د ترهګرۍ خلاف مبارزه ملي مسولیت دی

امن داسي یو نعمت دی چې د ژوند ټولې چارې او پرمختګ ورپسي تړلی او له دې پرته کار او ژوند ډیر سخت وي د سولې په نه شتون کې بیا انسانان په عذاب او له بیلا بیلو کړاونو سره مخ وي او ان دا چې خپلې ورځنې عادې چارې هم په مشکله ترسره کوې داچې اوس په افغانستان کې ټیکاو او امن رامنځته شوی دی پکارده چې قدر یې وشي او د دایمې پاتي کیدو دپاره یې همغږې پیدا کول حتمې دي تر څو کور کلی په امن کې وساتل شي .
بهتره ده چې دیوه ملي تعهد له مخې د هر ترهګر پرخلاف غږ پورته او شریر عناصر له خپلو سیمو وشړل شي او دا کار به هلته موثر وی چې حکومت او ولس په خپلو کې متحد وي .
د امکان په صورت کې د سیمې له هیوادونو هم ګټه اخیستل پکار ده هر څومره چې د ترهګرۍ خلاف ایتلاف پراخیدلی شي بهتره به وی ، دا باید ووایوو چې په ترهګرو کې ښه او بد نشته ټول باید لمنځه یوړل شي .
داعیش او د حزب تحریر په شمول د هر باغي ګروپ اوشخص پر خلاف په اتفاق سره په کلکه مبارزه پکار ده . ترهګر هڅه کوې چې له افغان خاورې څخه په استفادې افغانستان او سیمه نا ارامه کړې دوی په پام کې لري چې د رسیې په شمول ګاونډې هیوادونو ته درد سر جوړ کړې او ددې پلان د عملي کیدو تر شا بهرنې لاسونه دي .
افغانستان نور د نیابتې جګړو توان نلري ، ځکه چې افغانان اوس ویښ او په دې پوه دي چې دلته د مذهب او قوم په نوم جنګ د چا لخوا او د څه لپاره کیږي ؟ افغانان شکر له بل هر چا ښه مسلمانان دي او چا ته به اجازت ورنکړې چې د دین په نوم دلته بیا جنګ پیل کړې .
داچې له ترهګرۍ سره په یوازي سر جنګ به افغان حکومت ته سخت وې بهتره ده چې په دې برخه کې له خپل ولس له ځان سره همغږی کړي تر څو افغانان او د سیمې هیوادونه په ارامه ژوند وکړي .