موږ نه شو کولای دیو ه داسې ولس قلمرو ، سیاست، اقتصاد ، مدنی حالت او دژوند برخلیک په ببولالو ، بن بست ، ګونګوسیو او دپیتاوی اوصندلۍ په منا ظرو کې سهار او مازیګر درسنیو په دې الکترونیکی مارکیټ کې دالف زبر ا ا الف زبر اې الف پېښ او کې که رالنډه کړو . ط البان ښه دې او که بد دا به اوس پرېږدو بحث بلې خواته ځې!
زموږ زاړه سیاستوال دبی بی سۍ په ترمینالوژی دومره مین دی چې دکا رغه کیسه ترې جوړه شوې ده. هغه داسې وه چې کوم ځوان نوې کوژدن کړې وه خو نه پوهېده چې دخسرګنۍ کره به څنګه خبرې اترې کوی . مور یې ورته وویل چې په ادب به سلام کوې اوهغوی چې ډول پوښتنه کوله ته دپوښتنې سره سم ځواب وایی هغه په لاره روان اوهمدې سودا کې چې زه به څه وایم ؟ لاړ دیوې ونې ډډ ته یې تکېه وکړه خوب یوړ او ویده شو کارغه راغی په ونه کې کښېناست خو کله چې ځوان وښورید او رابېدار شو نو کارغه.والوت او کاغ !کاغ !کاغ ! یې وکًړ . دده ذهن ته همدا کاغ لکه دکمپیو تر لاګن شو . همدا کاغ یې له غوږو ټینګ نیولی وه . کله چې دخسر کورت ورسېد خواښې یې خوشاله شو ه ویل ستړی مه شی زویه زلمی ورته وویل کاغ !
ښځه په منډه لاړه دهلک خسر ته هغه ته یې وویل چې داسړی خو په بله ژبه خبرې کوی ته راشه که ستا په خبرو پوه شی!
هغه بیاویل کاغ لنډه دا چې کاغ اصلی دومین شو . نوم یې نه اخلم خودا انډیول دومره اند ، ناخوالې ، تاتریخوالی ترهګر او اهنګر او ابزار وایی چې له حد ه وځی . یوشمیر زیات تکراری همدا کاغ باندې خوښ دی اوبسترې هرچینل کې پرتې دی .
حقیقت دادې چې موږ ټول او په تېره بیا مسئول حکومت دڼړۍ هکله او په تیره دوږی چین ، بې سیاسته. روس، شیطان انګرېز او لو ی استعماری قوت امریکا په ژبه نه پوهیږی چې دا بیا په لویه کې داسې یو کاغ دی چې دلېوانو کارغانو په سازش رامنځ ته شوی که دبن ککړه هوکړه هغسې وه خو دوحه له هغې هوکړې بدتره ده بن ککړ وه خو اسلام تحجر، استبداد، انحصار. بدویت او ظلم غندی . قطر او اسلام یا دوبی خسا امارات عربی .
دغه هېوادونه په سیمه کې لوبه کوی چېن نوې دې سیالۍ ته ځان را اچوی دلوبې ترتیب دبل چا په لاس کې دی . دغه هېوادونه موږ ښه پېژنی اوس هر یو خپل مزدور لری ! دا روښانه ده .چې ددالرو فرهنګ څومره دغه ټولنه ځپلې ده په لوړو اوژرو یې همغه «تنها ولس» ستړی ستومانه کړ خو افغان بیاهم شوروای ملامت وسلامت چیغې وهی .
نیمه پېړۍ تیره شوه خو مو ږ لا دکاغ په شاخ کې ناست یو او یوه علمی ، ملی، اسلامی ، ولسی او همګانی مسئول مو پیدا نه کړ ! ولې ؟
ناکامی توره وی که سپینه ؟ځکه موږ له سره په کاږه بار پسې وه اوکوږ بار مزله ته نه رسیږی . امریکا شل کاله بیرته خپلې ګټې په افغان وتللې اوهغه یې رامخ ته کړ. افغان یې په افغان وواژه او معامله ګرۍ یې هم له داسې یوډلې. سره وکړه لکه دجهاد په پیل کې همدا یوازینی فریدم پایترز وه خو وروسته لاړ په تورلیست کې شول . چېن اوروس دواړه دامریکا لپاره نشی کولای کوم مصارف چې امریکا کوی دچین اوروس نفس ورسره وځی نو ځکه کله ېو څنګ اوکله بل څنګ د کمزورې سپی په څېر غو غو کوی .
طالب ته ولې ملی حاکمیت دبل چا په مشوره داهمیت وړ نه دی او ارزښت نه لری ځکه طالب دهرډول پرمختګ له خپل نابلد او نا هله حکومت سره نه برابروی . ځان پهلوان وړته ښکا ری . داکار هم له ناپوهی کیږی هوښیار داډول سوچ نه لری .
دغه سیاست دمرکزی اسیا لپاره چالان دی او افغانستان باید دسیمې ثبات یو مهم فکتور وبولی . په پوهه او اهمیت دغه لوبغاړی متقاعد کولی شی . دا کار څو برابره ملا امیر خان ته د روند دی هغه ېو ملا دې !
دافغانستان کړکیچ ، توازن ، نړیوال موقف ، سیاست او ستراتیژی هغه که اقتصادې ، زوکنۍ او سیاسی ًوی داهمیت وړ ده او وه . دغه کار یومتحد افغانستان غواړی دسولې اوثبات فضا که نه مفه کیږی ، افغان ولس باید حق ته مق اوغلط ته غلط ووایی اوپه مدنی حرکت باور ولری. جنګ اوجګړه دحل لاره نه دی.