سره له دې چې دملګرو ملتونو د یونسکو سازمان له خوا دکلتور/کتاب یا کاپی رایت ورځ د اپرېل میاشت کی په نښه شوې ده، خو فسیبوک کې افغان ځوانانو پرونۍ ورځ دملی کلتور ورځ بللې ده. زه دوی ته درناوی کوم. د ټولو لیکنې مې ولوستې.
اما:
تر دې هم اوس موږ ته “کلتورې عقبمانی” پېژندنه، عوامل یې، د حللارې یې او “کلتوري خدماتو” باندې بحث ضرور دی. دغې لیکنه کې مې د درنو ځوانانو په درناوي دکلتور په اړه هم ولیکل، خو تر دې هم مهمه دا چې د دوی پام کلتوري عبقماني ته رااړوم. دا صرف یوه (اصطلاح) نه ده، بلکې متاسفانه ځینې وخت واقعیت لري. وروسته دکلتور د اصطلاح له پېژندنې به دځوانانو پام کلتوری عقبمانی ته واړوم، چې پخوا زموږ وخت کې نه وه، خو نن ورځ را څرګنده شوې ده.
Culture چې انګریزان یې کلچر تلفظ کوي، موږ ته اګریکلچر یعنی کرنه را پیادوي. کلتورټول هغه مادی او غیر مادی ارزښتونه دي چې له یو نسل څخه بل نسل ته پاتې او وخت په وخت دتکامل، ارتقا او غوړیدا په حال کې وي. که چیرې دیوې ټولنې کلتور ودې ته لاربنده شي یا یې قدم په قدم سمون او اصلاح ونشي، د کلتوری وروسته والي( cultural lag) وېره رامنځته کوي. هغه هڅې، برنامې او موسساتی کارونه چی د کلتوری ودې لپاره کیږي د کلتوری خدماتو(cultural services) په نوم یادیږي، چې معمولاً مترقي- وګړنیز حکومتونه ورته متعهد وي. کلتور په یوه ټولنه کې ټول منل شوي ارزښتونه، سلوک او د ټولو د تایید وړ نورمونه دي . کلتور د يوې ټولنې او ملت د فکري ځانګړتياوو، دود، دستور، عقايدو، هنرونو، ټولنيز چلند او د پراخه ولسونو د کړو- وړو مجموعه ده چې دوى په ګډه منلى او توافق يې ورباندې کړى دى. کلتوري ارزښتونه هم مادي او هم غیر مادي بڼه لري لکه، پوهه ، جامه(لباس)، هنر، لوبې، موسیقي، تاریخی روایات، ګاڼې، ناسته پاسته، لمانځنې، غم ښادی، خوراک څښاک، دپخلی وسایل، د کور اسباب، د کار ابزار، ولسي سندرې، ادبیات، ژبه او نور چې د کلتور اجزا دي.
په بله وینا: د بشري ټولنو ټولې هغه مادې اومعنوي لاسته راوړنې،انګېرنې،روايات، عقايد، کړه وړه ښووونه او روزنه ، د کار وسايل، د ژوند اسباب اونور ټول چې د تاريخ په اوږدو کې يې ترلاسه کړي او نسل په نسل همداسې رالېږېدلي دي کلتوري مجموعه ده، البته دوخت د تېرېدو په ترڅ کې يې ډېرې هغه برخې چې د پايښت وړتيا يې له لاسه ورکړې، يا يې ګټورتوب ندرلود، له منځه تللي، خو د پايښت وړ او مثبت اړخ يې پاتې اونوره يې هم وده موندلې ده. په انګليسي او اروپايي ژبو کې د کلتوري ټولو مادي او مانيزو ارزښتونو لپاره د (کلچر- کلتور) لغت کارول کېږي، خو په پښتو او دري کې فرهنګ د کلتور تر ټولو متعالي برخه ده لکه ادب، پوهه، د مشرانو درناوى، مېلمه پالنه، ټول عالي انساني سجايا او دې ته ورته وياړلي او اوچت ارزښتونه ، حال دا چې يو شمېر نور دودونه چې متعالي ارزښت نه لري، په کلتور کې شمېرل کېږي، اما فرهنګ نه دى، دبېلګې په توګه د هلک د زېږېدو پر وخت په ټوک ډزې کول، په ميله او رخصتيو کې د چرګانو يا سپيو جنګول، په چلم باندې دمريو او څونډيو تړل اوداسې نور کلچر دى اما فرهنګ کې نه راځي، دا به ناوړه وي چې دواړه په يوه معنا راوستل شي، د بېلګې په توګه د جګړې فرهنګ، د کوکنارو کرلو فرهنګ، د ښځو په وړاندې تاوتريخوالى... دا يو هم فرهنګ نه دى، خو د افغانستان د جګړه ييزو شرايطو په کلونو کې چې د ژوند ډېره برخه انحطاط سره مخامخ شوه دغه ډول اصطلاحات هم په نا سنجول شوې بڼه یو بل سره ګډ شوى او بياکتنې ته يې اړتيا شته. دفرهنګ وده،فرهنګی خدمات او فرهنګی روزنه د حکومتونو دنده ده. دې ته کلتوري خدمتونه cultural services ویل کیږي. دا خدمات د عامه خلکو د ژوند د بسیاینی، معنوی ارتقا، د ملی هویت ساتنې او د ملی تشخص په خاطر د کلتوری امکاناتو په چمتو کولو مهیا کیږي، لکه سواد ته پراختیا ورکول، دښوونځیو جوړول، سپورتی امکانات، کتابتونونه، موزیمونه، د ودی لپاره سیمه ییزه راډیو او تلویزیون،سوادزده کړه، دپوهنتونونو جوړول او نور. کلتوری خدمات د حکومتی ادارو د خدماتو هغه برخه ده چې موخه ورڅخه په کلتوری ډګر کې مثبت بدلون وي. وګړنیز او خدمتګار حکومتونه په دغه ډول خدماتو سره ټولنه کې کلتوري بدلون(cultural change) راولي. هر هغه سمون(تغییر) او اصلاح چی د ټولنې په کلتوري برخو کې راوستل کیږي، دستاینې وړ ده او باید ملاتړ یې وشي، خو هغه عوامل چې دټولنې د مادي او معنوی پرمختګ خنډ کیږي، باید د له منځه وړلو چاره یې وشي. نن ورځ پرمختللو هیوادو د کلتوری ارتقا برنامو ته پام اړولی دی. کلتوري ارتقا د چاپیریال او شاوخوا پېښو په هکله د ټولنې د وګړو د فکر، چلند، پوهې او باورونو په برخه کې د تصور نوي کول دي. دې ته د ټولنیزو ارزښتونو او د وګړو د پوهې ترمنځ د انډول بدلون هم وایي. موږ د غازی امان الله خان له مهاله تر شپیتمې لسیزې دا مزل په بریالیتوب سره وواهه. له بده مرغه کورنیو جګړو دې برخه کې سختو ستونزو سره مخ کړو، هیله ده تولنې د امنیتی،اقتصادی او تعلیمی وضعیت په ښه کېدو سره یو ځل بیا د کلتوری ارتقا درېدلی مزل پیل او دوام ورکړو. پرته له هغه به خدای ناخواسته کلتوری وروسته والی کې ګیر یاستو. کلتوری وروسته والی یا (cultural lag) یو نسبی مفهوم دی، هغه چا یا هغه هیواد ته اطلاق کیږی، چې له نوي او معاصر وخت څخه په فني، اقتصادی، سیاسی، علمي او ځینو نورو برخو کې وروسته پاتې وي. دې مسایلو ته دځوانانو پام ضرور دی. دکلتور د ورځې دنمانځنې یوه موخه بایدهمدا وي.