دلته په دی مورد کې، له دوه مختلفه ابعادو څخه، له دوی مختلفه علومو یو لږ اظهاراتو ته ذهن معطوف کړو:

۱. د حقوق علم په لهاظ :

د ژنیو له کنوانسیونونو او د نړیوال بشردوستانه قانون اساسي مفکوره په وسله والو نښتو کې د افرادو ساتنه ده. د ژنیو په کنوانسیونونو، بلخصوص په دریم کنوانسیون، د تړون په دیارلسمه ماده کې تاکید صورت اخیستی ده، چې د جګړې بنديان سره (د جنګي اسیرانو سره) بايد په ټولو وختونو کې انساني چلند وشي!
په کال 1977 په لومړۍ اضافي پروتوکول کې د جنګي اسیرانو تعریف او توضیح هم درج شوی دی.

مفکوره اصلی از کنوانسیون ژنو و حقوق بشردوستانه بین المللی حمایت از افراد در درگیری های مسلحانه است. در کنوانسیون های ژنو، به خصوص در ماده ۱۳ کنوانسیون سوم، تاکید صورت گرفته است که باید با اسرای جنگی در همه زمان برخورد های انسانی صورت گیرد! در سال 1977 در اولین پروتکل الحاقی آن نیز تعریف و توصیف از زندانیان جنگی (اسرای جنگی) صورت گرفته است.

جناب محترم دوکتور م، عثمان تره کي تحت عنوان د جنګي اسیرانو اعدام، غچ اخیستنه تر زندانونو پورې پراخوي! می فرمایند:

"
د جنګي اسیرانو اعدام، غچ اخیستنه تر زندانونو پورې پراخوي!

د وسله والو مخالفینو د نوې اعلامیې سره سم دا احتمال شته چه د کابل تحت الحمایه حکومت د شاهین په ۲۰۹ قول اردو باندې د برید غچ د جنګې اسیرانو نه واخلي.

افغانستان د بهرني اشغال او د جګړې په حالت کې قرار لري .نړیوال قوانین د ملي واکمنۍ په نشتوالې او د اشغالګرو په وړاندې د جګړې په شته والې هغه کسان چه د جګړې په بهیر کې د جګړې د اړخونو له خوآ توقیف کیږي د جنګي اسیرانو په توګه پیږني. د جګړې اړخونه مکلفیت لري چه د جنګي اسیرانو په برخه کې نړیوالو قوانینو ته درناوي وکړې. د «جینوا» ۱۹۲۹ او ۱۹۴۹ کانوانسیونه جنګي اسیران تر کلکې حقوقي پوښښ لاندې راوړلې. د «جینوا» ۱۹۴۹ کانوانسیون پخپلو ۱۳ مو او ۱۴ مو حکمونو کې د جنګي اسیر شکنجه یا اعدام د جنګي جنایت په بنه پیږني اوعاملین ېې د نړیوالو قضایي مراجعو له خوأ د سزا وړ بولي.

د حکومت له خوأ د جنګي اسیرانو احتمالي اعدام لاندې ناوړه سیاسي پایلې لرلي شي:

- د غچ اخیستنې جذبات زندانونو ته ننوزي. وسله وال مقاومت چه د وروستیو کلونو په اوږدو کې سلهاو حکومتی جنګي اسیران خوشې کړې و، په بالمثل اقدام لاس پورې کوي او اسیران به وږني.

د فراه په محکمه باندې د طالبانو له خوأ برید ( وري ۱۴، ۱۳۹۲ کال ) موږ ته په بشپړه توګه د عبرت سبق وړاندې کوي: په محکمه باندې برید د ۱۳ طالبانو د محاکمې د مخنیوي په موخه تر سره شو چه په کې ۵۳ کسانو ووږل شول. د وږل شوېو کسانو په دله کې ۹ قاضیان، ۳ څارنوالان او ۱۰ پوځیان شامل و.
- د حکومتي قاضیانو، څارنوالانو او ورته مسئولینو ژوند د سهل الوصول جنګي هدف په توګه تر ګواښ لاندې راځي (دغه ګواښ د طالبانو په اعلامیه کې په قهرجنه لهجه څرګنده شوې دي). - د جګړې د اړخونو تر منځ د دښمني روحیه ژوره کیږي او سولې ته د رسیدو لارې بندیږي. که قضیه د حقوقو په چوکات کې وڅیړو د کابل اداره په واقعیت کې د ناتو تر قومانده لاندې قرار لري . بنا د جنګي اسیرانو د ساتنې او څارنې حقوقي صلاحیت بهرنیانو او د اعدام اجرائي صلاحیت مزدور حکومت ته ور په برخه کیږي. که خداي مکړه اعدام عملي بنه غوره کړي باید دواړه یانې بهرنیان او افغان لوري د نړیوالو قوانینو په سرغړونه محکوم شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان استازې دنده لري چه د اشغال په حالت کې د نړیوالو حقونو د ملاتړ په موخه د ناروا اعدامونو مخه ونیسي. که ملګرې ملتونه د پیښې په وړاندې بی تفاوته پاتې کیږي، بهرنیو ځواکونو په څیر عملا ځان د جګړې د یو اړخ په توګه مطرح کوي او د جنګي عملیاتو د یو هدف په حیث پیږندل کیږي. «پاي». "

۲. د روانشناسی علم په لهاظ:

افغانستان له څلویښتو کلو را په دی خوا په یو داسی جګړه یزه حالت کې بوخت دی، چې خشونت او افراطیت هغهلته دیرو اذهانو په خپل ګرو کې اخیستی دی، چې جنګې اسیرانو هم اکثراً د خپل جسمی او روانی پرهارونو پر اساس په جګړو کې سهیم او دچار شوی دی، اوس جنګي اسیرانو په یوه دیره اوچته توګه، شفقت، مهربانی، شه انسانی سلوک، یو مسلکی فنی مکتب، او شه معالجوی برخورد او نیک سلوک ته اتیا لری، تر څو چې دوی په نږدی راتلونکی خپل ځان او خپل ټولنه او هیواد لپاره د خود کفا، مفید، مولد او مثمرو ټولنیزو غړی په حیث عرض اندام کړی!
داسی اساسی او ګتوره کارونه هم د یو شه دولت، او د شه دولتداری له وظایفو او مسولتونو څخه محسوبیږی!

-------------------------------------------------
به پیش به سوی مبارزه با فساد اداری و آوردن صلح بین الافغانی!
به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و هر چه دقیقتر در راۀ مبارزه با فساد اداری!
به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و دقیقتر با ایران محوری ها و پاکستان محوری های مخرب در افغانستان عزیز!
به امید دقت به کوچکترین واحد های کاری در هر ساحۀ کاری ما!
به امید اتحاد و وحدت هر چه بیشتر اقوام شریف افغانستان!
به امید صلح، ثبات، عدالت اجتماعی، قانونیت، ترقی و رفاه برای مردم رنجدیدۀ ما