که تور او سپین لوری هم وی باید متناسب وی !
تاسې ګورۍ چې په ټولنیزه شبکو کې د کومې ډلې برګ اتڼوڼه دی؟ چا په نړیواله کچه په له همدې بېوزلی ولس په میلیاردونو دالر ه په رڼا ورځ اختلاس کړل او څنګه یې په سیاسی مؤلفو کې پټ کړل ؟ ولې یو ه مسلمان په غیر اخلاقی دسیپلین کې ملی شتمنۍ غلا کړلې؟
چا بیا بشری ، انسانی، زمکنی ، قانونی ، ڼړیوا کنوانسیونونه نړیوال اهمیت نقض کړل ؟ څوک ول چې د بن پرېکړه کې یې خپل سرې ،نا اهله او بی کفایته اداره رامنځ ته کړه څه ډول انتریم حکومت وه؟همدغو فساد ګرو ته څنګه او چا دملت له ارادې پرته بښنه وکړه. امریکا یانو څه ډول په مهارت دمعادلې دواړو اړخو نو دساړه جنګ زمینه برابره کړه او واګی یې ترلاسه کړلې؟ او دمعادلې یوه لوری کې له دننه په ګونګوسیو جمهوریت متلاشی کړ او په هرډول مېلمستیاوو ، ناستو اولاړو یې ختم کًړ . له بلې خوا یی ددوحې په هوکړه لیک کې ارزانه مزدورانو پسې ګرځید چې دای اس ای اوقطری جاسوسانو په مرسته یې پیداکړل اوهمدارنګه یې مرکچیانو سره دهرې اونۍ نغدی دالرې د مرستې ژمنې یوه بر ملا پدیده ګڼل کیږی. وایی یوه لاس کې کچکول اوبل لاس کې توره ! دامریکا یانو عملکرد دلته ځان ته بله بڼه غوره کړه اوس پوهیږی چې معامله څه ډول دساړه جنګ اوشخړې په رڼا لکه هندوان چې مار ته ډولک وهی او طالبانیزم ولوبوی!
له بلې خوا یو شمیر زیاتو کسانو باندې په دوحه کې امریکایان پریکړه کوی هغو چې له دوی سره هسې سلام کړی له سیمی دهمکار په نوم وباسی هغوی په فرمایشی کارتونو او فرمانونو امریکاته کډه کولی شی .تاسې ولیدل چې ددالرو فرهنګ څومره بدلون راوستی وه. ددې ټولو تباهیو ، اوږدې شخړې او تجاوز باید واشنګتن جواب ویونکی اوسی. امریکاء په ډیرو برخو کې جدی مسئول دی .
امریکا دغه بیوزلی ولس له جنجالونو سره بی له سالم سوچ مخامخ کړ داټولې تباهۍ همدوی سره ملګرې وی دوی دغه جنایت څنګه نړیوال سیاست کې په څه ډول محاسبه کًوی شل کاله دجمهوریت او درې کاله دهوسی آمارت ډیر وخت دی . داټول ګونګوسی دهمدې دالری غلو، ماهرو رهزنو، ګیله او ګذاره کونکو ، دهر پاټک بلدی غنیمت وړونکو، دروغجنو او لاف زنو مارکیټ داټول بې ګټې هیاهو کې اهانت کوی . یوشمیر مطلق بیسواد هم په همدې بنجاره بازار کې دلیلام نارې وهی .شرم اوحیا ء دینی اومعنوی صفت دی او په اسلام کې بشپړ ارزښت لری خو عوام فریبی، تکبر ، فتنه، بالا بنشین زموږ دفرهنګ واهی او مجهوله برخه جوړوی د تلویزیون له بحث څخه ښکاری . چې هر سالم. منطق یې نشی منلی.ټولنیزه شبکې یې همدغو بې ارزښته کړې دی او اعتبار یې له لاسه ورکړی. موږ په فردی توګه څه نشو کولای تر څو یو له بله لاس سره و رنه کړو اوپه ګډه دافغانستان ملی او اسلامې منافعو ته په یوه خوله نه شو!. موږ داوایو چې دوست دوست نشی پاتې کېدای او دښمن دښمن ! خو حال داچې په هر ډګر کې نه اصلی حقیقت بله مشو ره غواړی.