يې کېنولی وو، چې تآثيرات يې لیه تر اوسه په افغان وګړو کې پاتې دي، ځکه ننني چارواکي اړ دي، چې افغان ولس نور نو ونه زوروي او د تېرو چارواکو کانې نورې بس کړي او له ظلمه لاس پر سر شي.
نن سبا طالبان هم د غرور په ګدۍ ناست دي. د نجونو لپاره يې ښوونځي تړلي دي. د مملکت مليتېرزېشن داسې په ډاګه دی، چې خلک يې په ليدو له وېرې سره مخامخ دي. د ټولنې د جوتې روزنې او پرمختګ لپاره د «ميم زرما ټول يې زما!» دريځ يې خپل کړی دی. د دې لپاره چې غلط فهمي ونه شي، بايد ياده کړم، چې د کمونيستانو او شمال ټلوالې په پرتله د طالب سپی هم ښه دی. د دولتداري او حکومتي چارې زما په آند سياسي دي، خو مسلکي خلکو ته بايد د ودې او کار شرايط جوړ شي، چې د مملکت د ودې لپاره جوت ګامونه واخستل شي. په دې کې شک نه شته، چې طالبانو نسبي امنيت په ټول مملکت کې رامنځ ته کړی دی، خو تر څنګ يې ډېر دوښمنان هم شته، چې د مملکت امنيت ګواښي، نو د دغه نسبي امنيت د ستالو لپاره هم بايد کوټلي ګامونه پورته شي، د نظامي هلو ځلو تر څنګ بايد د ښوونې او روزنې سیستم د ټولو لپاره پياوړی شي، د نرينه او ښځينه لپاره د ښوونځيو تر څنګ د لوړو تحصيلاتو زمينه هم برابره شي، نو د دغه ټولو مېکانيزمونو مسؤليت د نننيو چاروکو پر اوږو پروت دی.
په ګڼشمېر ليکنو کې د روغتيايي لوړو تحصيلاتو، روغتيايي تخصصې پروګرامونو او د تخصصي پروګرامونو د ارتقايې سيمينارونو، وُرکشاپونو او کونګرسونو په اړه معلومات او وړانديزونه شوي دي، نو په دې برخه کې به دومره ياده شي، چې د پوهنتونونو د څار ميکانيزمونه بايد رامنځ ته شي، چې د لوړو تحصيلاتو ټولې برخې له بین المللي غوښتنو سره سمې سمبال شي او افغان کدرونه وکولی شي له نورو سره په علمي او مسلکي ډګر کې سيال شي او پرته له وېرې او مطمين خپل کار پر مخ بوزي.
پايله
پايله کې بايد یاده شي، چې د روغتياپالنې اصطلاح ډېره پراخه ده او ګڼشمېر اړخونه لري، نو د ټولنيزې روغتيا د تضمين لپاره بايد د ټولنې په ټولو برخو (تربيوي، اخلاقي، تحصيلي، امنيتي، سياسي او نورو څانګو کې) جوت پروګرامونه او ميکانيزمونه رامنځ ته شي، چې د ټولنيزې روغتيا په چاپېر کې د وګړو روغتيا هم تضمين شي، چې د جسمي، رواني، اخلاقي، انتاني، پرازيتي او سياسي ناروغيو مخنيوي وشي، چې تل يوه روغه ټولنه ولرو او د خلکو روغتياپالنه تضمين وي.
و من الله التوفيق