لا اکراه فی الدین …..
دبقرې سورة ۲۵۶ آیه
دریم جز
——————————
مسلما نانو ته توصیه کوی اخلاقی اصل ته ګوته نیسی دانسان حقوقو، موقعیت ، برداشت او قضاوت ، خپلواکی او فطری ژوند له دموکراسی مخکې اعتبار ورکوی.دآزادی عقیده او انسانی سوچ یې په قرآن کریم راپېژندلی هغه چاته جواب وایی چې داسلام دین دزور اوتورې له لارې خلکو ته ورپېژانده. ددې افرادو په باور دین او ایمان یوقلبی امر دی اوله اکراه سره یو ځای نه جمع کیږی! که چېرې اجبار په کار کې وی یوازې دانسانانو په ظاهری رفتار کې به اغیزناک وه. داخبر دسورة توبه په ۷۴ او ۷۵ کې نسخ شوی دی.
لا اکراه څه وایی:
پاکستانی مارشالا شاهی، دس. الحق ځدران په خبره او تائید دپنجاب کوریکلم باندې داڅه ډول احقانه ستراتیژی وه ؟ ایا اصول اوبنسټ دیوه حکومت لپاره همدا دول چې له امریکایانو سره سازش او له پاکو افغا نانو دمور او میرې سیاست ملا اوس سیاست زده کوی . هېواد په هواکې ځوړند پاتې دی . ملی مشروعیت سره لوبې کول خیانت ، فسق فجور او رسوایی ده . هرڅوک پوهیږی چې غوا توره پۍ یې سپینې دی! آزادی دعقیدې، آزادی دانتخاب ، هرډول فکر او باور دی چې انسان هغه حقیقت ګڼی بې له دې څخه چې د نور و له تجاوز، کرکې، زن ستیزی ، استعماری خوی اوعادت سره مخامخ شی . دعقیدې آزادی په اسلام کې مبتنی په دوه اصلو دی آزادی دانتخاب او آزادی دتفکر او عقل.غیر مسلمانان اسلام رابللو ته نه داکراه اوجبر له لارې نه رابلی اکراه د انسان په آزدی ، ارزښت ، فردی شخصیت تاکید کوی. فقه او اسلامی اصولو کې هیڅ دروغ ، مبالغه ، لافې او باټې ځای نه لری.اسلام یو مفسر ، فیلسوف، فقیه ته په پوهه امتیاز ورکوی .
موږ رښتیا دپوهې پر بنسټ دروغ وایو داڅنګه ؟
موږ دخپل ولس مسئولیت باید پر دو برخو جلا کړو. له هرڅه مخکې افغان ولی دخپل کورنی لیدلور له زاویې دحکومتولی اصولو ته ګوری او امریکائیا ن دخپلو خلکو او حکومتولی په لید لور .اوس راځی لومړی دافغانانو فسبوکی هیاهو ته چې هر یو دمن اوخروار وزن کې ځان راپېژنی او دحکومت په برخلیک بوجۍ بوجۍ ګونګوسی لری
داخلک لیونی نه دی داخو یوهم دافغان په یتیم ولس هیڅ طرحه نه لری!
ېوشمیر یوتیوبی کار پوهانو ، سیاستوالو ، شنونوکو اومنونکو خو له خلیل زاد څخه دلیلی اومجنون کیسه جوړه چې نر وه او که ښځه؟
دایوه پوښتنه ده چې باید جواب شی.
بله خبره دامریکې دکانګرس ده داکوم سالم عقل منلی شی چې څلویښت میلیون افغانانو باندې خط راکشوه اوله یوې محدې ګروه سره چې پرون تروریست وه او نن کوربه؟ تاسې به لیدلی وی چې ډیر معمولی خلک کله چې محاسبه راشی ټول اړخونه یې سنجوی او بیا پرېکړه کوی. خو ښکاری چې کانګرس څخه دټېپرو تول هم غلط دی بشری حقوق خو لا پرېږده!
خلیل چې هر لوبه کړی وی پنهانی یا غیر پنهانی خو په ډاګه ده چې دوحه د قطریانو او مطریانو اجنتانو یوه دسیسه او کاذبه پرېکړه وه. وایی زیر کاسه نیم کاسه است دغه کاسه کې سترې ناکامۍ شته .
دشهید محمد داؤد خان په وخت کې یو شعار وه چې ویل به یې:
انسانهای فاقد ایمان ومسلک هرګز مصدر خدمت نګردیده ونخواهند شد.
اوس به راشو مسلک ته . کار اهل کار ته نه ور اکراه ده، ایمان په جهل اود بې علمې انحصار کې څه ډول تعریف لری؟ یو ةوک شته چې جواب ووایی؟
بنا پر دې که موږ همدغه یوشمیر ډیر زیات احساساتی دلیوه راغی نارې وهی. له بده مرغه اصلا ددروغو په لړې کې اکراه له نا اکراه دوچنده ده . موږ یو چې هم یې کرو او هم یې رېبو!
وایی همدا دیګی او همدا ټېپر!
اعتذار:
لیکنې دواتس اپ له لارې استول کیږی تا یپو برخه کې معذرت غواړم.