موږ اصلا له لومړی سر ه څخه له پاکستان سره سمه پالیسی مخ ته نکړه موږ یې په سیمه ایزه مخالفتونه ورګډ کړو . پاکستان هغو کسانو ته ارزښت ور کړ چې دای اس ای مزدوران ول پاکستان دافغانستان مهم قضایا دنړی په میډیکی له حاکمیت لاندې نیولی ول او له پیښور ، کوئټې او میران شا سیمې یې دباندې پرې نه ښودل پاکستان نه ګیلې او ګذارې منطقی کار نه دی بلکې پاکستان په اوچته دفساد ، استخباراتو، جعل کاریو، دوه مخیتوب، اجنت او یو ناوړه بی اعتماده ګوډاګی وه او ده ذوپه راتلونکې یې اعتبار خوړلی دی. پاکستان په حقیقت دافغان په کړکېچ نړیوالو وپېژانًد . زموږ میزیوب افغانان دغه څومخی انګریزان نه پېژنی! پاکستان هره لوبه وکړه او په کور دننه کې ډیر ناوړه مسائل په خپل سر عملی کړل. پاکستان معامله ګرۍ کې ډیر مهارت لری احساساتی ولس نه دی. دې کې شک نشته چې پاکستان دخپل حمایت په مقابل کې لری نړیواله لوړو ژورو هلو ځلو سره مخامخ دی ځکه پاکستان ته دې لوبه کې دا یو درجن ستانونه لکه : قزاقستان، ازبکستاتن، ترکمنستان ، تاجکستان دروسانو په پړی تړلی ستانونه ، ایران اوچین سره نوې ناستې اوولاړې دطالبانو خوند نه ورکوی .اوهیڅ پاکستانی دپاکستان له حمایته او دوحې غوڼډې خوښ نه دی. روسیه هم دستانو په څېر یو قدم شاته طالبانو ته لکه دالوتکې ترافیک بیرغ رپوی.دا هر هېواد دخپلو ګټو په غم کې دی له کوم وخت چې په سیاست اوملت سازی نابلد طالبان راغلی دغه هیوادونه همدلته په همد. بن بست کې اخته دی هغوی هم له طالبانو بدتر دحکومتولی په سیستم خبر هم نه دی خو دلته د زیر بنایی ذخیرو ، سرچینو او منابعو غنیمت لپا ره لګیا دی.
پاکستان فکر کاوه چې طالبان به ددوی له ځغ لاندې کار کوی هرڅه چې دوی وایی پاکستان به د ټولو مشورواوخزانه دار وی میر وی ځکه دطالبانو کابینه دپاکستان په استخباراتو جوړه شوه اسلام آباد دغه لوبه وکړه! عمران خان دې برخه کې زیات کار وکړ. که موږ په دقیق ډول دپاکستان پوځی ادارې وڅېړو پاکستان موږ ته دچا خبره وایی چې هم «لور له کوره او هم یوه څټه اوړه» . دغه دال خواره دجهاد له وخته اموخته خور دی دوی هم دپټو اوښکاره معاملو او هم مرکزی اسیا په ساده نرخ باندې افغانستان ارزولی وه.
وایی دشمن دانا بلندت میکند
بر زمینت میزند نادان دوست
پاکستان غواړی چې په افغانستان یوګوډاګی ، لاس پوسی، شرمنده اوبی غیرته شاشجاع ولری پاکستان له افغانستان سره سترې جفاوې کړی چې هیڅ اسلامی اړخ نه لری که څوک وایی چې لری یې داګز او دا میدان.!
زموږ پاکستان جوړکړی ای اس ای والا انډیوالان هم دومره پوهه نه لری چې دپاکستان ددسایسو مخه ډب کړی. دغه TTP مشربه ډله یوځل بیا افغانستان دبن لادن کیسې ته چمتو کوی او دهیواد بی ثباتی په لور سرتمبه زور اور. دپاکستان دستراتیږۍ عمق په خطر کې دی که تش په نوم امارت دې سم سوچ وکړی.زموږ طالبان ابزاری او هسې دلوبو کاروان ته زمینه سازی کوی.له پاکستان سره کلک اړیکی لری داهسې تاکتیکی ګړ بړ دی خو بیرته سره همنوا کیږی ولې پاکستان له لوبې ځان نه باسی .
پوښتنه داده چې پاکستان دطالبانو سیاست کې دخیل دی او لا هم افغانستان کې بر لاسی دی. که چېرې افغانستان یو مضبوط حکومت رامنځ شی ته دافغانستان موقعیت دمنځنې هېوادونو کې دسوداګر اصلی محور ګرځی چه دغه محورتوب طالبان له شو م پلان څخه په اسانی باسی. وایی جستی جستی اخر بدستی!
پاکستان دپیسو غل هم دی ځکه پاکستان له نړالیو دافغانستان په نوم اخیستی چې په عقل کې برابر نه راځی څه چې پاکستان کرلی هغه به خامخا ريبی. پاکستان تل افغانستان له خوږ ګوتې نیولی!
پاکستان دې خپل تصمیم ونیسی چې په کومه ځی نور په افغانستان کې ځای نه لری.ان شاء الله . اوس لوبه دطالب ،پاکستان ایران او دستان والاوو نه ده دلت نور ښکرور شته چې دالوبه یې چالان کړې ده شل کاله یې دتروریزم په نوم یوازې افغانستان راګیر کړی خو اوس نقشه بیاهمغه خلک شامل ګې هوایی ډګرون ورکول ، چا دترانسپورتیشن غم خوړ څوک میخانیک او څوک تخنیکی قراردادیان ول افغانستان یې په کړرنیو لیوانو وخوړ.
پوښتنه داده چې افغان نان ولې دیووالی، همغږی، همکاری ، او دهېواد دآبادی اوپرمختګ استعداد نشی موندلی . ټول يوتیوبران، تی وی کارپوهان ، تحلیل ګر او سیاسی شننونکی او مننونکی څیړونکی خو له نیویارک ټایمز ، تاس او ډیلې تلیګرا م یا ګارډین څخه څو برابره اوچته ګړیږی نو خپل سیاست کې ولې ناکام دی؟ که اسلامی امارت لیونی هم وی خو افغانان خودی کنه !
موږ د۲۱شتمې نړې اوپېړۍ په سیستم باید ګام واخلو دتاریخ جبر دا واېی او موږ به با الاخره. سره. کینو همدا یوازینۍ لاره ده.