خلیل زاد دې سیاسی اخلاق ته مراجعه وکړی چې اخلاق څه وایی او دسولې په اخلاقو کې کومې سیاسی مؤلفې شتون لری دخېټې ببولالې خو له یوتیوبی رسنیو هره ورځ په شور او ځوک روانې دی خو دارواښاد الفت خبره کومه دانه رښتیا هم په کې شته دهغه خبره داسې وه چې میلمانه ویلی وه چې شګه مې غاښ لاندې شوه هغه ورته ویلی وه خیر دې وریجې هم په کې شته!
دکتاب لیکوال دلیکوالی په سلیقه نه ګړېږی . دېپلوماسی هم ور څخه ګډه وده شوې یولوی ڼړیوال قدرت په یوه بیوزله ، جنګ او جګړو خوړلی، ستړی ستومانه ولس ته دفتنه ګرې نړۍ ور دانګی اوبیانه پوهیږی چې دجنګ دحل لاره دانسانیت او شرافت لاره ، دسولې او سلم لاره کوم عوامل ګټور دی او څنګه باید راووځی .؟وایی هم لور له کوره اوهم یوه څټه اوړه! دخلیل زاد حافظه سم کار نه کوی لکه چرګ په کوزه ړۍکې اوبه وینی. وایی تیزې اوبه سړی ستړی کوی او که ورسره منډې وهی ډوبیږی خلیل زاد څخه ددوحې له هوکړه لیک مخ کې یوشمیر افغانانو معجزه جوړ کړی وه . له هرې سوړې نارې وهل کېدې چې ډیر تکړه دېپلومات دی . البته ده به هم دا خپل صفت اورېدلی وی چې ښاخ لرونکی افترا او دروغ دی !خلیل زاد تل په دې تاکید کوی چې امریکا پوهیدله جنګ او جګړه نشی ګټلای نو په دې لټه کې وه چې څنګه دکړکیچ لپاره لاره وموندی راځی په همدې برخه کې پاتې شو بې له احساساتی ، ګونګوسی ، ګواښ ، غصې اوبن بست څخه و رباندې رڼا واچوو. زموږ فرهنګ کې دغه خبره ډیره عامه ده چې وایی خدای چا نه دی لیدلی خو په قدرتونویې پېژنو . له خلیل څخه زما پوښتنه داد ه چې د جګړې پیل او پای دواړه دامریکا په خوښه وه . مانا داچې دجګړې دبریالیتوب دواړه لوری له ناکامی سره مخامخ ول . ښه وه که بد جهوریت سره یې مافیایی قرادادونه لکه اقتصادی پروژې ، پوځی ، امنیتی ، سوق الجیشی، سیمه ایزه
لاس لیکونه اواقتصادی ژمنې کړې وې او حنیفک اتمر دمیز ترشا کوږ ورته ناست وه مسلسل یې لاس لیک کول دا بیا بل مصیبت وه. دخلیل زاد اړیکی هم له یوشمیر خوانده او ناخوانده کوربه والا وو سره د میلمنو په څیر له کوره ووت او په بل ننووت.! دامریکایانو پروسه له همدې ناولېو ناپاکه ، ناسنجولو ، ماشومانه استخباراتی هلوځلو ،بن بستونو راپیل شوه! ګنده خساوه تازه نه وه !ګند نه هو تازه ګندنه . دجمهوریت اداره هم هسې ړنده وه! یوسترګی هم په کې نه وه چې حمدالله اوس کشاله کشاله سیاست په دهلیزو نو کې لټوی! یوچا چې پشۍ ته پشې نه وی ویلی نو هغه چیرته ډز کولی شی؟ غنی مټکور یو ډول خلک درلودل لکه حمدالله ، ګلالا ، شادولا ، ګلم جم بېخدا امرالله، اسدالله، عبدالله جمع اودالله قرت الله او نور بد وبلا راټول کړی ول . سیاهی لشکر نیاید به کار یک نفر جنګی به از صدهزار ! خلیل زاد دافغانستان کړکېچنه معضله ددال خورو په مشور له دننه ګوډه کړه دقطری جاسوسانو په مرسته یی دافغانستان ۴۰ ملیونه ولس یوازې پرېښود او له ژرندګړو سره یې په دوحه کې له ناپوهو ملایانو سره هر سهار سوهان ( حلوا) خوړل پیل کړه . ددومره وخت خوسکیانو په ناستو او ولاړو کې دخلیل همدغه ابتکار په څمڅۍ کې راووت !اوس جمهوری خوا انډیوال خلیل وایی چې مور به مې کله نکتایی راکوله نو راته به یې ویل چې افغانستان فراموش نکنی .
این فراموشی خلیل خپله له وزګوړیانو سره په خبره پوه نه شو چې له دې معاملی سره په پټو او استخباراتی لاسو هنو څه وکړی ؟ له خلیل زاد یو شمیر مرکچیانو بشپړه معجزه جوړ کړی وه خو نه دغه خاوره ډیر پاک ، هوښیار ، غیرتمن او باوجدانه انسانان لری شپه که تیاره ده مڼې هم په شمار دی!
دامریکې سوله دوست خلک باید په سوله باور ولری او بې ځایه عام وژنو څخه چې تاریخی بربریت دی په قاطعانه ډول لاس واخلی دافغانستان بشری کتله او نفوس ،ظرفیتونه مدنی ژوند کچه اوسطحه . عائید او هستی ډیر زیات توپیر لری .
افغانستان ته دې خلیل زاد قلم او کاغذ راواخلی او دشل کلن ناوړین دغرامت غم دې په هره برخه کې وخوری که په جمع اوتفریق نه پوهیږی موږ به ور سره مرسته وکړو.
دافغانستان کړکېچ او لانجه په لومړی سرکې موږ خپلو افغانانو چې دبې شمیره قصابانو حیثیت مو غوره کړی خراب لوری سره مخامخ کړ په دوهمه مرحله کې دامریکا اوناتو غلطو ستراتیژیو ، تباهیو، برنامو اوقراردادونو، او نور…………
اودریمه برخه کې دملګرو ولتو ژه ناوړه غونډو ، استخباراتی او نیابتی ډلو او ټپلو اسعاری کمشن کارو له موقع شناسی څخه.
تل دې وی افغان ولس!