قطر او عربی امارات دخپلواکی همزولی دی دواړو له انګرېز څخه په یوه کال کې یعنی 1971 م کال کې آزادی اخیستې ده . افغانستان پنځه زره کلن تاریخ لری دې کې شک نشته خو جاپان او افغانستان دخپلواکی په هکله همزولی دی او داوړو په 1919 کې خپه خپولاکی له انګریزانو تر للسه کړې ده نو په دې حساب موږ له دواړو وچو 52 کاله مخکې یو . دایوعینی حقیقت دی. له پاکستان موږ 26 کاله مخکې یوً.
له حقیقت څخه تېر نه شو موږ دیوه پراخ ، هر اړاخیزه ، متمدن ، او ملی ارزښتونو ستر هېواد یو افغانان سره له دې کړکېچونو سره بیاهم کلک او باثباته ولس دی . موږ هره لوبه چې کوو خپل فرهنګ ، خپلې خاورې ، خپل ملی هویت په کتوسرع خپل ولس او خاورې ته باید وفادار پاتې شو. موږ اوقطر په سیاسی لحاظ ، مدنی او فرهنګی لحاظ زیات توپیر لرو دغه توپیر په ډیرو برخو کې روښانه دی موږ ته لازمه نه ده چې قطر یا د امارت محمد بن زاید ال نهیان لا رښوونه وکړی . افغانستان داسې ستر شخصیتونو لری چې دهرډول پوهې لپاره ملاک ګڼل کیږی افغانانو ثابته کړه چې هرډول استعمار دلته له ماتې سره مخامخ شو ی . زموږ هویت او تاریخ دانه منې چې امارات یا قطر زمو برخلېک کې لاس وهنه ولری دیوشمیر ظرفیتو نو په حساب موږ دامجال په هیڅ صورت دې هېوادونو ته دغه امتیاز نه شو ور کولای ، موږ دپاکستان په فشار ددوحې غیر مترقبه ناڅاپی او له ملی ارزښتونو لیرې تصمیم دولس له مشورې پرته او نا اګاهانه ډول دقدرت او امتیاز ، شخصی ګټو، غیر معیاری تشکیلاتو او دانډیوالی په نوم خپل کورنی کار مو قطریانوته لاس کې ورکړ. دقطر کرغېړن تاریخچه اود پاکستان په چپ لاس دګاډو ځغلول زموږکړکېچ سره سازش نشی کولی ..
افغانستان ولس دامریکایی،روسی، چین او نورو برګو اتڼو مخه کلکه ونیسی . افغانان خپل منځی اختلاف دومره لوړ نه کړی چې زمینه بل خاین ته مساعده شی. ټولو قومونو اوقبیلو دلتهګډ ژوند کړی یوبل یې منلی اودغه خاوره یې ساتلې ده. موږ که هرڅومره سیاسی او خپل منځی اختلاف ولر و ولې موږ ګډ افغانستان ، پیاوړی ملت ، غښتلی اوپه خپل مټ ولاړ افغانستان ته ضرورت لرو .ټک له یوه لاس نه خیزی. دغه ملت له قطر او امارات زیات منابع لری. اوهم په تاریخې لحاظ توپیر .
تل دې وی افغانستان!