داخبرې دافغانستان په درد نه خوری داهسې دوخت سوزول، ځان ښودنه او ماشومانه حماقت دی .
وایی ږیره دما اوواک یې دملا!یوشمېر کار پوهانو ، سیاستوالو ، شننونکو، خمیره کونکو، مطالعاتو او مذاکراتو تش په نوم تیر ویستونکو دغه مجهوله لوبه دومره بې ارزښته کړې چې له ګونګوسیو هم ټیټه برخه کې کاغ ! کاغ! کاغ! نارې وهی لنډه داچې دوی بسترې همدغو چینلو کې اچولی څوک اند وایی، څوک فلهذا، څوک تک تک څًوک تنش او څوک بیا دګوړې حلوا…….نو قطری بغلاوه، دشلمو ، عصریه ، قهوه او لویديځ ستایله منیو ته نوبت هم نه رسیږی . مو ږ په ډیره احساساتی ډول ، اماتوری احساس، شخصی او ګروهی هلوځلو دهېواد برخلیک ته سپکاوی کوو موږ یو چې دبن بست، ګونګسیو، حاشیه ګویی، دګېډې فارسو په افتراکې نور هم دتیارو خواته رواد یو.
دبیلګې په توګه موږ وایو دا استخباراتی لوبه ده خو دانه وایو چې دې لوبې ته څوک اتڼ کوی ، دچا لوبه ده؟ څه ډول لوبه ده؟ دلوبې لوبغاړی څوک دې؟ استخبارات څوک تمویلوې؟
هیڅوک دلوبې پرعواملو ، طراحانیو .ابزارو او تاریخی اړیکو خبرې نه کوی . چا شاته په سل ګونو کتابونه ایښی اوچا زاړه کتار کړی کتابونه دستیج پر سر دنندارې په څېر ایښی. افغان ولس ډیر خاموش دی ملت پوهیږی چې پاکستان په سیمه کې داستخباراتو ډیر کار کړی
خو دا انډیوالان کله ډیر جلالی شی هرڅه چې وایی دوی فکر کوی چې ښه ټول سم اوعلمی خبرې کوی. پاکستان او طالبانو له ډیر نږدې کار سره کړی ! دای اس ای اجنتانو له دې افغانستان سره ستر خیا نت کړی. خودغه په تره برخه کې کوږ بار او اوږد مزل دی!
په پښتو کې متل دی وایې چې داوښ په څښتن زور نه رسېد په موړه یې خوله لګوله. پاکستانی استخباراتو ډیر غلط فرهنګ سره زموږ ټولنه مخامخ کړې ده دغه فرهنګ اړول ساده کار نه دی زموږ په مالی او امدادی پیسو دغه فرهنګ په هره برخه کې خپور کړ لکه څنګه چې امریکایی فرهنګ ددالرو په زور یوغریب ولس ته چې ۹۰ فیصده بیسواد لری عاقبت به یې څه وی؟
وایی له کلی ووځه خو له نرخه مه وځه! زموږ اګاه مشربه لیوان څه وایی؟
هره وینا، اعلامیه، ګذارش، او بحث مبدا او اغیز لری . بنسټ او اصول اوپه ځانګړې توګه یواخلاقی دسیپلین او ظرفیت لری. وایی اوریدلی مو دی چی علی آباد شهر است!
خو حال داچې علی آباد یو روغتون دی. په دې ګوډی ګوډی بحثونو کې ډیر کم خلک دخبرو کولو اصول او شالید څېړلای شی. ډیری کسان مبا لغه کوی اودروغ وایی یا لافې وهی او زیات وایی یا فکر کوی چې په تی وی کې خبرې کول یوه معجزه ده. همدارنګه پوښتنه کونکی نه پوهیږی په ځانګړې توګه دسپړنې یاسپږنې پروګرام کوربه والا . په یوه بیسواده ټولنه کې به داسلامی جهان بینۍ څه ډول حال وی چې دنظام اکثریت خلک برخه داسلام پر مفهوم نه پوهیږی ! نواخلاق، دسیپلین او اصول خو یې یو کلک اړخ دی . یودریځ، یومفهوم ، یو مسیر ورځنی اجتماعی اړیکو او ابتکار ته اړه لری.
موږ ضرورت چې لومړی ره دننه دپوهې لپاره دعامه پوهاوی کسان ولرو. قناعت ، صبر او استمرار ولرو .